په لندن کې، دلوی اختر د لمانځه خبرتيااود مبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68812

دخبریدو نیټه : 2019-08-10

د مبارک لوی اختر د مبارکۍ پيغام

 

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه د سپېڅلي لوی اختر په مناسبت ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو ورو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د ټينګښت او ولسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د لوی اختر لمونځ په دې يکشنبې چې د روان آګسټ يوولسمه (۱۱) نېټه او د مبارک لوی اختر اوله ورځ ده، د ګهيځ په لسنيموبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

په درنښت،

د ټولنی د رهبري هيئت له خو!

دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN 020 8993 8168

سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ افتخاري مشر