په افغانستان کی د سوداګرۍ نړیواله خونی اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69018

دخبریدو نیټه : 2020-04-12

 

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته؛

لکه څنګه چی تاسو ټول په جریان کی یاست، د کورونا ویروس (COVID-19) خپریدل یو بې ساری روغتیایی او اقتصادي بحران دی چې په ټوله نړۍ کې د خلکو په ژوند، معیشت، او د دوی په اقتصادي فعالیتونو یې اغیزه کړې. د دی ناروغی د طبیعی جوړښت په پام کی نیولو سره، کورونا ویروس هیڅ پوله نه پېژني ، او په اوسنی وخت کی چې نړۍ د مالی او سوداګریز لیږد رالیږد په برخه کی تر بل هر وخته ډیره یو له بل سره تړلی او مدغم ده ، د یو هیواد لخوا د COVID-19 سره مبارزه لپاره اقدامات په نورو اغیزه کوي.

د خصوصی سکتور د ملاتړی او نماینده په توګه ، د سوداګرۍ نړیواله خونه په لومړي سر کې په هیواد کې په خلکو او سوداګرۍ باندی د (COVID-19) ویروس خورا سخت منفي اغیزو شاهد دی. واړه، کوچني، او متوسط ​​کچې شرکتونه ((MSMEs او د دوی کارکونکی، او هغه څوک چې آزاده دنده لري د هغو کسانو په منځ کې دي چې د ویروس لخوا خورا سخت ځپل شوي.

د دې ناروغۍ اقتصادي پایلو سره د مبارزې لپاره ، په افغانستان کی د سوداګرۍ نړیواله خونی یو ملی او بین المللی کمپاین تر (زمونږ د کوچني او منځنۍ کچې ​​تجارتونه وژغوري "SMEs Save Our") عنوان لاندی په لاره اچولی تر څو د مشخصو اقداماتو په ترسره کولو سره د افغانستان حکومت ، نړیوال سازمانونه ، څو اړخیز پراختیایي بانکونه ، خصوصي سکتور بنسټونه او ملي او نړیوال شرکتونه د ګډې همغږۍ او همکارۍ له لارې په هیواد کې کوچني او منځنۍ کچې شرکتونه، د هغو کارکونکی او نور بی وزله کسان وژغوری.

همدی موخی ته د رسیدو لپاره مونږ خپله رسنیزه اعلامیه ستاسو سره شریکوو او په خورا درنښت هیله کو ترڅو زمونږ سره د دی کمپاین په پلی کولو کی همغږی شی او د عامه پوهای په برخه کی خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

په درنښت

په افغانستان که د نړیوال سوداګرۍ خونی مشرتابه پلاوی