مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-18   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

قادرخان او په اسلامي زده کړو څیړنه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

قا درخان دهندي سینما دنړی یو تکړه او وتلی لوبغاړی دی دهغه په هکله نوي معلومات چې ټول خلک یې هک پک کړي څرګندوي چې قا درخان په اسلامي زده کړو پلټنه او څیړنه کوي.

تاسو خو دباليوډ دسینمایي نړۍ لوبغاړی او مکالمه لیکونکی قادرخان په فلمونو کې دټوکمار اویوه مهربانه پلار په بڼه ګورۍ مګر آیا تا سوته دا معلومه ده چې نوموړی په اسلامي زده کړو پلټنه او څیړنه کوي اوپه دې هکله دیوه پوهنتون جوړول غواړي؟داچاته معلومه وه چې قادرخان چې له ۷۰۰ څخه په زیاتو فلمونو کې لوبیدلی او ورته یې مکالمې لیکلې، کله هم په اسلامي زده کړو پلټنه اوڅیړنه کوي؟

دقادرخان دشخصیت دغه اړخ کیدای شي تراوسه نړۍ اونړیوالو ته نه وي څرګندشوی خلک اوس هم نوموړی دیوه هراړخیز لوبغاړي په څیر پیژني ځکه هغه په فلمونو کې کله هم دیوه مهربانه پلار، کله دیو ټوکمار،کله دیوه بدعنوانه سیا ست پوه او کله هم دیو عیاش سړي په څیرو کې راڅرګندشوی.ډیر ځله خودهغه د با مفهومه مکالمو له امله تا لار ټول دلاسونو پړکا وګرځي.مګر همدغه قاردخان نن نړی ته دقران عظیم  الشان دزده کړې او په ځانګړې توګه مسلمانانو ته دعربي ژبې دزده کړې او دنړی په ټولو ژبو کې ددغې ژبې دډکشنري په برابرولو له تیرو لسو کلونو راپدیخوا پلټنه او څیړنه کوي.

دنوموړي دشخصیت ددغه اړخ د پیژندلو او دهغه دڅیړنې دکار دبشپړ معلوماتو لپاره دبې بې سي کا رکونکو له هغه سره لیده کاته کړي.دممبې ښار دسانتا کروز په برخه کې په خپل دفتر کې داسلامي،دیني او فقهي کتا بونو په منځ کې راګیر قا درخان دورځې ۱۲ ساعته کارکوي.

قادرخان اوس په دې کارکوي تر څو څنګه وکولای شي خلکو ته دعربي قواعد،صحیح تلفظ اونورې زده کړې وروښیی.ددې کار لپاره دی دکتابونو پر لیکلو بوخت دی. لومړی به دی په اردو،هندي اوانګریزي ژبو ددغو کتابونو دلیکلو کار بشپړ کړي او بیا به نوموړي کتا بونه دنړی مختلفو ژبوته وژبا ړي.

قادرخان وایي داکار دده له ارمانونو څخه وه له همدې امله نوموړي د فلمونو سره ،سره دحیدراباد په عثمانیه پوهنتون کې دعربي ژبې دM.A تر کچې زده کړې وکړي.

دعربي ژبې ددغه کتابونو له بشپړیدو وروسته قادرخان هیله لري تر څولومړی ځل له ممبۍ څخه لیرې په پونې کې یو ښوونځی جوړکړي. چیرته چې به له لومړنیو زده کړو وروسته نورې لوړې زده کړی هم کیږي . ورو ، ورو به دغه رنګ ښونځي  له هندوستانه  بهر په دوبی،لندن او کاناډا کې جوړیږي له دې وروسته داسلامي زده کړو د یوه پوهنتون جوړول هم دده ددغې اسلامي پروژې یوه برخه ده دښوونځي له جوړولو دمخه نوموړی دخپلو کتابونو دبشپړولو تکل لري په دغه کتابوکې د عربي ژبې ۱۵۰ لارښود کتا بونه شامل دي.

پوښتنه داده چې دعربي ژبې دزده کړې او اسلامي زده کړو د عامولوخیال دده په زړه کې ولې راوګرځیده؟ ددې ځواب دادی چې دنوموړي پلار چې عبد الرحمن نومیده اودعربي ژبې عالم وه ده ته به یې ویلې:(( چې ته چیرې چې غواړې ولاړشې لاړشه ، که ته فلمونه ډک کړې او که په تیاتر کې کار وکړې مګر یوه ورځ به ته راګرځې، تعلیم او مذهب ته به پاملرنه کوې .)) او دنوموړي داخبره رښتیا وخته.

قادرخان وایي چې که څوک وغواړي دیوه هیواد په قانون پوه شي نو نوموړی باید دهغه هیواد په ژبه دهماغه هیواد دقانون کتابونه ولولي نوله دې امله دقران پاک دزده کړې او پوهې لپاره دعربې ژبې زده کړه اړینه ده.

قادرخان قران  او حدیث د انساني ژوند او ژواک بشپړ ژبا ړونکی بولي.نوموړی واېې چې اوسنۍ دوره د مسلمانانو تر ټولو زښته دوره ګڼلی شي په هندوستا ن کې اوس مسلمانان غریب دي ددې لامل دادی چې ددوی ګڼ شمیر نا لوستې لاڅه چې دجها لت له دورې څخه تیریږي.

دقادرخان غوراوی تل مذهب وه له همدې امله نوموړی دفلم دډکیدو پرمهال هم ډیر ځله دموټر په سیټ هم په لمونځ کولو لیدل شوی نوموړي ته په خپل فلمي دوران کې دری دفلم فیر ډالی او په درجنونو نورې ډالۍ ورکړل شوې دي. دنوموړي  دری ځامن عبارت له قدوس، سرفراز او شاهنواز څخه دي. سرفراز په تیرې نام فلم کې د سلمان خان دملګري په دود فلمي نړۍ ته راننوت مګر شاهنواز اوس ددو نویو فلمونو له لارې فلمي نړۍ ته راننوزي.

په دې هیله چې زمونږ اسلامې پوهان هم داسې نوښتونه وکړي.

په سپیڅلې کلیواله مینه

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery