مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-12-11   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

(کاغذ پران باز)به د دسامبر په ۱۴ نیټه نندارې ته وځي

باور نعیم
دافغان لیکوال خالد حسینی دروم ان(ناول) په کیسه جوړشوی فلم کایټ رنر (کاغذ پران باز)به د دسامبر په ۱۴ نیټه دنندارې لپاره دامریکا او د ددسام بر په ۲۶ نیټه داسترالیا او بریطانیا په سینماګانو وړاندي کړل شي دفلم دپاره ځانګړې شوی بریشنا پاڼه دا تا یخونه حتمی نه ګڼي او متوقع يې بولي چی علت يې یوار مخکي د امنیتي ګواښونو له امله دفلم دننداري ځنډول دي. یاده دي وي چي له دې مخکي هم فلم جوړونکي کمپنۍ دفلم دنما‌‌یش اعلان کړې وو خو دکمپنۍ په وینا د فلم دکم عمره افغان وبغاړو ژوند ته خطر متوجحه وو ځکه یې نو دفلم نمایش ځنډولې وو خو اوس دفلم دا افغان لوبغاړې له هیواده تښتیدلې او امکان لری په څو نزدې ورځو کې به دامریکا متحده ایالاتو ته ورسیږې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery