مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دعلامه حبيبي دوه ورځنى سيمينارپاى ته ورسېد

عبدالودودپښتونځار
دلوى استادپوهاندعلامه عبدالحى ح بيبي،دزوکړې دسلمې کليزې په وياړدوه ورځنى سيمنيار،دمرغومي پردرويشتمه دماسپښين پرڅه دپاسه درې بجوپاى ته و سېد.
دغه سيميناردکابل ښاردمکروريانوپه سيمه کې،ازادۍ مطبعې ته څېرمه،په کابل هوټل کې جوړشوى و.
دسمبالښت چارې يې دافغانستان دعلومواکاډمۍ لخواد(خواخوږي دابي اوکلتوري ټولنې) په مرسته ترسره شوې.
په سيمينارکې کابودوه نيم سوه وګړيوبرخه اخيستې وه،چې ځينويې په سيمنارکې خپلې مقالې ولوستې اودلوى استاد پښتواوپارسي ژبوته پرخدمت،ژبپوهنې،تاريخ پوهنې،لرغونپوهنې، شعرونو،اخلاقو،لمن ليکنې،څېړنې،سياسي مبارزې،پاکستان ته پرکډه کېدلواونورواړخونووغږېدل.
همداشان په سيمينارکې دولسمشرحامدکرزي په ګډون دځينووزارتونواوټولنوپيغامونه هم ولوستل شول.
دسيمينارپه پاى کې دګډونوالولخوايوه پرېکړه هم ومنل شو.پرېکړه ليک کې غوښتل شوي وو،چې  د وى استادمړى دې له اوسنۍ هديرې نه کابل پوهنتون ته ولېږدول شي،هلته دې  ښخ کړاى شي اومزار دې پرې جوړشي.دپ ېکړه ليک دابند له مخالفت سره مخامخ شوه اوپرځاى يې پردې پرېکړه وشوه،چې  په اوسنۍ هديره کې دې دلوى استادمزا په ښـه ډول جوړ شي.
همدارازپه پرېکړه ليک کې غوښتل شوي،چې داستادمقالې دې دکتاب په بڼه چاپ شي.دلوى استاد،دکابل اوکندهارکورونه دې ملي  وګرځول شي اوموزيم دې ترې جوړ شي.داستاد په نامه دې  يوه جايزه وټاکل شي اوپه نامه دې ورته يوځانګړى تعليمي مرکزهم جوړشي.
په پرېکړه ليک کې غوښتل شوي،چې دسيمينارټولې ويل شوې اوپاتې ليکنې دې په يوې ټولګه کې راونغاړل شي  اوهم دې په کابل پوهنتون کې يوه تدريسي خونه داستاد په نامه ياده شي.
 هېره دې نه وي، چې دسيمينارپه اوږدوکې دعلومواکاډمۍ، خواخوږي ادبي کلتوري ټولنې اوښاغلي محم دصادق ژړه ک اوځينونورولخوايوشمېرکتابونه هم ووېشل شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery