دخپریدو نیټه : 2008-03-04 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
معراج الدين پټان:"دغزني والي د اختلاس دوسيه لري"
اسحاقزۍ
د غزني ولايت پخوانی والي"
معراج الدين پټان" وايې چې د "غزني" گوښه کړای شوی والي" لونگ فيضان" په شخصي اړيکو دې مقام ته رسيدلی وو په داسي
حال کې چې د هغه د درغليودوسيه لا په څارنوالۍ کې پرته وه."پټان" ويلي چې د غزنی والي له نهم ټولگي لوړي زدکړي نه
وي کړي او دا تيري اوه مياشتي يې هم د يو شمیر هغو کسانو په مرسته د ولايت چاری پر مخ بوتلي، کوم چې د هغه د کو
نۍ غړي او شخصی ملگري ول.که څه هم ښاغلی فيضان تر اوسه د ښاغلی" پټان" د څرگندونو پر وړاندي خپل نظر ندی څ
گند کړی خو ښاغلی "پټان" وايې چې" لونگ فيضان "يو جنايت کار مجاهد دی چې په خپله پيژندپاڼه ( تذکره) کې ېې هم خپل
نوم بدل کړی دی.ښاغلی" فيضان "ته ورنژدې باوري سرچينې" بينوا ويب پاڼی" ته وويل چې نوموړی د ملگروملتونو او "نا
وې" هيواد د هغې 100000 ډالري مرستي په خوړلو هم تورن دی چې وړمه مياشت ورته د بيارغنيزو چارو لپاره سپارل شوي
وه.ښاغلی "پټان" له لونگ فیضان د مخه د "غزنی" د ولایت والي وو او د هغه پر مهال هم د طالبانو د بریدونو کړۍ د
غزنی د ښار تر دروازو رسیدلی وه .د یادوني وړ ده چې 21 تنه کوریایان هم د ښاغلی" پټان" د ماموریت په دوره کې د
غزنی له" قره باغ" ولسوالۍ څخه تښتول شوي ول .