دخپریدو نیټه : 2008-03-31 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
د عراق پرشنه سيمه بريد او مرگ ژوبله
عزمت علی
عراقي پوليسو ويلي چې ددې هېواد د پلازمېنې
بغداد په شنه سيمه (GREEN ZONE)کې چې د امريکا سفارت هم پکې پروت دى، يو ځل بيا د راکټي بريدونو شاهد و.له بريد
وروسته د بغداد شنه سيمه يو ځل بيا د هاوان بريدونو په تورو لوخړو کې پټه شوه . پوليسو د هاوان د شپږو
زونو خبر ورکړى خو د مرگ ژوبلې په اړه يې ناخبري ښودلې ده . عيني شاهدان وويل چې په دې بريد کې 6 تنه عراقي
ساتونکي مړه او لس نور ژوبل شوي دي.بل پلو په شنه سيمه کې د امريکا سفارت ته امر شوى چې خپل مامورين دې په پټو
ځايونو کې خوندي وساتي او له سفارته د وتلو پرمهال دې د مرميو ضد جامې واغوندي .