مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سردار محمد داود خان قاتل نړیوالې محاکمې ورغوښتی وو

قيام ا دين

د روان کال د جولای په لومړی اونی نړيوالي محاکمي جنرال امام الدين د پوښتنو لپاره ورغوښتئ وو. نړیواله محاکمه چې مرکز يې د هالنډ په ( دن هاخ ) هاګ ښارکې دی د هېواد د  لومړي جمهور ريس سردار محمد داود خان قاتل د لومړی ځل لپاره وپوښته.
جنرال ام ام الدين چې تر ډیره پری د جمهورئيس سردار محمد داود خان د قتل باور دی په هاګ کې د دوه ونيو په ترڅ کې دنړيوالي محاکمي له خو د لمړي ځل لپاره تر پوښتونو لاندي راغئ.
 ددغه خبر پخلی  د جنرال امام الدين زوم معشوق  او مشرې لور زرمېنې کړي دی. 
د جنرال امام الدين ورور امادالدين وايې چې ښاغلی امام الدين اوس پس له دوه ونيو پوښتنو  بيرته د ناروي هېواد( بيرګن ) ښارته څيرمه ، چېرته چې نوموړی له ۷ کالوراهیسې استوګن دی ستون وی . اماد الدين زياتوي  چې هاګ نړيوالې محکمې   جنرال امام الدين ته ویلې دي چې بيا به يې د پوښتونو ګ ویګنو لپاره ورغواړي  . دغه پيښې دنوموړي کورنی ډیره په تشويش کې اچولي..
دا په داسې حال کې ده چې څو ونۍ وړاندي د سردار محمد داود خان او کورنی ډله يز قبرونه د ولس مشر کرزي د یو ځانګړی فرمان په اساس کشف او دمګړی تر څیړنو لاندي دي.
دا خبر په داسې حال کې خپريږي چې د سردار محمد داود خان په زيار او سر ښندنو جوړ جمهوريت پرون ۳۵ کلن شو.
له ټولو درنو هېوادوالو په درناوی غوښتنه کیږي چې د نړیوالې محکمې د دغه په ځای څیړني ملاتړوکړي اوهغه  لاسوندونه ، خاطري او د سترګو لېدلی حال چې له ځانه سره لري له یادې محکمې سره شرک کړی.
 دا به د هغه جنایتکارانو لپاره د خطر يو   زنګ وی چې په ورستيو درې لسيزو کې په بشري حقونو د تېري له تور سره مخامخ دي او لا خلاصې پښې ګرځي .  ياده دي ویي چې د هاګ نړيوالې محکمې تر  دي وړاندې هم دوه  تنه د لوړی کچي  کم ونست  چارواکې له محاکمې وروسته په ۸ او ۱۳ کالو بند محکوم کړي چې لا بندیان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery