مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-19   مخپرونکئ : فضل غني حقمل

بارک اوبهاما ننګرهار ته راغی

زیرک فهیم-میرویس جلالزی
د امریکې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم اند دیموکرات کاندید بارک اوبهاما نن د کابل په وخت دری بجې بګرام او بیا په څلور بجو ختیځ ننګرهار ولایت ته ورسید. بارک اوبهاما افغانستان ته دخپل سفر په لومړي ګام کې له ننګرهار څخه لیده کاته وکړل او د هغه ولایت له والی ګل آغا شیرزي سره یی د بندو دروازو تر شا یو ساعت خبري اتري وکړي. د ننګرهار د والي نطاق احمد ضیا عبدلزي د بینوا ویب پاڼي ته په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې بارک اوبهاما په ختیځ ننګرهار کی د شیرزي له ماموریت څخه خوشي وښوده او په دې ولایت کې یې د بیاودانولو،امنیت، د قومونو د پیوستون او نورو چارو له همغږۍ او سم پرمختګ څخه له ښاغلي شیرزي خاصه م ننه وکړه. بارک اوبهاما چې د ننګرهار ښار د مرکز جلال آباد په هوایې ډګر کې یې له ښاغلي شیرزي سره خبري کولي دا هم وویل چې که چیرته دی ولسمشر شي نو  ټول افغانستان او په خاصه بیا ننګرهار ولایت ته به ډیري د بیا رغاوني پروژی رامخي ته کړي.د ښاغلي عبدالزي پر وینا چې نوموړي د ننګرهار والي یو شمیر وړاندیزونه لکه د پوځي عم یاتونو ، د بیاودانولو او نورو چارو په اړه له ځان سره یاداشت کړل او ویویل چې ورته به جدي پام وکړي. نوموړي ژمنه وکړه چې د ننګرهار د هوايي ډګړ، د بریښنا د سیستمونو، واټونو او یو شمیر نورو برخو کې به مرسته وکړي.نوم وړي د ننګرهار ولایت حکومتي اداره هغه صالمه اداره په ګوتو کړه چې پر وینا یې د ادارې فساد او مخدره توکو جرړي یې په بی ساري ډول ایستلي دي.له بارک اوبهاما سره ننګرهار ته په سفر کې د امریکې د پرمختیایې اداری استازي، د ام ریکې د پوځ یو شمیر جنرالان او د کانګرس دوه غړي هم مله ول. د نوموړي د سپرلۍ څرخکه له ننګرهار څخه وروسته کابل ته راغله او بارک اوبهاما د امریکې د سفارت په انګړ کې پلی شو. نوموړی به په کابل کې نن شپه له ولسمشر حامد کرزي او یو شمیر نورو افغان چارواکو سره هم وګوري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery