مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-03   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر کرزي د بینوا ویب پاڼه په یوه ځانګړي ناسته کې وستایله

 

جمهور ریس حامد کرزي د بینواویب پاڼي څو کلني هڅي وستایلي او د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ لپاره یې د دغې پاڼي د مسولینو او همکارنو څخه مننه وکړه. ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ د پاڼي دوه تنه غړي هر یو خالد هادي او میرویس جلا زی  د ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل  دفتر ته ور وبلل او له هغوي سره یې د مازدیګرني چاې تر څښلو وروسته په یو لړ م وضوع ګانو خبري وکړي. ولسمشر کرزي له دې دوه پښتنو ځوانانو او د هغوي له هڅو خوښي وښوده او هغوي یې وهڅول  تر څو د افغان بچیانو د پوهي د کچې د لوړولو په برخه کې خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړې. ولسمشر کرزي د هیواد په دغو ح ساسو شرایطو کې د مطبوعاتو رول ته په اشارې سره وویل چې مطبوعات د یوه دولت د څلورم رکن په صفت کولای شي چې د و سواکۍ، بشري حقونو، پرمختګونو او نورو  مسایلو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي. د بینواویب پاڼي دغو دوو غړو د ولسمشر کرزي سره د پاڼي په بیلا بیلو اړخونو خبري وکړي او ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د بینوا ویب پاڼي لولي او مطالب یې تعقیبوي. ولسمشر کرزي په پای کې په ډیره خوښي سره د جلالزي او ښاغلي هادي میلمه پا نه وکړه او هغوي یې د ملي یووالي په راوستلو کې زیاتو کارونو ته وهڅول.

ولسمشر حامد کرزی او میرویس جلا زی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery