مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کارګه دساینسی پلټونولپاره له ځان سره کېمره وړی

عبدالغفارجُبیر

 

كوچنۍ تصويري كېمره(Video Camera)ددې لپاره استعماليږي چي وانسان ته هغه معلومات وركړي چي لومړى انسان ورتلاى نشي اوكه ورهم شي نوبياڅ ېړنه ورته ناشونې وي، دمعلوماتواومختلفوګټولپاره په ژوبڼ كي استعماليږي، درنګارنګ ناروغيودمعلومولوپه م وخه دانسان وبدن ته داخليږي اوداسي نور...

لكه څرنګه چي وحشي ژوي(حيوانات)په ګڼوځنګلونواوليري غ نيوسيموكي استوګن دي نوڅېړنه ئې ياخوناشونې ده اوكه وشي نوبيادډېروكړاوونوسره سړى مخامخ كيږي ځكه نوداكوچنۍ كېمره ئې ډېره ګټوره اواغېزمنه لاره ده. داكوچنۍ كېمره دكارګه ترلكۍ لاندي دپښوسره اېښودل كيږي چ داكارګه په ز هاوكېلومتره دانسانانوڅخه ليري ځي، عكسونه اخلي اوريكارډنګ كوي بيرته راځي اوهغه معلومات راوړي چي ساينس پوهان په هغوشيانوهيڅ خبرنه وي، هسښونكې خبره داده چي كارګه ددې كېمرې په وړولوسره دهيڅ كړاوسره نه مخامخ كيږ ي اوپخپل عادي حالت سره الوزي اوحركت كوي داكېمره دلومړي ځل لپاره پركارګه پوري نه تړل كيږي بلكه په ۱۹۸۶ كال كي Greg Marshall ګِرګ مارشال ديوسمندري كشف پرشاهم تړلې وه دهمدې مهال راهيسي ساينس پوهانود۶۰ څخه دزياتونوعوژووباندي همداكېمرې تړل شويدي دمختلفومقصدونولپاره لكه: پلټنې، فلم جوړول، تجربه كول اوداسي نو ...

اودايقيناً دساينس پوهانولخواڅخه يوه هېښونكې، په زړه پوري اوبې شانه پومختګ دي چي ددې په مرسته به دپلټونودروازه نوره هم خلاصه شي.اوس پلټنې په دې باندي كيږي چي دمختلفوژوولپاره بايدپه كوم وزن باندي كېمره جوړه شي؟ اوټول ساينس پوهان په دې انددي چي

ژوي بايدډېردرانه بارنه كړل شي اودكېمرې وزن بايددژوي په نسبت باندي 5%وي چي اوس په دې ترڅ كي دتيليفونومختلفې كمپنيانې په دې تكل كي دي چي داكېمره ډېره وړه اوډېره حساسه جوړه كړي ترڅوښه استفاده ورڅخه وشي، اوس ساينس پوهان وايي چي دكېمرې وزن بايد ۱۳ ګرامه شي داپه دې چي كارګه په عادي حالت سره وكولاى سي چي حركت وكړي اوپه ښكاركولوكي كومې ستونځې ورته پيدانه شي.

داكېمره لكه تاسي چي ئې په شكل كي وينى وړه اوتخميناً ۳۸ دقيقې ريكارډنګ كولاى شي ترڅوئې دابترۍ كارپرېږدي، دمرغه دلكۍ دبڼودحركت په وسيله دابترۍ چارجيږي اودتل لپاره دكاركولوجوګه

دي، دكېمرې دريكارډنګ وخت هغه دي چي كله كارګه كښيني اوپه خوراك پيل وكړي، كارګه په يوه ساعت كي په عادي حالت كي ۸ واره خوراك كوي چي په دغه وخت كي عكسونه اخيستل، فلم جوړول اوريكارډنګ كول ډېرښه صورت نيسي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery