مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-30   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

الزایمر رواني ناروغي او د هغې معالجه(رپوټ)

 

الزایمر AlZheimer  رواني ناروغي او د هغې  معالجه(رپوټ)

رپوټ لیکونکی  میرویس جلالزی

الزایمر داسې یوه ناروغي ده چې د انسان حافظه وار په  وار د منځه وړي،.
د آلمان په پن ښار کې ګڼ شمیر طبي څیړونکي  د دې  مرض او انسان د خوړو تر  منځ اړیکي څیړې، په دې اړه د طب  ډاکټر او څيړونکی فرانک  جیسن وایې:
د حافظې ستونزي په پيل  کې ډیري وي، په دې معنی چې ناروغان د لنډې مودې  پیښې هیروي، برسیره پر دې د اوږد مهالې  حافظې ستونزي هم زیاتیږي.
د دې  تر څنګ  د ځایونو د پیژندلو ستونزې هم رامنځ  ته کیږي.
د ډاکټرانو پر وینا چې که چی ته  د  الزایمر  ناروغي  نوره  هم  پرمختللي شي ناروغ نه شي کولای په خپل کور کې  لاره وموم ي  او په وروستي پړاو کې ناروغان  نه  شي کولای حتی  خبري هم وکړي.

د بینوا ویب سایت مینه والو سرطبیب فرانک جیسن د الزایمر د  دماغي ناروغتیا چې د  درملنې وړ نه ده ټولي نښې پیژني چې دغه ناجوړي په پای کې  له  مرګ  سره ټړلي ده.
ډاکټر جیسن  د بن ښار د پوهنتون د روغتون د دماغې ناروغیو د تشخیص  او څيړني د مرکز مشري هم  پر  غاړه لري.

دی  هڅه کوي چې داسې لاري چاري ومومي  چې په  مرسته یې  د الزایمر  وژونکی  مرض په ډیره چټکۍ سره تشخیص شي، نوموړی وایې:(( هر څومره چې انسان  زیړیږي هغومره یې  د ناجوړیدو  خطر زیاتیږي، هغه خلک  چې  خپلوان یې په دې  ناروغۍ اخته وي لا  ډیر اغیزمن دي، بر سیره پر دې نور فکتورونه ماغزو ته تاوان رسوي، لکه د  وینې لوړ فشار، د شکرې ناروغي، په وینه کې د غوړو م وجودیت)).
ډاکټر جیسن  زیاتي، کله چې یو څوک ناجوړ شي نو د حافظې د پر له پسې  له  مینځه تللو څخه مخه  نه شي نیول کیدای بلکې  د دغه بهیر د دارو درملو په مرسته یوازي ځنډیدلای شي.

لکه څنګه چې د دې ناجوړۍ ومړنی پلټونکی  الویس الزایمر چې دغه مرض وروسته د هغه په نوم نومول شوی هم دی، ویلي یې وو د پروتینونو خیرې په ماغزو کې  د دې ناجوړتیا سبب ګرځي.

دا چې پایله یې  ځه ده په دې اړه د بن د پوهنتوني روغتون کیم یاپوه او دارو پلټونکی دیترلوژن څیړنې کوي:
هغه وایې: (دغه پروتینونه په ماغزو کې یو ځای کیږي او د ماغزو مهمې برخې  نیسي او بیا دغو قسمتو ته اړین توکي نه رسیږي. مهمې میتابولیکي عملیې  نه تر  سره  کیږي چې په پایله کې حجرات د مینځه ځي)). د نوموړي کیمیاپوه اصلي تخصص د کولسترول یعني د وینو د غوړو به برخه کې  دی.

اوس  ده را برسیره  کړي ده چې هغه دوا چې د کولسترول یا  د ویني د غوړو کچه را ټیټوي کومه چې ستاین بلل کیږي هم د الزایمر ناروغۍ  کچه را ټيټولای شي.

د بینوا ویب سایت قدرمنو لوستونکو  د بن ښار د  دم اغې ناروغیو ډاکټر جیسن  وایې  چې د  الزایمر  ناروغۍ سره د مبارزې لپاره چټکي  هڅي  رواني دي او که یو څوک هیله مند اووسي نو تر  راتلونکو ۱۳  یا ۱۵  کلونو پوري به د دغې ناروغۍ معالجه ممکنه  ي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery