مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمعلوماتوکڅوړه (ګټورمعلومات )سوال او جواب (۲)

مريم فضل الله رشتين

سوال ځواب (2) برخه

س : په انك ستان كښى تر ټولو پخوانى پوهنتون كوم دى ؟
ځ : د اكسفورد پوهنتون
س : په تاريخ كښى ډير پخوانى پايتخت كوم دى ؟
ځ : د مشق
س : د ملكرو ملتونو سازمان په كوم كال تاسيس شو ؟
ځ : 1945 م كال
س : د " فيتو " كلمه له كومې ژبې څخه اخيستل شوى ده ؟
ځ : د لاتبني ژبى نه او معنى يى نه منل يا ردول دى .
س : د موټر سايكل ابتكار په كوم كال مينځ ته راغى ؟
خ : په 1939 م كال
س : خالد بن وليد په كوم ښار كې دفن شوى دى ؟
ځ : د سوريى د حمص په ښار كې.
س : په مصر كښى تر ټولو پخواني اهرامونه كوم دي ؟
ځ : خوفو , خفرع , منقرع
س : د روم ښار په كوم كال تاسيس شو ؟
ځ : د ميلاد نه دمخه په 753 كال
س : د فرعونيانو په عصر كښى څو كورنيو په مصر حكومت وكړ ؟
ځ : 31 كورنيو
س : په نړۍ كښې تر ټولو لويه تاريخي كلا چيرته ده ؟
ځ : په پراك كښى او د هرادشاني قصر نوميږي .
س : په نړۍ كښې لومړنۍ كتابي جريده كومه ده ؟
ځ : دا په چين كښى د ( كين بان ) جريده ده .
س : په كوم كال ښځو ته د المپيك په لوبو كښى د اشتراك اجازه وركړ شوه ؟
ځ : 1928م كال د هالند په امستردام كښې .
س : د لوك سبا دولسي جرګى مقر چيرته دى ؟
ځ : په هندوستان كښې
س : بارود چا اختراع كړي دي ؟
ځ : چينائيانو
س : د ازهر شريف د پوهنتون د ودانی كار څه وخت شروع شو ؟
ځ : په 359 هجري قمري كال كښې
س : په هندوستان كښى تاج محل د جوړيدو كار په څو كاله كښې سرته ورسيد؟
ځ : 23 كاله
س : په نړی كښې ډير پخوانى مايل برج كوم دى ؟
ځ : دا برج ( ياجورا ) نوميږي او په چين كى دى .
س : په نړۍ كښى هغه جريده چې ډيره توزيع كيږي كومه ده ؟
ځ : د ( يوميوري شيمبون ) چاپاني جريده .
س : هغه خلفاى را دين چى د عمر په 63 كلنۍ كښې وفات شوي دي كوم دي ؟
ځ : ابوبكر (رض) عمر (رض) او على (رض)
س : په نړۍ كښې لومړنۍ جريده كومه ده ؟
ځ : د الوقائع مصري جريده كال 1828 م
س : لومړنۍ ښځه چې د نوبل جايزه يى وكټله څوك ده ؟
ځ : پولنډۍ ما ي كوري . نومړى ته په كال 1903 م كښى د نوبل جائزه وركړ شوى ده .
س : په نړۍ كښى لومړنی ژوبڼ څه وخت كښې تاسيس شو ؟
ځ : د چين د پاچا ( وين ) په وخت كښى
س : لومړنی جومات چى د اسلام په وخت كښى جوړ شو كوم دى ؟
ځ : د قبا جومات په مدينه شريفه كښى
س : كله چى موسى عليه السلام خپله همسا په تيګه ووهله د اوبو څو چينې پيدا شوى ؟
ځ : 12 چينې
س : په سعودي عربستان كښى مشهورى ورځپاڼې كومې دي ؟
ځ : الرياض , الجزيرة
س : د الأهرام ورځپاڼه په كوم هيواد كښى نشريږي ؟
ځ : مصر
س : په نړۍ كښۍ تر ټولو پخوانۍ كتابي ژبه كومه ده ؟
ځ : چيني ژبه
س : اروپائي م ترك بازار كله تاسيس شو ؟
ځ : 25,3,1957 م
س : د اوپك سازمان كله تاسيس شو ؟
ځ : په 1960م كال
س : ابن خلدون په كوم ځاى كښى زيږيدلى دى ؟
ځ : د مراكش د طنجه په ښار كښى.
س : د خرطوم ښار چا جوړ كړى دى ؟
ځ : محمد علي باشا
س : د پيسو نقدي كاغذ چا اختراع كړى دى ؟
ځ : چينايانو
س : د حساب ماشين چا اختراع كړى دى ؟
ځ : فرانسوي عالم باسكال په 1642 م كال

( ادامه لري )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery