مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماشوم پربدن باندې دقرآن پاك دآياتونو راڅرګنديدل

ظریف

ديو نهه مياشتني داغيستاني ماشوم پربدن باندې دقرآن پاك دآياتونو راڅرګنديدل

دداغيستان د كيزليار دسيمې د  اكتيابرسكايا دجومات مسؤل دلمړي ځل لپاره  دروسيي  ريانوويستي  خبري اژانس ته خبر وركړ ديوه نهه مياشتني ماشوم پر بدن باندې په ډير عجيب ډول سره دقرآن پاك  آياتونه په ځانگړو ورځو  جمعه اودوشنبه راڅرګنديږي .نوموړي زياتوي چې ديعقوبوف په نامه يوه مسلمانه كورنۍ كې يو ماشوم نهه مياشتې وړاندې پيدا اونوم يي علي كيښودل شو .ماشوم باندې وروسته له هغه چې دبدن تودوخه يي ترڅلويښتو درجو ۴۰ پورې لوړه شي  نو تقريبآ پرټول بدن البته دپوستكي پرمخ دقرآن پاك مبارك آياتونه راڅرګنديږي اووروسته بيا په كرار كرار وركيږي. نوموړي پيښه دداغيستان دمسلمانانو دلويي ادارې دمسؤل اونوموړي سيمي دجومات دملاامام لخوا يوه نادره اوعجيبه بللي. اودقرآن پاك پر اعجاز باندي يي ريښتيني دلايلل بللي.پاتې دنه وي چې داپيښه  د روسيي په ټولو تلويزيوني اوراډيويي خپرونو كي اوهمدارنګه دبيلابيلو ويب پاڼو لخوا د روسيي هيواد په دننه او بهركې خپاره شويدي.


چې درانه لوستونكي كولاې شي د انټرنټ په مټ يي په لاندې ادرسونو سره اوګوري.


http://www.vesti.ru/videos?vid=246386      
http://www.youtube.com/watch?v=ngpvbYoq3kU
http://www.rian.ru/video/20091015/189006675.html

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery