مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-23   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

بست او آرياناپه هلمند كي (دعبدالودودهجران لیکنه)

عبدالودود (هجران )

 

عبدالودود (هجران )
د هلمند په ولايت كي د ډيرو جدي هلو ځلو او د دغه ولايت د خلكو د غوښتنو پر اساس چي تل به يي د مركزي حكومت څخه كولي  د بست په نوم پوهنتون پكي جوړ سو او اوس نژدي تر سلو تنو پوري زده كړيالان خپلي لوړي زړه كړي پكي كوي او دا هيله يي څه نا څه پوره سوي ده .

هلمند ولايت يوازې د جګړو او نښتو سيمه نه ده، دلته د پوهنې په برخه کې پرمختګونه ليدل کېږي.
په دې ولايت کې د بست په نوم پوهنتون دروان لمريز كال دسنبلى دمياشتى پر پنځه ويشتمه نيټه پيل سو. په دغه پوهنتون كى تردامهاله يو پوهنځى فعال دى، خو محصلين يې ځينې ستونزې لري.
 د افغانستان حكومت هم د محصيلينو د ستونزو د حل دپاره كوښښونه كوي  خو  لاتراوسه دپوهنتون دپيل مرحله ده چې په راتلونکي کې به د دغو ستونزو د اوارۍ په برخه کې ښايي  غور وكړي .

بست پوهنتون ته اكثريت د هلمند ولايت د ولسوالي څخه محصيلين راغلي دي خو بر علاوه د افغانستان د نورو ولايتونو څخه هم دلته زده كړيالان راغلي دي او لا هم د كانكور د ازموينو د لاري ورته را روان دي .

دا چي د پوهنتون لمړي پيل دى نو طبعي ده چي محصيلين به يي د شپه غالي او د تخنيكي لوازمو ستونزه ولري .

دلته په كافي اندازه د مسلكي استادانو شتون او د عملي تجربي اسانتياوي ډيري كمي  دي خو په هر صورت د بست پوهنتون پيليدل ډير ستر كار دي په هلمند كي او ددغه ولايت هغه اكثره زده كوونكو چي پخوا به يي د ځينو هر اړخيزو مشكلاتو په اساس د هيواد نورو پوهنتونونو ته لاس رسي نه درلود اوس ورته د لوړو زده كړو دا چانس په خپل كور كي ميلاو سو .

دا چي  هلمند يو زراعتي ولايت دي او په پراخه كچه حبوبات او غلي داني توليدوي نور د كرني پوهنځي دلته ډيره ګټوره تماميدلاي سي  خو مهمه داده چي دولت مسلكي استادان په بست پوهنتون كي  په دندو وګماري او دي ته هم ډيره جدي توجه وكړي چي نوري بيلا بيل پوهنځي لكه طب ، انجنيري ، اقتصاد ، وترنري ، حقوق ، ژورناليزم ، ادبيات ، جيولوجي او معدن چي دلته په هلمند كي په لسګونو معدونه هم موجود دي او داسي نوري .

د بست پوهنتون چي د اوس دپاره خپله مستقله وداني نه لري نو د هلمند د ښوونكو د روزني د عالي مؤسسي په وداني كي فعاله سوي دي چي  ساحه او ټولګي يي ډير كم دي .

له دي څخه وروسته په ۱۳۹۹ كال د قوس په مياشتي كي د آريانا په نامه يوي بلي د لوړو زده كړو خصوصي مؤسسي په هلمند ولايت كي په كار پيل وكړ چي يوازي دا بيا د طب پوهنځي لري  .
دا به په لومړي كال كي ډير كم مصيلين ولري ځكه چي دلته دا لومړي ځل دي چي خصوصي پوهنتون پرانيستل كيږي .
په اول  كال به شايد تر دوو ټولګيو پوري وي  په دي مانا چي يو هلوكانو دپاره او بل د انجونو دپاره .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery