مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-24   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

دوینډوز ایکسپلورر وښي لاس مېنو ته دډاس کمانډ...

 

نېټه ۲۰۱۰/۰۲/۲۴

تېمورشاه یوسفزی

وینډوز ایکسپلورر کي کله چي تاسو پر کوم فولډر دښي لاس کلیک کوئ ، یوه مېنو راښکاره کیږي ، چي پکي د ډاس کمانډ(Command Prompt) نه ښکاري ، که غواړئ دمېنو په سر کي د ډاس کمانډ هم راسي ، لاندي لارښود ته عملي جنبه ورکړئ .

۱:- نوټ پډ پروګرام له سټارټ مېنو څخه راخلاص کړئ .

۲:- کله چي نوټ پډ پروګرام راخلاص سو، په نس کي ئې دغه ریجستري کمانډونه کاپي کړئ .

 

Windows Registry Editor Version 5.00

[HKEY_CLASSES_ROOT\Directory\shell\Command]
@="Command Prompt:"

[HKEY_CLASSES_ROOT\Directory\shell\Command\Command]
@="cmd.exe /k cd %1"

۳:- اوس یاد سوی فایل د addprompt.reg په نامه دکمپیوټر په یوه برخه کي ذخیره کړئ .

۴:- پر ذخیره سوي فایل کلیک وکړئ او دپيغام څخه ئې د Yes تڼۍ کښېکاږئ .

۵:- اوس که تاسو یو فولډر دښي لاس کلیک کړئ ، دمېنو په سر کي به د Command Prompt  په نامه کمانډ وراضافه سوی وي .

 

ګټه :- اوس ډاس کي ددې اړتیا نسته ، چي د CD کمانډ وکاروئ ترڅو بشپړیونلور (Path) ته ولاړسئ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery