مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-22   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

کندز کې د یوه جاپاني او ۱۴ تښتول شویو افغانانو څرک ندی لګیدلی

میرویس جلالزی

په داسي حال کې چې په تیره یوه اونۍ  کې څه باندي لس تنه په کندز کې تښتول شوي او پولیس وایې چې د هغوي د موندلو لپاره  عملیات روان دي خو تر اوسه د یوه د خلاصون څرک هم ندی  لګیدلی.

تقریباً لس ورځي دمخه یو جاپانی خبریال له کندز  څخه وتښتول شو چې تر اوسه یې د مړې اوژوندي په اړه معلومات ندي تر لاسه شوي.

له دغې پیښې وروسته د ملګرو ملتونو ۵ افغان کارکونکي له  کندز څخه وتښتول شول چې تر اوس د هغو برخلیک  هم ندی روښانه .

په دغه پیښه پسې په تعقیب د سې شنبې په ورځ د یوه ساختماني شرکت اته تنه کارکونکي د کندز له علي آباد ولسوالۍ   څخه تښتول شوي چې د هغوي برخلیک هم ناڅرګند دی.

د کندز چارواکې  په داسي حال کې چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره د هلو ځلو د پيلیدو خبرورکوي خو یو شمیر  سرچینو د کندز په ولایت کې د بینوا همکار ته ویلي چې د جاپان  سفارت د هغه  جاپاني دخلاصون لپاره هلي ځلي په پټه توګه په لاره اچولي چې له کندز څخه تښتول شوی دی.

که څه هم سرچینې وایې چې د جاپآن سفارت د کورنیو چارو وزارت سره دغه موضوع نده شریکه کړي خو د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې دوي د هرې هغې هڅي ستاینه کوي چې د یو چا په را خلاصیدو تمامه شي.

له کندز څخه د بینوا ویب پاڼي همکار کاږي چې د جاپآني خبریال تښتونکي طالبان نه بلکه د کندز په چهاردرو ولسوالۍ کې د یوه پر نفوذه پخواني جهادې قوماندان ملګري دي چې د انسان تښتونو په څو  پیښو کې لاس لري او همدا یې  کاروبار دی.

ویل کیږي چې دغه خبریال د همدغه قوماندان له کسانو سره بندي دی خو دا نده معلومه چې په کوم ځای کې یې ساتي.

د سرچینې په حواله چې دغه جګړه مار  قوماندان د خبریال د خلاصون لپاره له سفارتي چارواکوسره د موبایل تلیفون له لارې اړیکې نیولي او د هغه د خلاصون لپاره یې د  څه باندي دوه سوه زره امریکایې ډالرو غوښتنه کړي چې سفارتي چارواکو تر اوسه نده منلي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery