For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کندهار: د انارګل دوديزه مشاعره جوړه سوه
دخپریدو نیټه  2010-05-06  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

لودين

په کندهار کي د نورو کلنو په شان سږ کال هم د انارګل دوديزه مشاعره جوړه سوه .
 نوموړي مشاعره چي هر کال په کندهار کي دمشهوري ميوي انار د ګل دغوړيدو په وخت کي چي همدا يي وخت دي جوړيږي سږ کال هم د منډيګک ماڼۍ په بن کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست او په کندهار کي دميشتو فرهنګيانو او شاعرانو له خوا جوړه سوه . کندهار والي توريالي ويسا غونډي ته د اولس مشر حامد کرزي پيغام ولوست . په پيغام کي د مشاعري جوړيده ستايل سوي وه او خوښي ښودل سوي وه چي کندهاري شاعران له ډيرو ستونزو سره سره بيا  هم د انار ګل مشاعره جوړوي .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور  سرپرست ريس عبدالقديم پتيال د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيدمخدوم رهين پيغام ولوست په دي پيغام کي هم د مشاعري پر جوړيدو خوښي ښودل سوي وه او  د کندهار دولايت مقام دا کار ستايل سوي وه .
وروسته مشاعره پيل سوه . په مشاعره کي د کندهار، ننګرهار، خيبر پښتونخوا ، پښين ، هلمند او پلازميني کابل څخه راغلو شاعرانو او ليکوالانو د انارګل په مناسبت او نورو ورته شعرونه او نظمونه وويل  .
د يادوني وړ ده چي د انار ګل په دي مشاعره کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخواني ريس عبدالمجيد بابي چي څه موده مخکي خپل کورته څيرمه نامعلومو وسلوالو وواژه پر مړينه هم خواشيني وښودل سوه او د روح د خوښۍ دپاره يي دعاګاني هم وسوي

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel