عقيده: اسلام
هدف: د قانون حاکميت انتخاباتي نښان شمع
غوښتنه: د خلګو تر مينځ تفاهم
انتخاباتي شميره ١٤
زه حاجي محمد عمر ننګيالى د شهيد حاجي عبدالواحد خان زوي د مرحوم حاجي عبدالحبيب خان لمسى په (١٣٤٧ هجري شمسي) کال د کندهار ښار په ٦ ناحيه کې زېږيدلى يم. لومړني زدکړې مي په خپل هېواد او لوړي زدکړې مي د هجرت په وخت کې بشپړې کړي. علاوه پر دې مي نوري مسلکي زده کړې هم ترسره کړي چې د هجرت په ديار او په خپل هېواد کې مې د ځوانانو په پالنه او روزنه کې نه ستړې کيدونکي هلي ځلي کړي چې په سلګونو کسان مي په انګليسې او د کمپيوټر په زدکړه کې روزلي دي. چې د دې هڅو په پايله کې دا دي نن د کندهار شريفو خلګو او اوسيدونکو په غوښتنه د ولسي جرګې لپاره خپلواک کانديد يم. په دې عقيده يم چې د کندهار ولايت ټول شريف او سوله غوښتونکي اوسيدونکي به په ټاکنو کې خپل باور پر ما وکړي.
که چېري د کندهار د مظلومو او جګړه ځپلي ولس د خدمت وياړ راپه برخه سي نو د هغه دروند مسؤليت بار چې ولسونه يې زما پر اوږو ږدي په پوره باور او ايمانداري په لاندي بنيادي برخو کې ترسره کوم.
1. د اسلام د سپيڅلي دين د ټولو احکامو او معتقداتو څخه په کلکه دفاع او د ولسي جرګي په ټولو پريکړو او تصاميمو کې د سپيڅلي څښتن تعالى ج رضا او د دې مظلوم ملت د ګټو خوندي ساتل زما يوازنى هدف دي.
2. د ولسي جرګې په ټولو غونډو او تصاميمو کې فعاله ونډه اخستل او د خپلو ولسونو د ستونزو د حلولو په برخه کې هلي ځلي او جدي اقدامات کول.
3. په هېواد کې د سرتاسري او تل پاتي سولي تامين او جګړې ته په عملي بڼه د پاى ټکى اېښودلو لپاره هلي ځلي.
4. د بنيادي (زيربنايى) پروژو په کار او د ملي اقتصاد پياوړتيا او د بې روزګارۍ د خدمتونو په لاره کې پوره کوښښ کول.
5. د ښووني او روزني (معارف) او تحصيلي اورګانونو اوسنى بد حالت ته د بدلون په خاطر د عملي اقداماتو له لاري تر خپله وسه کوښښ کول.
6. د خلګو لپاره د ټولنيزو خدمتونو (روغتيايي، د څکلو د پاکو اوبو رسول، د برېښنا تامين، د اړيکو تامين) او د نورو شهري خدماتو پراخوالى او د کيفيت د لوړوالي په برخه کې جدي اقدامات په کار اچول او هلي ځلي.
7. په هېواد کې د داسي اداري په رامنځ ته کولو کې هلي ځلي چې مسؤلين يوازي د مسلک،پوهي، وړتيا، تجريبي او پاکي د معيارونو سره سره د ښځو حقونو او د بشري حقونو د مراعت او حمايت خاوندان واوسي.
8. په پارلماني چارو کې به د يوموټي، غښتلي، سرلوړي او خوشحاله افغانستان لپاره چې له هر ډول قومي، ژبني، تنظيمي، سياسي، سمتي او نژادي توپير څخه خالي وي خپلي هلي ځلي کوم.
9. دا چې کندهار زراعتي ولايت دي او د پياوړتيا لپاره يې تر اوسه په کافي اندازه څه ندي سوي خپلي هلي ځلي کوم، او د کوکنارو ناروا کرکېلي د مخنيوي او د مخدره او نشيي توکو پر ضد به مبارزه د لمړيتوبونو څخه وي.
١٠ د تيرو ٨ کالو راهيسي مي د ګران هېواد افغانستان او خصوصاً خپل پلرنۍ ټاټوبۍ کندهار او هلمند په بيا ودانولو کې پراخه ونډه اخيستي ده چې خپل افتخار يې بولم.