For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
نيمروز: چاودني پنځه ولسي وګړي ووژل.
دخپریدو نیټه  2010-07-29  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

لودين

د سړک د غاړي د ماين چاودني پنځه ولسي وګړي ووژل.

د نيمروز ولايت د امنيت آمر محمد موسى وايې چې تېره ورځ ددي ولايت د دلارام او خاشرود ولسواليو ترمنځ د ملکي وګړيو پر سراچه ډوله موټر بمي چاودنه سوي ده.

دده په خبره چې په دي بمي چاودنه کې د سراچه ډوله موټر ټول پنځه سپرلي وژل سوي دي او مړي يې پوليسو انتقال کړي دي.

دده په وينا چې پېښه هله رامنځته سوه کله چې دغه ملکي وګړي پر يو فرعي سړک روان وه  او ددي پېښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې تېره ورځ ددي ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر درې سوه درې موټر هم بمي چاودنه سوي وه او په پايله کې يې پنځه ويشت تنه وژل سوي وه او شل تنه نور يې ژوبل سوي وه.

د اوسنۍ پېښي  مسووليت په اړه تر دي مهاله چا څه نه دي ويلي.

 

 

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel