لودين
دكندهار ښار دلويې ويالې په سيمه كي د 650 متره مربع سړك كار پاى ته ورسيدى
د ولايت مقام څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي چي دكندهار د هبيتات موسيسې په مالي مرسته د دوو مياشتو راپدې خوا د فوايد عامې رياست له لوري د كندهار ښار د لويې ويالې د كوتل مورچې په سيمه كي تقريياً650 متره مربع سړك په پاخه او اساسي ډول جوړ سويدي.
دنوموړي سړك ټولي تخنيكي چاري د فوايد عامې رياست له لوري تر سره سويدي.
نوموړۍ دوه لينه سړك د كندهار ښار د بريښنا كوټ پل دكوتل مورچې سره مښلوي، 23 متره بر لري هر لين يې لس لس متره دى او درې متره د ګلدان لپاره په نظر كي نيول سوى دى.
د خبرپاڼي په حواله چي ديادسړك پر رغولو د سيمي ځايې خلګو ډيره خوښي ښولې
د سرچيني په حواله چي په كندهارښار كي پر ياد سړك 187000 امريكايې ډالره مالي لګښت راغلى او دخوجك بابا په سيمه كي د پنځه كيلومتره سړك پر خامه كارى باندي دوه ميلونه افغانۍ لګښت راغلى دى.