For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
کونړ:اورښتونواوسيلابونو درانه زيانونه اړولي
دخپریدو نیټه  2010-07-29  م  خپرندوی : خنجر اسعدابادي چا پي بڼه

کونړ:اورښتونواوسيلابونو درانه زيانونه اړولي
سيدعبدالله نظامي
اسداباد
دافغانستان په ختيځه  سيمه کې پرلپسې ساعتونه  اورښتونو شوي چې دسراومال درانه زيانونه يي اړولي په کونړ کې سيلابونو کورونه نړولي يو شمير خلک ترې  تم شوي  اوکونړ سينددبې کچې ډيريدو له امله دسيند په غاړه پرتې کورنۍ بېکوره شوي او ان په اسدابادکې دولتي ودانۍ هم له ګواښ سره مخ شوي دکونړدوالي وياند ادريس غروال وايي تردې دمه دکونړ له سينده دنهوتنو مړي ويستل شوي چې ښځې اوماشومان هم پکې دي دغروال په خبره دسرکاڼو په ولسوالۍ کې دسينديوه ټاپو کې بندې سلګونه کورنۍ دافغانستان د دفاع وزارت دچورلکو په مرسته خوندي ځايونوته ليږدول شوي او ولايتي اداره دبيړنيو مرستو په هڅه کې ده نوموړي له مرستندويه ټولنو وغوښتل چې له ځپل شوو کورنيو سره دې مرستې وکړې غروال دسر دزيان ترڅنګ دزرګونه جريبه کرهنيزې ځمکې اوکورونو  دويجاړۍ خبر هم ورکړدختيځو درې نورو ولايتونوننګرهار ،لغمان اونورستان څخه هم دورته پيښوو راپورونه ورکړل شوي  داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دننګرهارپه بهسودو ولسوالۍ کې دکونړ دسيند دزياتيدو له امله په يوه بيله کې ميشې کورنۍ له سيمې ليږديدلي چې اوس مهال دهډې فارم دزياتونوپه باغونو کې دشنه اسمان لاندې بې سر پنا ورځې شپې تيروي چې دژوند له ډيرو اسانتياوو بې برخې دي

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel