اوسني مطبوعات
اوس مهال په افغانستان کې دومره رسنۍ رامنځته شوي چې په پخوا وختونو کې یې ساری نه لیدل کیږي د د دیرشو شاخوا د تلویزیونو چینلونه ، داویاو شاوخوا رادیوګانې او په سوونو چاپي رسنۍ موجود دي
په دې شمیر د مطبوعاتو شته والی باندې د افغانستان اداره او هغې بهرني ملاتړ کونکي ویاړي چې ګویا دا د لویدیز څخه د راغلي دموکراسی د ښیګڼو نتیجه ده.
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت مشرتابه ته خو ځانو ته د مطبوعاتو او د بیان د ازادی (؟) په رامنځته کولو ( اتلان) ښکاري .
خو بیا خلک بل ډول فکر کوی دوی وایي چې په دې زیاتو رسنیو په درلودلو سره بیا هم تر اوسه د بیان ازادې خوندي شوي نه ده .
د څيړونکو په باور تر هغه چې په افغانستان کې زورواکي متعصبې کړۍ حاکمې وي په همغه ډول په دوی پورې تړلي رسنۍ هم واکمنې او په ټولیزه توګه مطبوعات د دوی په ګټه څرخیږي.
د زورواکو کړیو د حاکمیت په صورت کې د ازادو مطبوعاتو راتګ او د بیان د ازادی تامین ناممکن دي .
په یوه هیواد کې د مطبوعاتو کار او فعالیت د هغو وسایلو د ملکیت څخه جوتیږي. دا په دې مانا چې د رسنیو مالکان څوک دي.
د مطبوعاتو ملکیت:
لومړی باید دا وڅیړو چې په افغانستان کې څوک کولای شي چې یو تلویزنوني چینل ، رادیویی چینل ، ورځپاڼه او یا مجله ولري.
په افغانستان کې په سلو پنځه نوی ژورنالستان او یا لیکوالان د اقتصادي لحاظه ډیر خواران دي دوی ددې وس نه لري چې د خپلو اړوند کورنیو له پاره ډوډی برابره کړي نو لدې امله ازاد او بې پرې ژورنالستان اولیکوالان نه شي کولای چې یوه رسنی رامنځته کړي.
د بلې خوا د افغانستان شتمنه طبقه په دې پوهیږي چې دوې په خپله د رسنیو د اعلانونو له لارې نه شي کولای چې په خپلو پښو ودریږي اویا ګټه ورته وکړي. نو ځکه دوی نه غواړي چې په دې لاره کې پانګونه وکړي .
د طالبانو د ادارې د نسکوریدو څخه وروسته نوي په سلو کې مطبوعات د لویدیزو هیوادونو په مرسته رامنځته شول دوی په دې فکر کې و چې دا مطبوعات به د ټاکلي مودې ( لږ تر لږه شپږو میاشتو ) کې په خپلو پښو ودریږي خو داسې ونه شول.د دې رسنیو یو په بل پسې دروازې وتړل شوې.
په افغانستان کې یو شمیرزورواکو ډلو سروالانو دې ته یې پام واوښت چې د ځانو څخه د د فاع له پاره د ټوپک په څنګ کې مطبوعاتو څخه هم کار واخلي. ترڅو د مطبوعاتی وسایلو له لارې په ټولنه او نړی کې ځانونه د مطرح شوو وګړو په توګه ښکاره کړي
د خلکو په باور پدې زورواکانو ته د مغرضو ګاونډیانو له خوا د تلویزیونو د جوړولو او د هغه د چلولو امکانات ورکړل شول. دوی ته د کار اجندا هم ور په ګوته شوه.
اوس اکثریت زورواکي ډلې چې په جنایتونو تورنې دي د تلویزیوني چینلونو خاوندانې دي.
دا مطبوعات د هغه اجنداو له پاره چې د ټوپکیانو د مشرانو او یا د بهرنیو سرچینو له خوا ورکول کار او فعالیت کوي دوی په خلاص مټ سره (د ملي ګټو او ملي یووالي ) په ضد خپرونې کوي. دا چې په اوسنی اداره کې دوی واکمن دي نو لدې امله داسې څوک نه پيدا کیږي چې ورڅخه ددوی د شکمنو کړنو پوښتنه وکړي . دوی دموکراتیک بهیر تر پوښتنې لاندې نیسي او د هغه په وړاندې خنډونه پیدا کوي.
د رسنیو اجنداوې:
دا ښکاره ده چې هره یوه رسنۍ د خپل کار له پاره اجندا لري . دولتي رسنۍ چې په پټه او یا ښکاره د دولت له خوا یې ملاتړ کیږي د موجوده ادارې څخه د دفاع په لیکه کې ولاړې وي .
ډیرې لږ شمیر بې پلوه رسنې یوازې د بیان د ازادې له لارې وطن او خلکو ته خدمت کوي .
په افغانستان کې یو شمیر تلویزیوني کانالونه شته چې په پټه د لویدیز له خوا یې ملاتړ کیږي دا کانالونه د خلکو کلتور او عقایدو ته لږه پاملرنه کوي. دا کانالونه د خلکو احساسات را پاروي او بیا وايي چې دلته د بیان ازادی نه شته.
خو هغه رسنۍ د متعصبو پاشیستي ډلو او کسانو له خوا د مغرضو بهرنیانو په ملاتړ رامنځته شوی دی په عمده توګه دا دنده لري چې د افغانستان د قومونو او ملیتونو تر منځ بې اتفاقي پیدا کړي. دا چینلونه ملي ګټې، ملي یووالي، د خاورې بشپړتیا تر پوښتنې لاندې نیسي. حتې دا ډلې د خپلو تلویزیوني چینلونو له لارې کله وار خلک پاڅونو ته رابولي.
دا چینلونه په مستقیم ډول سره د افغانستان خلکو تر منځ د بدبینې او دښمنی فضا را پیدا کوی . کوي مګر دولتي چارواکی سترګې په پټې او غوږونه په کڼوي.
د ساري په ډول د په یوې متعصبه ډلې پورې د نوماندو وزیرانو د پارلمان له خوا د نه منلو په صورت کې اوس نوموړو تلویزیونو د پارلمان په ضد ډیرې د زهرو ډکې اوتې بوتې پیل کړي.
دی په ظاهره افغاني تلویزیونو په افغانستان کې ډیر خطرناک حالت رامنځته کړی دی. افغانستان یې د یوې کورنۍ جګړې په ژۍ درولی دی.
دا تلویزیوني چینلونه د اسلام سپیڅلي دین اوصول، د خلکو دودونه ، ملي ګټې ، د خاورې بشپړتیا او ملی یووالی په نظر کې نه نیسي. دا تل په دې هڅه کې دي چې په افغاني ټولنه کې ستونزې راولاړې کړي.
په افغانستان کې د بیان د ازادي څرنګوالی
په افغانستان کې په اوسني اداره کې اکثریت لوړ پوړي چارواکي جې په مشهودو زړه بوګنونکو جنایتونو تورن دي خو په دې تیرو نهو کلونو کې چا یوه کورنۍ رسنۍ ونه لیده چې د نوموړو کسانو د جرمونو او جنایتونو په هکله یې اسناد راټول او خپره کړي یې وي.
تر اوسه یوه رسنۍ پیدا نه شوه چې د موجوده تلویزیوني شبکو پټې مالي منابع افشا کړي ددې مالي منابعو د نومونو پیدا کول ښايي دومره ستونزمن کار نه وي خو څوک دي چې هغه نشر کړي.
دلته دوه سببه موجود دي لومړی دا چې زیاتره مطبوعات په موجوده حاکمو زورواکو ډلو پورې تړلي دی او د زورواکو د ګټو ساتنه کوي.
هغه مطبوعات چې د زورواکو سره اړیکي نه لري که چیرې و غواړي چې د واقعیتونو په هکله پروګرامونه ولري دوی دا نشی کولای دا ځکه چې دوی هم خپله ( شوله خوري او پرده کوي).
دوی که وغواړي چې په افغانستان کې ستونزو ته ګوته ونیسي نو بیا د لویدیزو مطبوعاتو څخه د افغانستان په هکله نقل قولونه کوي. په دې ډول دوی د زورواکانو د ګوزارونو څخه ځانونه بچ کوي.
ځکه چې دوی د زورواکانو په مقابل کې نه شي دریدای دوی پوهیږي چې په ډیره اسانۍ سره د زورواکانو له خوا له منځه تللی شي.
د کتونکو په باور دا مطبوعات د هغه کسانو په هکله څه نه شي نشر کولای چې په لس ګونو زره تنه یې په ډيره بې رحمانه توګه وژلي او یا یې په ډله ایزه توګه په کانتینرونو کې له منځه وړي دي څه خپاره کړي.
دا مطبوعات د نشه یي توکو، ځمکو او تېلو مافیا ګانو د بربنډولو په هکله څه نشي ویلای. دا مطبوعات په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو او په ځانګړي توګه په افغانستان کې د ایران د مداخلو په هکله چوپه خوله ناست دی. او که څه ووایی برخلیک به یې ښه نه وي.
افغانستان کې زورواکي ټوپکي رسنۍ د ملي ګټو، ملي یووالي، د خاورې د تمامیت په تخریب کې ځانونه ازاد بولي.
د مطبوعاتو قانون:
تر هر څه لومړی دا اړینه ده چې د مطبوعاتو قانون د سره تنظیم شی او په دې قانون کې د اسلام د سپیڅلي دین احترام ، د ملي یووالی ټینګښت، د ملي ګټو او د خاوري د تمامیت څخه دفاع او د دموکراسي اوصولو څخه پابندی په ډاګه شوي وي. د نوی قانون په بنسټ باید په هیواد کې د مزدورو رسنیو چې د بهرنیانو او په ځانګړی توګه د مغرضو ګاونډیانو له خوا رامنځته کیږی مخنیوی وشي.
د مطبوعاتو په قانون کې باید دا په ډاګه شي چې هیڅ یوه سیاسي ډله دا حق نه لري چې په پټه او یا ښکاره توګه رسنی او په ځانګړی توګه تلویزیوني او رادیویي چینلونه یعنی هغه رسنۍ چې په چټکه توګه د خلکو د تحریک او یا تیرایستلو سبب کیږي په واک کې و لري.
تیرو کلونو دا په ډاګه کړه چې ځینو سیاسي ډلګیو د تلویزیوني او رادیویي چینلونو څخه په کار اخیستنې سره د ملی یووالي ، ملي امنیت او د خاورې د تمامیت په ضد ډیر ناوړه نشر ات درلودل .
رسنی باید ازادې او د سیاسي ډلو د کنترول او یا نفوذ څخه د باندې وي .
نو ځکه اړینه ده چې په سیاسي کړیو او ډلو پورې ټولې په پټه او یا ښکاره توګه د تړل شويو رسنیو فعالیتونه بند او هغه مصادره شي.
هره ټولنه ځانته ارځښتونه لری هیڅوک دا حق نه لري چې دا ارځښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.په ټوله نړی کې د هر هیواد مطبوعات د دې اجازه نه لري چې د ملي ارزښتونو او عقایدو په ضد خپرونې ولري.
هلته مطبوعات په ټاکلي چوکاټ کې ازادي لري خو د هغې سرې کرښې څخه چې قانون ورته ټاکلي ده نه شي تیریداي.
که چیرې په دې هیوادونو کې مطبوعات پورتنی اصلونه تر پښو لاندې کړي نو عدلي ارګانونه ورته وړ جزا ورکوي.
د چارواکو دوه مخي
د اطلاعات او کلتور په وزارت کې مطبوعاتو په هکله یو کمیسیون دی چې د رسنیو تیروتنې څیړي .
خو نوموړی وزارت او د رسنیو اړوند کمیسیون خپل بې پرې توب ثابت کړی نه دی.
ټولو هیوادوالو ولیدل کله چې متعصبه پاشیستي کړیو پورې تړلو وسله والو کسانو خپلو څړځایونو ته د کوچیانو مخه ونیوله . په همدې مهال کې په هغو ډلو پورې تړلو رسنیو او ددې ډلو مشرانو چې په دروغه ځانونه د هزاره خلکو مدافعین بولي د پښتنو او په تیره بیا کوچیانو ته په سپکو سپورو ویلو او د حقایقو په تحریفولو پیل وکړ په هغه مهال کې د ښاغلی اولس مشر او د ده د اطلاعاتو او کلتور د وزیر غوږونه کاڼه او سترګې ړندې وې .
مګر کله چې یو شمیر مطبوعاتي رسنیو د ایران هیواد له خوا د بې ګناه هیوادوالو د وژلو پروګرام بربنډ کړ په هغه مهال کې نوموړی کمیسیون فعال شو او دا یې د ګاونډي هیواد سره د دوستي خلاف کار وباله .
په افغانستان کې اوس مهال په جنایتونو باندې د تورنو ډلو د جنایتونو ، د مختلفو مافیا ګانو ، په لوړه اندازه د فساد او د ایران هیوادونو مداخلو په هکله مطالب نه شی خپرولی دا ځکه چې په ښکاره او یا په پټه توګه خپرونکو ته جزا ور ته ورکول کیږي.
که حالت په دې ډول دوام ومومي دا مطبوعات به ټولنه د سترو ستونزو سره مخامخ کړي
هغه څه چې اړین دي:
رسنی باید د خیانت ، فساد، ظلم، جنایت او بې قانونی په هکله ټول واقعیتونه را برسیره کړي.
مطبوعات باید ټولې بې عدالتی ، نیمګړتیاوې بربنډې او د ستونزو د حل لار ې پیدا کړي.
په دې ډول د رسنیو د مالي منابعو په هکله قضایي ارګانونو ته اړینه ده چې د موجوده رادیویې او تلویزیوني چینلونو د مالي منابعو به هکله هر اړخیزه څیړنې وکړي که چیرې دا ثابته کیږي چې یوه رسنۍ دبهرنیانو په روپیو جوړه او د هغوی له خوا په پټه لارښول کیږي اړینه ده چې فعالیت یې متوقف، شتمني یې مصادره او کارکونکي یې محاکمه شي.
تر څو په واقعي مانا سره د ازادو او ملی مطبوعاتو د رامنځته کیدو له پاره زمینه برابره شي.
اوس مهال د افغانستان د خلکو په باور اکثریت رسنۍ په زورواکو پورې تړلي مزدورې رسنۍ دي چې د هیواد له پاره ډیرې زیانمنې تمامیږي.