څلور میاشتی وشوی چه مونږ د لسمی حوزی د هوایی بلاکونو اوسیدونکی د او بو، بریښنا او جوړ د اوبو لیګدوونکی ماشین د موجودیت سره سره د څښلو او بو نه بی برخې یو او هیڅ څوک مو غږ نه اوری. داځکه چه د یوی لوری د دولت اړوند مسول کسان پاملرنه نه کوی او د بل لوری هغه احساس چه د هیوادوالو د نیکمرغۍ او سوکالۍ سبب کیږی پکی نشته. ددفاع وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ دولتی او دفتری ستونزی او ګواښونه باید د ټولنی د وګړو او اوسیدونکو په سر د لرګیو ماتول او بد بختۍ سبب شی او که هغوی باید دغه ډول کړاوونه د همغږۍ او ښه مدیریت او د ښه وطنپالنی په احساس سره لری کړی ؟ ایا ټولنه ځاصتآ د هوایی بلاکونو د اوسیدونکو غوندی ګټور ټولنیز شخصیتونه ، د وطن نه ددفاع سنګروال، علمی کدرونه او زده کوونکی ددی لیاقت لری چه جمهوری ریاست ته د مترونو په کچه نږدی پراته ښاریان دی دمره د سترګو پټولو، بی احترامی ، بی خبرۍ سره مخامخ وی او هیڅ ډول توجه دی ورته نه کیږی او دا خو لا پریږده چه د لری پرتو پرګنو حالت به څرنګه وی؟ سمه به وی چه د قدرت څښتنان او دولت ته نږی نازولی اوسیدونکی به دکور د ضرورت او حتی د شنی سیمی اوبه په ټانکرونو کی راوړی او خوشحالی به یی د تل لپاره په نصیب وی. ایا هغه څوک چه د ژوند په اوږدو کی یی وطن ته یوازی خدمت کړیدی او د اداری فساد او بډو اخستلو نه پرته یی خپله ایمانی او وجدانی دنده تر سره کړیده او غریب یا بی قدرته پاتی شویدی ددی سزا ورکولو وړ دی چه حتی دڅښکلو پاکی اوبه او سالم چاپیریال دی ونلری؟ سره ددی چه په وار وار دغه موضوع اړونده مسولو دولتی مقاماتو ته ور اورول شویده او په خپله یی هم وینی چه ټول اوسیدونکی دهوایی بلاکونو غوندی د کربلا په سیمه کی په یوه څاڅکی اوبو پسی سرګردانه او ستړی ګرځی او بیا هم دولت توجه نه ورته کوی او ان تردی پوری چه ملنډی ورباندی وهی. زمونږ په اند دوه غټ سببونه پدی ډول کړاوونو کی نغښتی دی. ۱. یاخو دغه ډول ناکاره او غیر مسول واکداران کاری ظرفیت او د ستونزو دحل پیاوړتیا او مینه والی نلری او یوازی یی څوکۍ بندی اچولی. که دولت غواړی چه بریالی، سرلوړی او ټولنی ته نږدی اوسی نو ډیر چټک دی ددغه ډول ناوړه او بی کاره موقع لټوونکو او غیر فعالو څیرو په بدلولو سره دغه ډول ستونزی حل کړی او د پای ټکی دی ورته کیږدی. ۲. دغه ډول مسولو چارواکو ته خپله ټولنه او مناسب چاپیریال ارزښت نلری. که داسی وی نو دوی افغانان ندی او پردی خو د افغانیت، د هیوادوالو د سوکالۍ او سرلوړی پروا نلری. داخو ښکاره ده هلته چه ترڅو پردی په قدرت کی وی د انسان حقونه، ازادی، عدالت او برابری تر پښو لاندی وی. پدی صورت کی دی د دولت لوړ پوړی چارواکی خاصتا د ملت د رایو او ارادو په واسطه ټاکل شوی جمهور ریس ښاغلی کرزی صاحب، کابل ښاروال او د دفاع وزیر دی پدی وپوهیږی چه مونږ د هوایی بلاکو د کابل ښار اوسیدونکی افغانان داحق لرو چه په لاریونو لاس پوری کړو او د خپل قانونی حق نه دفاع وکړو او ټول هیوادوال او نړیوال پدی خبر کړو چه مونږ په دولت کی د ناکاره ، خاینو، فسادګرو او بی باکه غیر مسولو واکدارانو نه نور په تنګ راغلی یو او مرسته راسره وکړۍ او زمونږ دسره یی لری کړۍ. پاتی دی نه وی چه مونږ تر اوسه پوری د زغم او صبر نه کار اخستی دی او نه مو دی غوښتی چه خپل غوره کړی دولت او هیوادوالو ته لا نوره سرخوږی او ربړول ور په برخه کړو.