مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغان دولت :کارکوونکي ئې دCIAمعاش نه خوري

لودين

 

دولت دسي اى اې له خوا افغان حکومتي کارکوونکيو ته معاش ورکول رد کړل

د جمهوري رياست له خوا د يو شمېر بهرنيو رسنيو هغه څرګندونې رد شوې، چې ګويا د افغان حکومت نيمايي کارکوونکي د امريکا له استخباراتي شبکې څخه معاش اخلي.

تېره اونۍ امريکايي ورځپاڼو نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ، د امريکا د څارګرې ادارې د يوه جګپوړي متقاعد کارکوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کړې وه، ليکلي وو، چې د افغان حکومت نيمايي کارکونکي د امريکا له څارګرې ادارې (سي اى اې) څخه معاش اخلي.

 خو د ولسشمر له مطبوعاتي دفتر څخه  پژواک خبري اژانس ته په رسېدلې خبرپاڼه کې ددې څرګندونو د رد او غندلو ترڅنګ ويل شوي، چې يو شمېر بهرنۍ خپرونې غواړي د دا ډول خبرونو په خپرولو سره په جنګ ځپلو هېوادونو په ځانګړې توګه  افغانستان کې نفوذ پيدا کړي.

سرچينې زياته کړې، چې په داسې مواردو کې افغان دولت ډېر جدي دى او د دا شان څرګندونو کره پلټنه کوي.

د سرچينې په حواله، يو شمېر بهرنۍ رسنۍ د ځينو سياسي کړيو له لوري د يو مطبوعاتي جنګ لپاره هلې ځلې کوي او غواړي، چې په خپلو توهينوونکيو څرګندونو سره د افغانستان هېوادپاله مسوولين بدنامه کړي.

په کابل کې د متحده ايالاتونو سفير کارل ايکن بيري، نن د يوې غونډې پرمهال د اړوندې موضوع په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نه غواړي د خپل هېواد د استخباراتي شبکې د کړنو په اړه څرګندونې وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده،  چې سي اى اې هم د افغان حکومت کارکوونکيو ته ددې ادارې له خوا د معاش ورکولو په اړه د ياد ورځپاڼو څرګندونې نه دي تاييد کړې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery