مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان کي دبېنواپرنشراتوبندیزولګیدئ

راحیله جواد- کابل

 په ټول افغانستان کي دبېنوا پښتو انټرنیټ پاڼي پر نشراتو بندیز لګیدلی دی او اوس دغه پاڼه په خپل نامه یعني بېنواټکي کام په نوم نه خلاصیزي . خو په نورو نومونو ئې لا نشرات همغسي عادي پاته دي .

دغه پاڼه دولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په امر داطلاعاتو کلتور دوزیر لخوا بنده سوې ده . چي د وزیر په خبره د څارنوالۍ پریکړه دځان په لاس کي لري . په داسي حال کي چي څارنوالۍ نه حاضریږي خپله یوطرفه پریکړه بېنوا ته په واک کي ورکړي

بلخوا ددې پاڼي مشر خالدهادي دبېنوا خبري سرویس ته وویل چي  دافغانستان دولت دا پریکړه به دافغانستان د دولت هغه یوازنۍ لاسته راوړنه چي دبیان ازادي ده سخته زیانمنه کړي .

ښاغلي هادي وویل : اول خو دافغانستان د مطبوعاتو نافذ قانون د خپلي څلورمي مادي لمخي  دولت  ته اجازه نه ورکوي چي یو رسنۍ په ټولیزه توګه وتړي دوهم ، دغه ټولي پریکړې چي وزیر کړي دي یوطرفه دي اوبېنوا ته دسپیناوي هیڅ وخت ندي ورکړه سوې . ښاغلي هادي وویل چي وزیر د خپل سلاحیت څخه ناوړه ګټه پورته کړې  او هر وخت چي وي رهین به دمحکمې میز ته په همدې اړه راکشوي .

په داسي حال کي چي دافغانستان دولت په تیرو لسو کالو کي خپله ترټولو لویه راسته راوړنه  دبېان ازادي بولي ، خو اوس داسي ښکاري چي دغه ازادي  خپله د دولت له لوري ترسخت ګواښ لاندي ده او په تیرو دوو میاشتو کي بېنوا تر امروز ورسته دوهمه رسنۍ ده چي ددولت لخوا ورباندي غیري قانوني ګزار کیږي .

دیادولو وړ ده چي پرون یوشمیر پښتو ویبپانو داسي خبرونه خپاره کړه چي ددغي پریکړي له مخي به ددوی پاڼي هم بندیږي خو داطلاعاتو کلتور وزارت یو لوړ رتبه ماموردنوم دنه ښولو په شرط دغه ګنګوسې رد کړې او  زیاته ئې کړه  چي له لویه سره دغه پریکړه یوازي تر بېنوا پوري محدوده وه . چي عملي سوې هم ده اود نورو ویبپانوپه هکله هیڅ تصمیم تر اوسه وجود نلري . نوموړي بېنوا ته ومنله چي درهین د دوهم ځل راتګ سره سم دبېنوا دتړلو خبره دوزیر لویه غوښتنه وه چي دفهیم خبر يې یوازي یوه بهانه وه .

اوس اوس دننګرهار ، کڼړ او کابل نه نیولې تر کندهار ، نیمروز او هرات پوري په ټول افغانستان کي یوازي دبېنوا پاڼي ته ننوتل بند سوي دي  . خو نوري پاڼي په خپل عادي ډول خلاصیږي . هاخوا په نیویارک کي دبېنوا مطبوعاتي مرکز دبېنوا پاڼي د افغانستان دمینوالو څخه غوښتي دي چي تر هغو پوري چي دغه دبېان پرازادي تېرئ موجود وي دوی کولای سي بېنوا پاڼي ته په نورو بیلابیل لسګونو نومونو ننوزي . او که ئې څوک غوښتنه کوي نو ددې پاڼي سره دي مخامخ تماس کي سي .

نوټ : تازه معلومات ښیئ چي په افغانستان تر اوسه دوه د انترنیټ دخدمتونو وړاندي کونکې کمپنیو دغه پریکړي ته غاړه نده ایښې او دوی خپل په سرورونو کي دبېنوا نوم تر اوسه ندی بلاک کړی  ، خوهغه کسان چي دبېنوا په خلاصولو کي ستونزه لري په دغه پته کي چي دبېنوا پته ولیکي نوبېنوا سمه لوستلای سي https://proxify.com/

په دې هلکه د نورو افغانانو نظرونه دتبصرو په برخه کي وګورئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery