مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وال ستریټ جورنال : د افغان رسنیو د خپلواکۍ رژېدل

ژباړه : رحمت آریا


سرچینه : وال ستریټ جورنال
لیکوال : یاروسلاف ترافیموف
۲۰۱۰ زکال د سپتمبر ۲۴
ژباړه : رحمت آریا

کابل : د ولسمشر کرزي دولت د داسې گامونو پورته کولو ته ملا تړلې چې له مخې ېې په هیواد کې د رسنیو د خپلواکۍ د ستوني توتکه سوکه سوکه ور پریک کړي ، د طالبانو د رژیم له را پرځولو وروسته  د نهو کالو په لړ کې په افغانستان کې د رسنیو د خپلواکي بریا یوه له هغو کیسو څخه ده چې تل خوله په خوله گرځي. 
 
دولت تېره اونۍ د مرستیال ولسمشر مارشال محمد فهیم قسیم له غوښتنې وروسته امر وکړ چې د پښـتـو ژبې پر نوموتې او ولسي ویبپانې بېنوا ټکی کام دې بندیز ولگول شي. همدا شان دولت په پام کې لري چې د پلټونکي ژورنالیزم په څانگه کې د یوې بلې نوموتې ویب پاڼې ټول افغان ټکي کام پر تندي هم د یاغیتوب ټاپه و وهي.

د دولت دغه گامونه وروسته له هغې اوچتېـږي چې څو اونۍ وړاندې د ولسمشر کرزي دولت د ایران د سفارت د غوښتنې پر بنسټ د " امروز" په نامه د کابل یو نامتو ټلویزیوني چینل په بشپړه توگه و تاړه ، دغه گام په اوچتولو د افغانستان دولت پر انترنت د پراخه سانسور لگولو چارو ته داسې قانوني بڼه ورکړې ده چې له مخې به ېې د زرگونو ویب سایټونو پر تنديو به یا د غیر اخلاقي او یا به د اورپکۍ ټاپې و وهل شي.

د افغانستان د ولسي جرگې غړی او د " امروز" د ټلویزیوني چینل چلوونکی ښاغلی نجیب الله کابلي وايي « مخکې د رسنیو خپلواکي زموږ یوه لاس ته راوړنه وه او کرزي به په خپلې هرې وینا کې ورڅخه یادونه کوله » نوموړی زیاتوي « خو اوس ېې کرزی د خپلو سیاسي موخو په لاره کې بلهارۍ  کوي»

د بیان د آزادۍ پر وړاندې سختۍ په داسې حال کې ورځ په ورځ زیاتیږي چې د ښاغلي کرزي اداره د افغانانو او لویدیزو هیوادونو له پلوه په دې له کلکو نیوکو سره مخامخ ده چې د پراخ او دود شوي اداري فساد په را ایسارولو کې پاتې راغلې ده. د کابل بانک د وروستۍ گوتلکۍ په گډون د څو نورو رسواﺋـیو رابربنډیدل ، پر خپل دولت باندې د افغانانو ډاډ ته کلک گوزار ورکړ دغه خوابدي او کرکه ده چې د طالبانو یاغیتوب ورڅخه ښه گټه اخیستی شي ؛ کابل بانک یو شخصي بانک دی چې د ولسمشر کرزي او مارشال فهیم وروڼه په کې خپلې ونډې لري.

په کابل کې د امریکا د سفارت یوې ویاندې کیتلین هیدن Caitlin Hayden وویل د امریکا دولت  په رسنیو کې د بدلون بهیر له  ( ډیر نیږدې څاري ) او په دې اړه ېې له افغان دولت سره خبرې کړې دي. هغې وویل : ( موږ هیله لرو چې روانې ستونزې د ټولو ښکیلو خواوو په خوښمنۍ هوارې او –  د افغان ولس د امن او خوندیتابه ساتنه دې په هغه اډانه کې وشي چې سپېڅلې ژمنه ېې د افغانستان په اساسي قانون کې د مالوماتو  او د بیان د آزادي په تړاو شوې ده)

د ښاغلي کرزي دولت له خپلې دې کړنې څخه انکار کوي چې د رسنیو پر خپلواکۍ ېې بندیزونه لگولي دي. د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه یوه خپره شوې څرگندونه وايي « ښاغلی کرزی د رسنیو خپلواکۍ او د بیان آزادۍ ته ژمن دی.»

د طالبانو رژیم چې د ۲۰۰۱ ز کال تر پایه پورې ېې واکمنۍ چلولې پر انترنت او ټولو ټلویزیوني خپرونو د یوې نا اسلامي نښرغاندې په توگه چورلټ بندیز لگولی وو. د طالبانو له رژیم وروسته د افغانستان په گوټ گوټ کې بیلابیل شخصي ټلویزیوني چینلونه په غوړیدا شول ، د انترنت آسانتیاوې او د گرځندو ټیلفونونو ځالگۍ رامنځته شوې ، همدغو آسانتیاوو د هیواد پښـتو او دري ژبو ته د آنلاین پياوړی مارکیټ جوړ کړ. د دولتي رسمي خپروشویو شمیرو پر بنسټ  اوس په افغانستان کې دننه څه دباندې یو میلیون کسان د انترنت له آسانتیاوو څخه برخمن دي. د انترنت او ټلویزیون چلونه اکثرأ د هغو بډایو افغانانو په مالي مرسته کیږي چې یا په لوېدیزو هیوادونو یا په عربي خلیچ « پارس خلیج» کې ژوندي کوي. د افغانستان توپاني رسنۍ تل محتاطه نه دي او همدا لامل دی چې له یو شمیر تېروتنو سره مخامخ کیږي. د همدغې مېاشتې په اوږدو کې بېنوا ټکي کام د یوې تېروتنې په لړ کې د ښاغلي فهیم د ژوند د برخلیک په اړه یو لنډ گزارش خپور کړ- پر دغه مهال پخوانی جنگسالار، تاجیک توکمه پیاوړی فهیم جرمني ته د درملنې لپاره تللی وو ؛ بینوا د گزارش په لړ کې ویلي ول چې نوموړی د ورپیښې سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی دی. خو ویب پاڼې د گزارش له خپریدا نیم ساعت وروسته د ترلاسه شوي خبر تیروتنه بیرته سمه کړه ، د ویب پاڼې سرمشریزه څانگه وايي چې د ویبپاڼې پورتال تل د ژورنالیستکي اصولو په اډانه خپل گام اوچتوي.

په افغانستان کې د رسنیو د څار کمیسیون د رسنیو د قانون په اډانه کې هغه اداره ده چې مشري ېې د اطلاعاتو او کلتور وزیر کوي ، د نوموړي کمیسیون او د وزارت رسمي چارواکي وايي چې کابل ته له رسیدا وروسته – روغ رمټ – فهیم د افغانستان د رسنیو د څار له کمیسیون څخه وغوښتل چې دغې ویبپاڼې ته سزا ورکړي. د کمیسیون غړو د یوې بلې ځانگړې څرگندونې په لړ کې وویل له دوی څخه د ښاغلي فهیم دفتر غوښتنه کړې چې د رسنیو د قانون په اډانه کې دې د ټول افغان ټکي کام پروړاندې هم کوټلی گام اوچت شي ځکه ټول افغان ټکي کام د کابل بانک په گوتلکۍ کې د ښاغلي فهیم د ورور د لاس لرلو په اړه یو پلټونکی گزارش خپور کړی وو او په پرله پسې توگه ېې مرستیال ولسمشر او د هغه د ټلوالې ملگري د گوت نیونې تر متروکو لاندې نیولي ول. موږ له ښاغلي فهیم سره د اړیکي پر ټینگولو بریالي نه شوو. د رسنیو د څار کمیسیون د افغانستان د لوی څارنوال له دفتر څخه غوښتنه کړې چې ددغو دوه وو خبري پورتالونو پر وړاندې گام اوچت کړي. د رسنیو قانون څو کاله وړاندې رامنځته شوی او له هغه مهاله وروسته دا ېې لومړی ځل دی چې دداسې یوه گام د اوچتولو پریکړه کوي. 

ددغه کمیسیون یوه غړي عبدالشکور دادرس وویل « دواړو ویب پاڼو د هیواد ملي شخیصتونو ته سپکاوی کړی دی او دا د افغانستان د قانون خلاف کار دی. تیر وتنې ان په یو شمیر نړیوالو رسنیو کې کیږي ، هغوی ته هم باید سزا ورکړل شي » د دواړو ویبپاڼو استازي وايي چې هغوی ته د سپیناوي لپاره چانس نه دی ورکړل شوی.

د انترنت د آسانتیاوو افغان برابروونکو ادارو په تیرو څو ورځو کې د بینوا ټکي کام ویب پاڼې ته په افغانستان کې دننه د لاسرسۍ بندیز پيل او ویپ پاڼه په افغانستان کې بنده شوه. د مخابراتو او د ټیکنالوژیکي مالوماتو وزیر امیرزي سنگین وویل چې نوموړي د دغې ویب پاڼې د بندولو امر د لوی څارنوال د لارښوونې پر بنسټ ورکړی دی. ښاغلي سنگین وویل « موږ هر څه د قانون په اډانه کې تر سره کوو» . د آدینې یا د دغې جمعې تر ماښامه پورې د ټول افغان ټکي کام په تړاو تر اوسه وروستنۍ پریکړه نه ده شوې او په کابل کې دغه ویب پاڼه دلیدلو وړ ده. 

د ټول افغان ټکي کام د سرمشریزې ادارې مشر وویل چې د هغه په گومان دولت خپلې سترگې پر دغې ویب پاڼې هم نیغې کړې دي ځکه ویب پاڼې د کابل بانک د بې خرته تاوانونو په اړه د نړیوالو رسنیو مقالې خپرې کړې چې دغې خبرې پر روانې ستونزې باندې لا نور تیل توی کړل.

د بېنوا ټکي کام د ویب پاڼې مشر ښاغلی خالد هادي وايي بېنوا  په ۲۰۰۴ ز کال کې په خپرونو پيل وکړ او اوس څه د باندې ۱۳۱ تنه خبریالان لري چې ډیری ېې په افغانستان کې دننه دي ، دغه ویب پاڼه له کابل ، البانېې او نیویارک څخه اداره او چلول کیږي. ښاغلی هادي وايي چې په دې تړاو دغه خبري ویب پاڼه د امریکا له دولت او ټولو نړیوالو ژورنالیستیکو ادارو څخه د مرستې غوښتونکې ده. 

ښاغلي هادي د یوه بریښنا لیک له لارې زیاته کړه : « د هرې ورځې په تېرېدلو د مدني حقونو پر مرۍ  یا د دولت، یا د نورو سیاسي گوندونو، د دولتي ملیشیاوو، طالبانو او جنگسالارانو له پلوه گام پر گام او سوکه سوکه چاړه را کاږل کیږي او دا لړۍ به تر هغو دوام وکړي چې نور هېڅ شی د مدني حقونو په نامه پاتې نه وي.»

« امروز» هغه ټلویزیوني چینل دی چې نن سبا بند شوی دی ، دغه ټلویزیون په دې تورن دی چې د ایران پر دولت ېې ډیرې کلکې گوت نیونې کولې. نوموړي تلویزیون په ایران کې د بندي افغانانو د اعدام گزارشونه ، په شیعه واکي ایران کې د سني مسلمانانو د مذهبي آزادیو د نشتوالي یا بندیز پر بهیر گزارشونه  او د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د ویش د  ستونزې پر سر د ایران د ناوړه او ناگاره چلند په اړه گزارشونه خپرول. د ولسمشر محمود احمد نژاد تر مشرۍ لاندې ایراني دولت د کرزي پر ادارې پیاوړې اغیزې لري ، دغه اغیزې ایراني دولت د افغان شیعه سیاستوالو او د دوه وو ولسمشرانو د پرله پسې لیدنو کتنو له لارې پلې کوي . د تیر جولای په مېاشت کې د افغانستان د وزیرانو شوری د « مذهبي پارَونې» او ولسیز یووالي ته د گواښ تر نامه لاندې د امروز ټلویزیوني خپرونې وروسته له هغې بندې کړې چې د افغانستان د لوی څارنوال دفتر ته په کابل کې  د ایران له سفارت څخه د  سر ټکاوي یوه لیک رسېدلی وو.  
 
ښاغلی کابلي وايي چې پر دغه ټلویزیوني چینل ېې څه د باندې نهه سوه زره امریکايي ډالره پانگه اچولې او زیاتوي  « نه پوهیږم دغه بندیز به کله لېرې شي او ویره لرم چې آیا دغه بندیز به کله هم لېرې شي که نه. په همدې لړ کې ښاغلی کابلي وايي دی د خپل ټلویزیوني سټیشن ۶۵ تنو کارکوونکو ته لا تر اوسه میاشتنۍ تنخوا ورکوي.

په همدغه لړ کې د انترنت د آسانتیاوو افغان برابروونکي ادارې وايي چې هغوی ته داسې نور امرونه هم رسیدلي تر څو پر هغو زرگونو ویب پاڼو دې هم بندیز ولگول شي چې په کې بربنډ خوځند انځورونه ښودل کیږي او یا په طالبانو او نورو بنستپالو اسلامي ډلو ټپلو پورې تړلې دي.

د ښاغلي کرزي ویاند وحید عمر وايي « دا د دولت پریکړه وه تر څو د هغو ویبپاڼو پر وړاندې گام اوچت کړي چې یا غیر اخلاقي دي یا په ترهگرو پورې اړه لري او یا هم اورپکې څرگندونې خپروي»

د انگریزي متن د لیدلو لپاره لاندینی تړښت- لیکه یا لینک وگورﺉ :


http://online.wsj.com/article/SB10001424052748703793804575511941412671572.html?KEYWORDS=YAROSLAV+TROFIMOV

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery