مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

میرویس جلالزي دبېنوا پاڼي سره همکاري پریښوده .

دبېنوا اداره - کابل

دبېنوا پاڼي یو ترټولو فعاله ملګري او ددې  پاڼي د کابل دبرخي همکار میرویس جلالزي دبېنوا پاڼي سره خپله اوږده همکاري پرون  دځینو امنیتي لاملونو لکبله پرېښوده .

ښاغلی میرویس جلالزي وروسته ترهغه چي دسپتمبر پر شپږمه ئې د افغان ولسمشر دلومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم دمړني خبر دېوې ګنګوسې په شکل خپور کړې و او۲۵ دقیقې وروسته ئې ددې پاڼي دنورو همکارانو په مرسته سپین کړ دیو لړ امنیتي مشکلاتو او تهدیدونو سره مخ و . چي پرون ئې ددې پاڼي سره خپله څلورکلنه همکاري پای ته ورسول .

په نیویارک کي  د بېنوا دمطبوعاتي مرکز مشرښاغلي خالدهادي بېنوا ته وویل چي ددې پاڼي سره دښاغلي جلالزي همکاري نه هیریدونکې ده ، خو ددې سره به دبېنوا چاري هیڅکله تکنۍ نسي 

ښاغلي هادي زیاته کړه چي بېنوا سایټ په انټرنیټ کي اوس  په  یو داسي مفکوره بدل سوی چي داشخاصو په ادلون بدلون کي هیڅکله اغیزمن کیدای نسي .

همدا راز دبېنوا مطبوعاتي مرکز  په کابل کي خپلي ادارې او دبېنواپاڼي دکابل څانګي لپاره  دراحیله جواداو م . همایون په نامه دوه فعاله همکاران ټاکلي دي او دهغو ټولو چینلونواو ادرسونو څخه ئې غوښتنه کړې چي مخکي ئې بېنواته خبري توکي دمیرویس جلالزي په ادرس رالیږل ،  نور خپل معلومات دبېنوا - کابل د دفتر په لاندي شمیرو او بریښنا پتو راولیږي .

rahila.jawad@gmail.com  یا info@benawa.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery