دخپریدو نیټه : 2010-10-28 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار: ٩٦ حلقي ماينونه کشف او د منځه ولاړل
لودين
په کندهار کي ٩٦ کړۍ ډول ډول ماينونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
په کندهار کي د ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي چي افغان ملي امنيتي ځواکونو تېره ورځ سهار او غر مه مهال د ارغنداؤ ولسوالۍ د چهار غلبې په کلي کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال ٢٦ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه او د توغنديو دوې سرګولولې تر مندلو وروسته د ايساف ځواکونو د اينجنرۍ ټيم په مرسته شنډ کړل.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي افغان ملي امنيتي او ايساف ګډو ځواکونو په همدې ترتېب د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د رواونو چاڼيزو عملياتو پر مهال د تيرو ١٥ ورځو په اوږدو کي ٥٠ کړۍ د وسايطو ضد او ٢٠ کړۍ پرسونل ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي او ددې ماينونو د چاوېدو په پايله کي د لسګونو د مرګ ژوبلي مخه نيولې ده
د يادو ماينونو د کشف خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي دا مهال په ارغنداب او ژيړي ولسواليو کي پراخ عمليات دوام لري چي وسلوالو طالبانو ډيري سيمي ورته ماينونه کړي دي