مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د درملود فعالیت څرنگوالی - لومړئ برخه

عطاالله میرزاخیل

دلرغونپوهنی شواهد ښی چی د پخوانیو تمدنونوخلکو د ځینو نباتی درملو  له خواصو سره اشنایی درلوده دبیلگی  په ډول یونانی طبیب (Dioscorides ( تقریبا له میلاد څخه 70   کاله    پخوا د )  Materia medica)په نوم کتاب لیکلی وه چی د   600 نباتاتو څخه  یی یادونه کړی وه کوم چه د  طبی خاصیت لرونکی وه .د کیمیا په پرمختگ سره 19 پیړی په پیل کی د طبعی موادو خواص وپیژندل شول د بیلگی په ډول 1806 کال کی مورفین وپیژندل شو.په 1820 کال کی کونین د سنشونا) (Cinchonaد ونی د پوستکی  څخه په لا س راوړل شو.په 1840 کال شاوخوا کی د بیهوشی لپاره په لابراتوارنوکی مختلف ترکیبات کشف شوه لک کلور فارم ، نیترس اوکساید ، ایتایل ایتر ، اونور کیماوی مواد چه دجراحی عملیاتو کی په کاروړل کیږی .

1860 کال کی لویی پاستور د بکتریای د ناروغیو کتلوی تیوری  وړاندی کړه کومی چه وکولایئ شول چی فینول اونور اړوند ه ترکیبات وپیژندل شی کوم چه  د بکتریاو د سرایت څخه مخنیوی کوی خوبیا هم د بکتریاو د ناروغیو د پوره مخنیوی په لورپرمختگ تر 1930 کال پوری صورت ونه نیوه  پدی وخت کی سلفرلرونکی ترکیبات وپیژندل شول چه پدی لاره کی یو لویئ پیشرفت گڼل کیږی . ور پسی د یو ډول فنجی pencillium notatum له شیری  څخه د میکروب ضد درمل پنسلین په لاس راوړل  شول.

څیړنی ددی لامل شوی چی هم طبعی اوهم مصنوعی زیات درمل کشف شی چی نن تقریبا25000 طبی تجویز شوی او 300000 غیرتجویز شوی طبی درمل شتون لری.پوښتنه داده چی درملmedicine څه ته ویلی شو؟ په ساده ډول ویلی شو چی  بی له غذا  او اوبو څخه هره ماده چی د بدن د دندو په اجرا باندی تاثیر اچوی ورته درمل ویل کیږی یا په بل عبارت درمل هغی مادی ته ویل کیږی چی د درملنیز خاصیت therapeutic  درلودونکی وی.درمل په مختلفو طریقو طبقه بندی کیږی چی یوه طریقه یی په قانونی او غیر قانونی طبی درملو ویشل کیږی درمل ځینی قانونی او ځینی  غیرقانونی  طبی  درمل دی کوم چی د غیر طبی موخو لپاره کارول کیږی قانونی طبی درمل هغه دی چی  د طبی متخصص  دمشوری پرته یی خوړل جواز نلری لکه اکثریت درمل  چی د ناروغیو په وخت کی اخستل کیږی .قانونی غیر طبی درمل لکه کافیین،نیکوتین او غیرقانونی غیر طبی درمل لکه هیروین او کوکاین دی .
د درملو د ویش بله طریقه د هغوی د اصلیت origin له مخی ویش ده چی په دریو طبقو ویشل کیږی لومړی هغه درمل چی مستقیما د طبیعی موادو څخه لکه د وچی یا بحری حیواناتو او نباتاتو څخه په لاس راځی ،دویم هغه درمل چی هغوی   د طبعی موادو دکیمیاوی اشتقاق څخه لاس ته راځی او دتقویی او د جانبی عوارضو د کموالی لپاره په کار وړل کیږی  او مصنوعی درمل هغه دی چی په لابراتوا رونو کی جوړشوی دی.په لاندی جدول کی ځینی درمل لیدلی شی له اصلیت او بیولوژیکی تاثیراتو سره لیدل کیږی.

د اصلیت له مخی د ځینو مهمودرملو  ویش

ماهیت درمل بیولوژیکی تاثیر
طبعی مواد کافین دعصابو تحریکوونکی
ریسرپن دلوړ فشارکموونکی
ونکریستین د سرطان ضد ماده
پنسلین د میکروب ضد
مورفین د درد ضد
دطبعی موادو کیمیاوی مشتقات پریدینسون د روماتیزم ضد
امپیسلین د میکروب ضد
کلوروکوینین دملاریا ضد
ایتاین دایول دی استیت د تناسل ضد
مصنوعی والیوم دافسردگی ضد
بنادریل د حساسیت ضد
الوباربیتال ارامی – خوب راوړونکی
پن سیکلیدین بی هوشی کوونکی
میتادون د درد ضد

همدارنگه د درملو طبقه بندی د هغوی د بیولوژیکی تاثیراتو په اساس کیږی ولی باید په یاد ولرو چی ممکن  یو ځانگړی درمل دڅو خواصو درلودونکی وی نوځکه خو باید په څو ډوله تا ثیراتو لاندی مطالعه شی لکه  ښه بیلگه یی اسپرین ده کومه چی  درد څخه د ارامتیا لپاره کارکوی

،همدارنگه د التهاب او تبی د مخنیوی لامل گرځی ،وینه رقیقوی، خو په غوږونو کی د غورهری دپیداکیدو لامل گرځی او یا هم په ماشومانو کی د) Reye syndrome ) لامل گرځی. په یو وخت کی دیو درمل څو اثرات درلودل د طبی پوهانو علاقه جذبوی.اسپرین چی د درد او تبی د کمولو خواصو درلودل یی کولی شی چی  په غټانو کی د زکام د علاج لامل شی،همدارنگه د وینی د رقیق کولو خاصیت یی د زړه دناروغیو د ممانعت لامل وگرځی ،په غوږونو کی دغرهری ،د ماشومانو د(Reye syndrome) او دمعدی تکلیف پیداکول د اسپرین په منفی جانبی عوارضو کی شمیرل کیږی .همدارنگه د امریکا په داخلی  حقوقی جنگ کی مورفین په پراخه پیمانه دجنگ د زخمیانو د درد دمخنیوی  او نس ناستی د کنترول لپاره پکاریده خو د مورفین یو لوی جانبی عارضه دهغه اعتیاد ده.د درملو د څیړنو څخه موخه داده چی داسی درمل وموندل شی چی ځانگړی فعالیت ولری او لږتر لږه جانبی عوارض ولری. یوه مهمه پوښتنه چی پیداکیږی داده چی څرنگه درمل دناروغی دمخنیوی  لامل گرځی؟پدی هکله باید وویل شی چی درمل د ناروغیو د پیداکیدونکو عواملو د تخریب سبب گرځی بی لدی چی د کوربه ژوی بدن تخریب کړی د درملو د ناروغیو  دعواملو د مخنیوی فعالیت د کیموتراپی Chemotherapy) ( په نوم پیژندل کیږی .دکیموتراپی کړنی د زیاتو ناروغیولکه بکتریای ،وایروسی او سرطانی ناروغیو د معالجی سبب شوی دغه عاملین چی ناروغی پیداکوی ورته پاتوجن pathogen)) ویل کیږی. دځینو مهمو درملو د کورنیو د فعالیت میخانیکیت تر څیړنی لاندی نیسو.

دسلفا اوانتی بیوتیک درمل(        Sulfa and Antibiotics
د سلفا کورنی درمل مصنوعی درمل دی چی د لومړی ځل لپاره په 1930 شاوخوا کی د بکتریاوو په ضد اسعمال شول.د فعالیت میکانیزم یی په دا ډول ده چی هم انسان او هم بکتریاوی په خپل بدن کی یو ډول مادی ته چی د فولیک اسید په نوم یادیږی ضرورت لری.انسان دغه ماده د غذایی موادو سره اخلی خو بکتریاوی بیا په خپل وجود کی یو انزایم لری چی د فولیک اسید په جوړولو کی ورسره مرسته کوی. ټولی بکتریاوی  د پارا امینو بینزویک اسید په نوم مالیکیولونه لری  چی دغه  پاراامینو بینزویک اسید  مالیکیولونه د انزایم په فعاله سطحه نښلی او   فولیک اسید جوړویی

.هغه څوک چی د بکتریا په ناروغی اخته وی نوکه دغه درمل واخلی چی د سلفا نیل امید ترکیب لری .دغه ماده د انزایم فعاله سطه پوخی او دفولیک اسید د جوړیدو مخنیوی کوی.چی د فولیک اسید  نه شتون د بکتریا د لمنځه تلو سبب گرځی.

انتی بیوتیک هم د درملو یوه مهمه کورنی ده چی د بکتریاوو د ودی مخنیوی کوی .لومړنی انتی بیوتیک چی د یو ډول فنجی څخه لاسته راغلی وه پنسلین وه او بل نږدی ترکیب ورته سفالوسپرین ده دغه دواړه درمل یو انزایم چی د بکتریاوو د حجروی دیوال د ټینگښت سبب گرځی غیر فعال کوی چی ددی انزایم  فعالیت نه کول د بکتریا د حجری د ناڅاپی چاودیدو سبب گرځی او بکتریا له مینځه ځی.  نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery