مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له کیبورډ نه د وینډوز د شارکټونو کارول !!!

شهیم نجات

 

لمړی غواړم چی یو دکمه د Windows په نوم معرفی کړم
د  Alt دکمه ترڅنګ یو دکمه ده چی د وینډوز په نوم یادیږی ددی دکمی او یوی بلی  دکمی پوسیله کولی شی یعنی صرف د دوه دکمو پوسیله هر پروګرام خلاص کړی چی دا کار ستاسو د کارکولو سرعت په کمپیوټر کی پورته وړی او ستاسو د وخت د ضایع کیدو مخه نیسی:

تاسو کولی شی د ویندوز دکمی وهلو پواسطه او په عین وخت کی د     E دکمی    په وهلو سره My Computer  خلاص کړی.

تاسو کولی شی د ویندوز دکمی وهلو پواسطه او په عین وخت کی د D  دکمی ته فشار ورکړی تاسو ته ستاسو ډیسکټاب ښکاره کیږی Show Desktop   یعنی کله چی تاسو کوم ځای کی یعنی My Computer  کی هستی او غواړی چی هغه پټ Hide  کړی او ډیسکټاپ وګوری نو له دی شارټ کټ څخه استفاده وکړی.
تاسو کولی شی د ویندوز دکمی وهلو پواسطه او په عین وخت کی د R     دکمه ووهی نو تاس ته به د Run بکس خلاص شی.
تاسو کولی شی د ویندوز دکمی وهلو پواسطه او په عین وخت کی د F دکمه ووهی نو تاسو ته به د Search کړکی خلاصه شی
تاسو کولی شی د ویندوز دکمی وهلو پواسطه او په عین وخت کی د U دکمه ووهی نو تاسو ته به Utility Manager  پروګرام خلاص شیږنو همدا د وینډوز دکمه د نورو دکمو سره امتحان کړی هریوه به ځانله وظیفه اجراکړی پدی شرط چی همغه پروګرام مو کمپیوټر کی وی.
اوس تاسوته د Standby, Hibernate, Logoff, Restart, Shutdown, SwitchUser   شارکټونه ښایم

د Shutdown لپاره:
د کمپیوټر د ګولول لپاره لمړی د وینډوز دکمه ووهی کله چی تاسو ته د سټارټ مینو ښکاره شوه نو د U  حرف د End  سره مکس وهو یا دوه ځلی U  دکمه وهو نو ستاسو کمپیوټر په ګول شی.

د Restart کولو لپاره :
د کمپیوټر د ګولول لپاره لمړی د وینډوز دکمه ووهی کله چی تاسو ته د سټارټ مینو ښکاره شوه نو د U   دکمه او بیا د R  دکمه له End  دکمی سره مکسه یا یواځی د R دکمه وهو نو ستاسو کمپیوټر به ګول او بیرته به روښانه شی.

د Stand By لپاره:
د کمپیوټر د ګولول لپاره لمړی د وینډوز دکمه ووهی کله چی تاسو ته د سټارټ مینو ښکاره شوه نو د U   دکمه او بیا د S  دکمه له End  دکمی سره مکسه یا یواځی د S دکمه وهو نو ستاسو کمپیوټر به Stand By شی.

 د Hibernate لپاره :
د کمپیوټر د ګولول لپاره لمړی د وینډوز دکمه ووهی کله چی تاسو ته د سټارټ مینو ښکاره شوه نو د U   دکمه او بیا د H  دکمه له End  دکمی سره مکسه یا یواځی د H دکمه وهو نو ستاسو کمپیوټر به Hibernate شی.

د Log off کولو لپاره:
د کمپیوټر د ګولول لپاره لمړی د وینډوز دکمه ووهی کله چی تاسو ته د سټارټ مینو ښکاره شوه نو د L   دکمه او بیا د L  دکمه له End  دکمی سره مکسه یا یواځی د L دکمه وهو نو ستاسو کمپیوټر به Log off شی.

د Switch to User لپاره:
د کمپیوټر د ګولول لپاره لمړی د وینډوز دکمه ووهی کله چی تاسو ته د سټارټ مینو ښکاره شوه نو د L   دکمه او بیا د S  دکمه له End  دکمی سره مکسه یا یواځی د S دکمه وهو نو ستاسو کمپیوټر به Switch User شی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery