مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-14   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

پاكستان بيا پر افغانستان بريدونه پيل كړه

لودين

د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې نهو۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه ولایت د والي ویاند محمد زرین وايي چې له وړمې ورځې راهیسې د چترال له ارسول درې څخه د پاکستاني توپچي ځواکونو له لوري ډېر شمېر توغندیز بریدونه شوي، چې په خبره یې تېره شپه هم په یاده سیمه کې لس توغندي لګېدلي دي.
هغه زیاته کړه، چې تر دا مهاله په دغو بریدونو کې شپږ تنه له نهو۹ کلونو کم عمره ماشومان، چې څلور تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دې تر څنګ په ګواردېش سیمه کې هم یوه ښځه وژل شوې او دوې نورې ټپیانې شوې دي.
د والي ویاند وايي، چې تر دې دمه په دغو بریدونو کې تر شلو زیات څاروي هم له منځه تللي دي.
هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې هم د نورستان، ننګرهار او کونړ ولایتونو پر یو شمېر سرحدي ولسوالیو د پاکستاني توپچي ځواکونو له لوري دا ډول توغندیز بریدونه شوي وو، چې سیمه ییزو چارواکو پکې ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو تر څنګ د لسګونو کورنیو د کډه کېدلو خبر هم ورکړی و.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery