مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دلوی ۲۶ د افغان ولس د جهاد د بریا ورځ

محمد اجمل (زرم)


د ملتونو په تاریخ کی ډیری داسی  ورځی تیری شوی وی چی هر کال د هغو په را رسیدو سره هغه په ډیر ویاړلمانځی او د هغو ورځو قهرماناو ته درناوی کوی  ولی داسی ورځی هم د ملتونو په تاریخ کی وی چی ملتونه ور باندی شرمیږ ی او د هغو ورځو په اصلی لوبغاړو باندی بد وایی او نومونه یی په ډیرو سپکو الفاظو یادوی . ولی هغه ملتونه ښه ملتونه دی چی د تاریخی پیښو څخه پند واخلی  او هغه واقیعات چی په تیرو زمانو کی د دوی د ولس او ملت په زیان تمام شوی دوباره تکرار نه کړی او  د تکراریدو مخه  یی و نیسی او هغه و اقیعات چی د ولس لپاره یی نیکبختی را منځ ته کړی او دهغو ژوند یی ښه کړی هغو ته ادامه ورکړی.
 زموږ د ګران هیواد په تاریخ کی هم ډیری داسی حادثی پیښی شوی چی په ځینو یی نن ورځ زموږ ولس ویاړی او هغه په ډیر افتخار او سر لوړی سره لمانځی  ولی په ځینو نورو یی ټول اولس شرمیږی او هغه ورځی توری ورځی بولی . دا چی زموږ هیواد د اسیا په زړه کی پروت ده او د ښه جغرافیایی موقیعت په درلودلو سره تل د سترو طاقتونو د پام وړ وو او هڅه یی کوله څو دا خاوره لاندی کړی نو تل د یرغلونو سره مخامخ وو د سکندر مقدونی ، چنګیزُ ، ایرانیانو ،انګریزانو او روسانو د تاړاکونو میدان ګرزیدلی او په دی ولس باندی یی ډیر بدی ورځی راوستی خو  دی ولس بیا په ډیره میړانه او سر ښندنه یرغلګرو ته داسی د عبرت درسونه ورکړی چی نه تنها ی خپل ولس  یی ژغورلی بلکی د نورو ولسونو لپاره یی هم  د اسارت څخه د خلاصون لاری ښودلی.

که د پورتنی لنډی مقدمی څخه تیر شو او اصل مطلب ته راشو او د افغانستان د نولسمی او شلمی پیړی  واقیعاتو ته نظر واچوه نو لکه مخکی می چی وویل په دی تیرو دوو پیړیو کی په افغانستلن باندی څو ځلی یرغل شوی چی د افغانستان ولس یی د لویو ستونزو سره مخامخ کړی ده .په ۱۸۳۹ کال چی انګریزانو د لومړی ځل لپاره د شاه شجاع  سره د مرستی تر نامه لاندی  د پنځوس زره مسلحو عسکرو سره چی ټول یی د وخت په درنو وسلو سمبال ول  په افغانستان یرغل وکړ نو هیڅکله یی دا فکر نه کاوو چی دوی به په دی وطن کی ماتی خوری او دا خاوره به د دوی د عسکرو لپاره هدیره ګرځی دوی دومره مغروره ول چی د شکست په باره کی یی فکر هم نشوای کولای د دوی آمپراطوری دومره لویه وه چی لمر په کی نه ډوبیده نو کابل ته تر رسیدو وروسته یی د دولت ټولی چاری په خپل لاس کی و نیولی ، شاه شجاع یوازی په نوم پا چا وو قدرت  او اختیارات ټول د انګریزانو سره وو.هر څه یی چی غوشتل هغه یی کول. حتی شاه شجاع ته څوک د دوی له اجازی پرته نشوای ورتلای او شاه هم حق نه درلود چی د انګریزانو له اجازی پرته څوک ووینی افغان ولس چی کله د انګریزانو په توطیو پوه شو او دا ور ته معلومه شوه چی انګریزان د دوی د هیواد نیولو ته راغلی او شاه شجاع یوازی په نوم پاچا ده  نو په جهاد یی لاس پوری کړ د افغان ولس جهاد تقریباٌ څه باندی دوه کاله وخت و نیول  په دی موده کی یی انګریزانو ته و ښودله چی په افغانانو حکومت کول اسان کار نه ده .مکناتن چی د ټولو چارو مشری یی کوله  په یوه مجلس کی د وزیر محمد اکبر خان له خوا و وژل شو نو انګریزان مجبور شول چی  د خپلو پو ځیانو د تباهی د مخنیوی په خاطر اعلان وکړی چی دوی له افغانستانه وځی ، همغه وو چی د خپلو وتلو پلان یی جوړ کړ او د لته بند له لاری یی د جلال آباد په خوا د تلو تکل و کړ، مجاهدینو د دوی دتلو لاری و نیولی او په یوه هفته کی یی د ۱۷۵۰۰ عسکرو څخه یوازی یو نفر داکتر برایدن جلا ل اباد ته ورسیده او د خپلی ماتی راپور یی جنرال سیل ته ورکړ. همدارنګه په ۱۸۷۹ او ۱۹۱۹ کلونو کی  دافغانانو او انګریزانو دوهمه او دریمه جګړه و شوه چی په دواړو کی بیا هم انګریزانو ماتی وخوړه او په نتجه کی انګریزانو د افغانستان ازادی په رسمیت و پیژنده او زموږ ولس اوس هر کال د آسد ۲۸ په شاندارو مراسمو لمانڅی او په دی ورڅی ویاړی.  د آزادی د اتلانو روح ته دعاوی کوی او د آزادی اتل غازی آمان الله خان ته درناوی کوی ولی په شاه شجاع باندی بد وایی  او هغه د انګریزانو د راوستلو عامل ګڼی . سره له دی چی په اخر وخت کی شاه شچاع د  مجاهدینو د ډلی د یوه نفر له خوا ووژل شو او په کابل کی خښ شو خو هیځوک هم هغه په ښه نوم نه يادوی او نه هم څوک د هغه قبر ته ورځی ولی  د غازی اما ن الله خان مقبری ته هره ورځ په لسګونو کسان د درناوی په خاطر ور ځی افغانانو که په خپلو اتلیو سره ځان ته آزادی و اخیسته خو له بلی خوا یی نورو ملتونو ته هم و ښوده چی که ملتونه و غواړی کولای شی د انګریزانو د اسارت نه ځان خلاص کړی او د یو ازاد ملت په حیث ژوند وکړی. همغه وو چی په اسیا او افریقا کی د ازادی نهضتونه پیل شول او ورو ورو ملتونو د اسارت کړی وشلولی او د لوی بریطانیا ځخه یی ازادی واخستی.
 دشلمی پیړی په اویایمه لسیزه کی (۱۹۷۸) د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ د یوی ډلی پلورل شویو صاحب منصبانو له خوا کمونستی کودتا و شوه او د سردار محمد داود خان منتخب جمهوری نظام یی له منځه یوړ هغه او د هغه د کورنی غړی په بیرحمی سره په شهادت ورسول او د قدرت واګی شوروی پلوه  کودتا چیانو ته په لاس ورغلی نو د افغان ولس لپاره نوی تراژیدی پیل شوه.د یو نیم کال په تیریدو سره چی ټول له جنایاتو او دهشتونو ډک وو په زرګونو کسان ووژل شول او زندانانونه په بیګناه خلکو باندی ډک شول . تره کی د امین په واسطه ووژل شو. شورویان چی د امین له کړو وړو سره مخالف وو نو د افغانستان ددولت له موافقی پر ته یی په دی پلمه چی غواړی د آمین حکومت د بهرنیانو د مداخلی په مقابل کی حمایت کړی د جدی په ۶ نیټه سور پوځ  د محدودو نظامی قطعاتو په نامه افغانستان واستاوو او د یو نیم لک عسکرو په مرسته یی چی ټول په درنو وسلو سمبال وو د افغانستان خاوره اشغال کړه او د حفیظ الله امین په مشری حکومت یی ړنګ کړ د هغه په ځای یی ببرک کارمل د قدرت په ګدی کیناوو ُ دروسانو د راتلو او په آمین باندی د حملی په باره کی زیاتی تبصری شوی ، زه نه غواړم هغه دلته  بیا ولیکم ولی کارمل واک ته له رسیدو وروسته مطبوعاتی کنفرانس جوړ کړ او هلته یی خبریالانو ته وویل چی دی پخوا د مزار او سمنګان له لاری په پټه کابل ته را غلی وو او د آمین په ضد یی نظامی پاڅون وکړ او د آمین له نسکوریدا وروسته یی فورآٌ هغه محاکمه او اعدام کړُ هغه دا هم په وار وار ویل چی د حزب واحد دیموکراتیک ګوند مرکزی کمیټی فوراٌ د انقلاب د ساتلو په خاطر د ملل متحد د منشور سره سم له شوروی هیواد نه و غوښتل تر څو محدود نظامی قطعات افغانستان ته ولیږی  د شوروی هیواد رهبری د دوی دا غوښانه و منله او نظامی قطعات یی افغانستان ته واستول( **ددی کنفرانس په باره کی د مقالی په اخر کی جزیات لیکل شوی) . روسانو هم د انګریزانو په شان د کارمل تر نامه لاندی ټول اختیارات په خپل لاس کی اخیستی وو هر وزیر او بل لوړ پوړی چارواکی به تلاش کاوو چی ځانونه شوروی مشاورینو ته نژدی کړی او کله به یی چی د شوروی مشاورین د تحفو او قیمتی شیانو په ورکولو د ځان دوستان کړل بیا نو دوی د صدرا اعظم او کار مل په قیصه کی نه وو، ډیرو لوړ پوړو چارواکو به د میز په سر د برژنیف عکسونه کیښودل او د هغه په عکسو به یی افتخار کول . ببرک کارمل به چی کله بیانیی ورکولی نو ویل به یی چی د وطن پرستی معیار د شورویانو سره دوستی پالل دی او هغه څوک چی د شورویانو په دوستی باور نلری هغه وطن پرست کیدای نشی. ببرک کارمل به ویل چی که دشورویانو مرستی نه وای نو اوس به افغانستان د دنیا په جغرافیه کی موجود نه وو. ببرک کارمل د لوی اختر په ورځ شوروی ته په سفر تللی وو هلته  یی په لیننګراد کی د سلاح جوړولو د فابریکی کارګرانو ته په یوه وینا کی وویل چی ډیر خوشحاله یم چی نن ورځی له تاسو سره ګورم او دا ستاسی د کار او زحمت نتیجه  ده چی دلته سلاحوی جوړوی او بیا یی موږ ته رالیږی تر څو د هغو په واسطه د خپل هیواد نه دفاع و کړو موږ ستاسو په کار او ستاسو په مرستو ویاړو.
 ولی لکه چی مخکی ما وویل  که له یوی خوا یو تعداد اشخاصو د قدرت اومال د ګټلو په خاطر پردیو یرغلګرو ته لاره خلاصه کړی او هغوی ته یی داشغال زمینه برابره کړی ولی نورو بیا سمدستی د خپل ولس په ملګرتیا د جهاد بیرغ پورته کړی او ولس یی د اشغالګرو څخه د خلاصون  لپاره جهاد ته را بللی  ولس هم په ډیره میړانه په یوه آواز پرته له قومی ُ ژبنی او مذهبی توپیرونو د وطن د ازادی په خاطر سره منسجم شوی او په یرغلګرو یی رڼا ورځ توره شپه  او دا خاوره یی د هغو لپاره هدیره ګرزولی ده .شورویان د هغه وخت یو داسی ستر نظامی ځواک وو چی په دنیا کی یی د هیچا نه ویره نه کیده او امریکا او ناتو هم د شوروی سره پوځ نه په ویره کی وو. شورویانو فکر کاوو چی دومره کوچنی هیواد به څرنګه وکړای شی د دوی سره مقابله وکړی مګرم دوی نپوهیدل چی دا ولس هر څه منی خو بی ننګی اودبل تر اسارت لاندی ژوند نه منی او د دوی سلاح د الله اکبر اواز وی  چی هیڅ ډول سلاح یی د مقابلی توان نلری. د شورویانو له را تګ وروسته به پرچمیانو خلکو ته ویل چی دا مجاهدین څومره بیعقل دی دوی د شوروی له اردو سره جنګیږی دوی دی یو ځل د شوروی نقشی ته پام وکړی چی شوروی څومره لوی هیواد ده ،شورویان چی کله یو هیواد و نیسی نو بیا یی بیرته څوک نشی ایستلای نو مجاهدین هسی په بیعقلی باندی جنګیږی او نور هیڅ نشی کولای تنها ځانونه وژنی مګرم اصلاٌ دوی نپوهیدل دوی هسی په قطبی خرس غولیدلی ول ، د یولکو پنځوس زره عسکرو سره چی ټول یی په هر راز پر مختللو وسلو سمبال ول او د هیڅ قسم سلاح د استعمال نه یی منعه و نکړه ولی بیا یی هم ماتی و خوړه او د انګریزانو په شان په ټیټ سر زموږ له خاوری ووتل او د دلوی په ۲۶ نیټه وروستی پوځی قوماندان جنرال ګروموف وو چی د افغانستان نه په تیشته ووت. د آمو د سیند په بله غاړه د شوروی پوځیانو کورنی وی چی د خپلوانو د لیدو لپاره راغلی وی او په دی خوشحاله وی چی د دوی د کورنی غړی ژوندی بیرته خپلو کورونو ته ستنیدی.
 دشورویانو د لښکر عمومی قوماندان جنرال ګروموف چی کله د آمو د سیند له پاسه  د شوروی د وروستی سر تیری په حیث  په ټیټ سرتیریده نو شاته یی و نه کتل هغه خپله وروستی خاطره داسی بیانوی( زه وروستی سرتیری وم چی له افغانستانه ووتلم او په همغه وروستی لحظه کی ما په خپل وجود کی یوه ډیره لویه خالیګاه احساسوله ځکه زما مخکی یوه تیاره راتلونکی او شاته می  بی ګټی اوتباه شوی ماضی وه.
 افغان مجاهد ولس یو ځل بیا ټولی د نیا  او د کمونیزم تر اسارت لاندی هیوادونو ته ثابته کړه چی که ولسونه وغواړی چی آزاد ژوند و کړی د دنیا هیڅ  یو نظامی ځواک نشی کولای په زور  سره هغه تر خپلی ولکی لاندی را ولی. د شورویانو له وتلو وروسته ټول هغه لوی او واړه هیوادونه چی د شورویانو تر ولکی لاندی وو آزاد شول دا هغه ستر درس وو چی افغانانو دوه ځله د جهان خلکو ته وښودل لمړی ځل د انګریزانو د ماتی طلسم چی هیځ وخت یی شکست نه وو خوړلی او دوهم ځل د شورویانو  دماتی طلسم.
 
د افغان ولس اوس حق لری چی د دلوی ۲۶ نیټه د خپل جهاد د بریا ورځی و لمانځی او د هغو شهیدانو درناوی و کړی چی د جهاد د بریا په لار کی یی ځانونه قربان کړی دی ولی په تاسف باید ووایم چی موږ و نشوای کړای د جهاد دشهیدانو او د هغو د کورنیو درناوی په هغه ډول چی لازم ده وکړو او د هغو حق ادا کړو.
 ټیټ می مه ګڼه غورځنګ را باندی مه کړه       زه په دی افتاده ګی لوی ګړنګ یم ( الفت)
 لا تر اوسه یی ماغزه په کرار نه دی               چا چی ما سره وهلی سر په سنګ دی ( خوشحا  ل خان خټک)
 په در نښت
 
**  ببرک کارمل د واک تر اخیستو  دوه هفتی وروسته  یو مطبوعاتی کنفرانس دایر کړ چی په دی کنفرانس کی خارجی رسنیو ته هم اجازه ورکړه شوی وه . ببرک کار مل د جدی د ۶ نیټی واقیعات داسی بیان کړل چی زه په پټه  د مزار شریف اوسمنګان له لاری د خپلو ملګرو په مرسته له شوروی څخه کابل ته راغلم اودلته می نظامی پاڅون  رهبری کړ او د آمین رژیم مو ړنګ کړ. دهغه نه د آمین د وژلو په باره کی پو‎ښتنه وشوه هغه وویل چی موږ آمین محاکمه کړ او بیا مو اعدام کړ. خبر نګار ورته وویل چی د امین محکمه څرنګه او چیرته جوړه شوه کار مل ورته وویل چی دا اختصاصی محکمه وه. د کارمل نه د شورویانو د راتلو په باره کی پوښتنه و شوه چی څرنګه راغله او چا راغوښتی وو کار مل وویل چی شورویان د حزب واحد دیموکراتیک خلق دمرکزی کمیټی د دعوت په اساس د ملګرو ملتو د ۵۱ مادی د منشور سره سم دافغانستان دانقلاب د ساتلو په خاطر د یو محدود تعداد عسکرو سره  دلته راغلی دی چی ډیر ژر به بیرته ولاړ شی. د بی بی سی خبر نګار ورته وویل چی تاسو د شوروی بوځ یو محدود قطعات بولی ولی له کومه ځایه چی موږ خبر یو شوروی یو لک شل زره پو ځیان دلته راغلی دی . ببرک کار مل وویل چی دا ستاسو تخریبی تبلیغات دی.
 
همدغه ژورنالیستان بیا بله ورځ له ګلابزوی سره و کتل ، ګلابزوی چی کله د کنفرانس صالون ته داخل شو او په دومره زیات تعداد ژورنالیستان یی ولیدل نو  ډیر زیات تر تاثیر لاندی راغی. ګلابزوی ژورنالیستانو ته وویل چی آمین د CIA جاسوس وو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery