مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa
دخپریدو نیټه : 2012-03-11   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كندهار: امريكايي سرتيرو ۱۶ ملكي وګړي وژلي دي

احمد لودين
په كندهار كې امريكايي خاص ځواكونو شپاړس تنه ملكي وګړي چې ښځي او ماشومان هم پكښي شامل دي وژلي دي . پېښه تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه كې هغه وخت رامنځ ته شوې ده كله چې امريكايي خاص سرتيري په دريو كورونو ننوتي دي او هلته يې پر ملكي وګړو ډزي كړي دي . سيمه ايز اوسيدونكي وايې چې دلته نه طالبان وه او نه هم كومه امنتي ستونزه موجوده وه . كندهار والي توريالى ويسا او په سويل كې د ايساف قومانداني د پېښي پخلى كوي او په دې پېښه كې د ملكي وګړو د وژني خبره مني خو وايې چې د شمير او د پېښي د رامنځته كېدو د دليل په اړه جدي پلټني رواني دي . دوى وايې چې د پېښي سره د تړاو په تور امريكايي سرتيرىنيول شوى دى . وسله وال طالبان وايې چې په دې پېښه كې پنځوس تنه ملكي وګړي وژل شوي دي .
ipower web host     mainport     aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2012   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery