مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-02   مخپرونکئ : حقمل

د هېواد وتلى هنرمندفرهاد دريا ته زهر ورکړ شوىوو .

حقمل

 

د امريکا په لاس انجلس کې د افغان وتلى هنرمند او سندرغاړى فرهاد دريا کنسرت چې دنوى زيږديز کال په ياړد يکشنبې پر شپه جوړ شوى وو ،هغه وخت نيمګړى پاتې شو، چې رغتون ته درملنې له پاره په بيړه وليږدول شو .فرهاد دريا چې دا مهال له درملنې روسته له روغتون څخه وتلۍ وايې ، رغتيا يې ښه ده اود څښاک په اوبو کې ورته زهر اچل شوى وو . دى وايى ،که چيرې د زهرو اندازه زياته واى ممکن د ستيج په سر له مينځه تللى واى .په روغتون کې دده په وينه کې د زهرجنو توکو اثار په ګوته شوى دى او پوليسو په دې هکله خپلې پلټنې پيل کړې دى . د رغتون د رپوټ پر بنسټ فرهاد مسموم شوى وو .فرهاد وايى هغو کسانو چې نيت درلود چې زه ٢٠٠٦ کال و نه ينم ، هدف ته ونه رسيدل .دريا زياته کړه چې د کنسرټ له پيل څخه يې مخکې ډيرې اوبه چښلې او نه پوهيږى چې په څه ډول ورته زهر ى توکى په اوبو کې اچول شوى . دى په دې عقيده دى چې دا کار دافغان دى .فرهاد په دغه کنسرټ کې چې له لرې او نيږدې څخه په سلګونو افغانان راغلى او راټول شوى وو يوازې دوه نيم ساعته سندرې ويلې چې دې په خپله ورڅخه راضى نه بريښى .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery