مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهارى قيس له ماليزيايي ليلا سره په فلم کې

BBC
 د فلم نوم : قيس او ليلا
 وخت : ١١٣ دقيقې
 ژبې : مالي ، انگريزي او پښتو
 لارښود يا ډايريکټر : راجه احمد علاالدين
 قيس او ليلا د لرغونو زمانو د مينې کيسه نه ده بلکه د دې وروستيو کلونو په افغانستان کې د کندهار استوگن انځوروي .
 فلم د ماليزيا په کولالمپور کې يوه ځوانه نجلۍ ( د فلم ستورې ، ليلا ) ښيي چې له خپل پلاره کرکه کوي .
 دا په دې باور ده چې پلار يې پر مور زياتى کوي . ليلا په دې هيله چې پلار وکړوي افغانستان ته د تگ موزې په پښو کړي .
 ليلا د مير ت په نامۀ له يوې ماليزيايي مرستندويې ټولنې سره کار پيلوي چې د افغانستان د کندهار په ولايت کې فعاله ده .
 فلم په ښکاره دا نه وايي چې کوم کلونه يادوي خو په افغانستان کې جگړې ، وژنې ، لوږه او د امنيت نشتوالى انځور شوى دى .
 فلم ښيي چې پر افغان ولس چورلکې بمبارۍ کوي . خو دغه چورلکې نه معلوميږي چې د چا دي .
 د فلم د ستوري جهان مسکين ( قيس ) له خولې روسي يرغل ته اشاره شوې ده خو په داسې ډول چې د فلم زمان پکې بيا هم پوره نه ښکاري .
 قيس په فلم کې د کندهار اوسيدونکى دى چې له ماليزيايي مرستندويې ټولنې سره کار کوي .
 د دۀ يو ورور هم له همدې موسسې سره د موټر چلونکي دنده لري .
 قيس په ماليزيايي او انگريزي ژبو هم پوهيږي .
 فلم ښيي چې په هغه لومړنۍ ليدنه کې لا د قيس او ليلا ترمنځ د مينې تار سره په نښليدو دى . خو دوى دواړه تر پايه يوۀ بل ته د خپل زړۀ حال نه وايي .
 د قيس نور خپلوان په جگړو کې وژل شوي . دى يو سرټمبه ، وياړلى او د هوډ خاوند دى . هره سخته پخپله حل کوي .
 ليلا بيا د مرستې لاس ورکوي خو قيس يې هر ځل نه مني . دا ورته په ماليزيا کې د زده کړو بلنه ورکوي خو قيس خپل ولس نه پريږدي .
 تر ځينو بمباريو ، غلا غديو او ويرو وروسته ليلا بيرته ماليزيا ته ستنيږي . دغه سفر د دې د مور و پلار پر ژوند مثبت اثر پرېباسي .
 ليلا په هره شېبه کې قيس يادوي او قيس بىا د ليلا تنهايي ځوروي .
 ليلا په ماليزيا کې د افغانانو بې وزلي او کړيدلى حالت له ځان سره يادوي . دې ته په هفغو سختو شېبو کې د افغانانو هوډ او پر ژوند قناعت عجيب ښکاري .
 فلم تر ډيره د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او خواخوږيو بيلا بيل پيغامونه ورکوي .
 په فلم کې پښتو ژبه په ځينو ځايونو کې داسې کاريدلې لکه پښتنو چې نه يې ليکلې يا ويلې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery