دافغانستان جلالت مهاب ریس صاحب، دکورنیو چارو وزارت، دحقوق بشر ریاست او درسنیو ملګرو!
دغه اټچ شوی ویډیو دزابل ولایت څخه دی او دزابل امنیه قوماندانانی دریزف کندک دقوماندان ډګروال حکیم خان زوی او دامنیه قوماندانی یوشمیر نور عسکر پریوه ماشوم باندی ډلیزجنسی تیری کوی او تردامهاله پوری زموږ دزابل امنیه قوماندانی چوپ پاته ده ، زه ستاسو څخه پوښتنه کوم چی په یوه قوماندانی کی چی چرس، شراب، هلکانو سره جنسی تیری کیږی نو ایا هغوی به دغه ولایت ته په امنیتی لحاظ څه کار وکړی.
جناب وزیر صاحب ! دغه دزابل دامنیه قوماندانی کارونه دی او تاسو ته به دزابل امینیه قوماندانی راپور درکوی چی زابل یی واشنګټن کړ او ددی امنیه قوماندان په راتګ سره زابل ولایت دهلکانو سره جنسي اړیکی ، دښځو سره زنا کول، شراب تښل، لواطت کول، پرلویه لاره باندی له مسافرینو څخه په مرکز قلات کی پیسی اخیستل هغه کارونه دی چی اوس یی ملی پولیس پدغه ولایت کی کوی.
موږ جناب وزیر صاحب وایو چی باید دپولیسو له لیکو څخه داسی خلګ وایستل شی ترځو زموږ دګران امنیتی ځواکونه بدنام نشی او لا نورهم پیاوړی شی.
موږ هم دوطن اوسیمه خلک یو په خپل هیواد مو خوا بدیږی اوغواړی خپل وطن هم دنوروهیوادونو سیال وګرځو ممتا پدغه ډول لکه څنګه چی یی اوسمهال پولیس په قلات کی کوي بیا خو نو دخلکو توقوع هم قطعه کیږی
وزیر صاحب، دزابل امنیه قوماندان په والله چی ددی ولایت دامنیت په خرابوالی، لواطت، زنا کار او داسی نورو شیانو کی لاس لری او دخدای دپاره پردغه ولایت باندی لږ حوصله وکړه. او موږ ددغه جنجالونوڅخه خلاص کړه
ستاسو دهمکاری په هیله
يادونه : ویډيو دزیات بربنډتیا په وجه دبېنوا پاڼي د ادارې لخوا نده نشر سوي که چیري دولتي یا عدلي اورګانونه د ویډیو اړتیا وي د بېنوا په ارشیف کي موجوده ده !