مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2012-07-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مطبوعات ولې دپاټکيانو پروړاندې غلي دي ؟؟؟

عاجز ليکوال

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده ، څه موده وړاندې سید حسین پاچا د سولې دشورا د مرستيال مولوی عطاالله لودین په حواله ځيني شيان د بينوا په ويب پانه کې ليکلي وو ، چې بيرته مال وحي عطاالله لودین د روحي په ويب پانه کې دا څرګندونې رد ، د بينوا ويب پانه يې تحقر او سید حسین پاچا يې تحدید کړو .
 خبره دا نه ده چې چا دچا په حواله سم يا ناسمه معلومات ليکلي وي ، دا دسهوې له مخې هم کېدای شي ، او که قصدی هم وي نو د همدې عمل معادل غبرګون بايد وښودل شې مانا دا چې په يوه بله ليکنه کې دې دا خبره صرف رد شي . په مطبوعاتو کې که څوک د يوې خبرې مسوليت واخلي او يا يې رد کړي همدا کافي ده . بيا نو ټول ليکوال او لږ ترلږه دنظر خاوندان په دې پوهيږي چې څوک سم وو او څوک نا سم دي . مانا دا چې د بيان دازادۍ په دې تود دوران کې باید هره ليکنيزه يا لفظي شخړه په خبرو هواره شي . خو متاسفانه اوس هم په افغانستان کې د پاټکيانو د دوران په څیر ډيری خلک لکه مولوی عطاالله لودین خبره په خبرو نه هواروي او سملاسي تهدید کوي او اخطارونه ورکوي .
 زه نه غواړم خبره اوږده کړم او داهم نه غواړم چې دسيد حسین پاچا نه دفاع وکړم ، زه صرف دا غواړم ووايم چې ای دمطبوعاتو خاوندانو ، ژورنالیستانو او ليکوالانو لږ دې خبرې ته ځير شۍ ، صمد روحاني چا شهيد کړو؟ امید خپلواک چا شهيد کړو؟ او په لسګونو نور ليکوال او ژورنالیستان چا ووژل ؟ او چا وډبول؟ موږ باید په دې پوه شو چې اوس د ديموکراسۍ او د بيان دازادۍ نظام کې هم هماغه پاټکيان حاکمان دي اوس که د زرداد پاټک نشته نو د زرداد نور حزبي ورونه خو شته زرداد په سروبي او نغلو کې پاټک اچولي وو او حزبي ورونو يې په ارګ ، پارلمان او ان دسولې په شورا کې پاټکونه اچولي دي . مولوي عطاالله لودين په خپله ليکنه کې په صراحت ليکي چې ( زه به يې د قضايي مقاماتو کې د بهتان په جرم د محاکمه کېدو غوښتنه وکړم او نور درس به هم وروښودل شي ) که نن مطبوعاتو ، ژورنالیستانو او ليکوالو د مولوي عطاالله لودين نه دا پوښتنه ونه کړه چې (نور درس ښودل) څه مانا ايا وژل ، وهل او که د زرداد په سپو داړل ؟؟؟ نو که سبا بيا بل ژورنالیست او يا ليکوال وژل کېږي او يا هم ډبول کېږي بيا يې نو تش وير مه کوئ !!! همدا وخت دی که مو يو ټوپک سالار له ګريوانه ونيولو او دمطبوعاتو زور مو وروښودو نو سبا بيا بل ټوپکسالار دا جرعت نه کوي چې په ليکوالو او ژورنالیستانو تیری وکړي .
 يادونه : زه دا ليکنه ټولو پښتو ويب پاڼو ته استوم او یوازنۍ موخه مې د ليکوالو او ژورنالستانو له حقونو ملاتړ دی ، هيله لرم چې ټول به يې دخپل مطبوعاتي رسالت له مخې پرته له اړخ نيونې خپره کړي .
 په درنښت
خپل نوم ځکه نه ليکم چې لا خو مې چا دملاتړ غږ نه دی کړي ، هسې نه چې ما ته هم درس راوښودل شي .
mainport aicts spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery