مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هرات کې پښتانه چارواکې دمرکز قربانیان دي


 
تل داسی ویل کیږی چي په هرات ولایت کی تر پنځوس سلنه ډير پښتانه ژوند کوی چی په ډاډه زړه ویلی شم تر دې هم ډیر دی. پرته له ښاره دهرات ولایت په اکثر ولسوالیو کی پښتانه ژوند کوې. شینډنډ، ادرسکن، ګلران، کشک رباط سنګی، کشک کهنه، پښتون زرغون، غوریان او کهسان هغه ولسوالی دی چی مطلق اکثریت یی پښتانه دی. زنده جان، ګذره، انجیل، کرخ، اوبه او فرسی هغه ولسوالی دی چی پنځوس په سلو کی پکې پښتانه ژوند کوې.
 سره له دی چی مطلق اکثریت په هرات کې پښتانه دی خو اوس هم ددی ولایت په اداری جوړښت کی مطلق اکثریت غیر پښتانه او یا هم پښتون نومی او پښتون پلوه کسان فعالیت کوۍ.
 ولی داسی؟
په هرات ولایت کی دیوه کال را پدیخوا یو اندازه هڅی پیل شوی چی اصلی موخه یی د دی ټیکو پیدا کول ول چی ولی په پښتون هرات کی غیر پښتانه حکومت کوی او ولی دهرات اصلی پښتانه یا سیاست ته نه راځی او یا هم چی راسی ژږ دولت پریږدی او لاړ شی.
 په تیر کال کی نیږدی لس داسی غوندی په پټه ټوګه د څو ځوانانوو لخوا په هم دی ولایت کی جوړی شوی او زه چی یو له دغه ګدون والو وم لاندی نتایج مو لاس ته راوړل.
 
0. په مرکزی دولت کی اکثر داسماعیل خان، داکټر اسپنتا او همایون عزیز او مرکز دولت تر مینځ دهرات پر پښتنو باندی معامله کیږی. هر وقت چی مرکز دولت و غواړی اسماعیل خان کنترول کړی نو دهرات ولایت پښتانه ورته را پورته کړی او ورسته بیا هم دغه پښتانه یواځی کیږدی چی تر اوسه دهرات ولایت پښتانه په دی ندی توانیدلی چی خپل حق ته ورسیږی.
 1. په هرات ولایت کی دهرات د پښتنو لپاره دیوی سیاسی رهبری نشتون. له هم دی کبله په هرات ولایت کی پراته پښتانه په دی ندی توانیدلی چی یوی مهمی او اصلی مشری ته لاس پیدا کړی او په تیرو کلنونو کی هر ځوان او یا مشر چی راغلی او د تغییر غوښتونکی شوی یا په مرموزه توګه وژل شوی او یا هم له سیاسته په مرموزه توګه لری شوی دی .
 2. ایران هڅ وقت نه غواړی چی په هم دی ولایت کی پښتانه و قدرت ته ورسږی ځګه چی تل دهرات پښتنو د ایران په مخی کی درلیدلی او له هم دی کبله هراتی پښتانه ځوانان له مینځه وړی او خپل کسان حمایت کوی.
 3. په هرات کی دیری کسان د پښتونو په نوم مرکز ته ځی او له هغه ځای د مرکزی چارواکو د حمایت سره یوځای په هرات کی د پښتنو په نامه په کار پیل او د پښتنو ریشی کاږی.
 4. دپښتنو ضد ډلی تل هڅه کوی چې‎ په دی ولایت کی پښتانه ځوانان پرینږدی چی په دولتی ادارو کی کار وکړی او به مرکز کی خپل د نفوض څخه په ګته اخستنی سره ددوی د رشد مخ نوی کوی او هغه ځوانان هم چی دی ولایت ته راځی هڅه کیږی چی فضا داسی پر تنګه کړی چی خپله دندی پریږدی.
 5. دهرات پښتانه مشران چی ااکثریت یی بی سواده دی او په تیره کلونو کی له هم دی پښتون ضد کړیو لخوا هر وقت مرکز ته تللی او هلته په لویو لوبو کی یی دپښتنو پر ضد فعالیت کړی دی. دا کسان اوس نه غواړی چی پښتانه نوی ځوانان مشری ته ورسیږی او له هم دی کبله خپل ځوان قدرتونه تخریبوی او نی پریږدی چی فعالیت وکړی او مخ ته لاړ شی.
 6. په هرات ولایت کی اکثریت پښتانه غریب او د سواد نه بی برخی دی او له هم دی کبله په دی ندی توانیدلی چی خپل حق ته ورسږی. له هم دی کبله دا کسان اکثریت وقتونه په دیر ساده ګی سره خپل تر حق تیر او نه غواړی چی لوی دشمنان له ځانه سره لا هم دشمن کړی.
 که په ځير سره دهرات ولایت وضعیت و څیړو نو پوهیږو چی هر وخت کوم پښتون په دی ولایت کې په یوه دولتی پست کی په فعالته توګه کار کوی او په یوه قدرت د بدلیدو په حال کی دی نو په نا ځوانه توګه دشخصیت د ترور او ستونزو سره مخ کیږی.
 دهرات والی ډاکټر داود شاه صبا، دهرات تیر امنیه قوماندان سیدآقا ثاقبّ، او دهرات ولایت تازه ځوان مدیر محی الدین نوری چی دهرات دوالی ویاند دی په هم دی تیره اونی کی د داسی نا ځوانه بریدونو ښکار شول.
 په هرات ولایت کی تیره اونی یو مدنی اعتراض د انسان تښونی په اعتراض کی پیل شو چی د سیمی د استخباراتو په مرسته او د داکتر عبدالله او امر الله صالح د کسانو په مرسته په یوی دسیسی بدل شود. دسیسه ګرو په داسی حال کی اعتراض وکړی چی په دی ولایت کی د انسان تښتونی پیښی د تیر کال په پرتله شپیته پسلو کی کښته سوی او بسم الله محمدی دکورنیو چارو سرپرست وزیر هم تایید کړی ده خو په همی دی اعتراض کی یو شمیر کسانو دهرات دوالی، دوالی دویاند او د امنیه قومندان د تبدیلیدو غوښته وکړی.
 سره له دی چی دایران له حمایته برخمن کسانو غوښتل چی هر دری کسان په ناځوانه ټوګه تبدیله او یا استفا ته اړ کړی خو دځوان ویاند په هڅه د والی دنه شتون په وخت کی د دسیسه خنثی کړی خو دهرات امنیه قوماندان ښآغلی ثاقب چی دهرات په تاریخ کی تر تولو پیاوړی او مهم کس و د ولسمشر کرزی په فرمان او دهرات د پښتون ضد او پښتون نومو استازو په وسیله د وظیفی لری شو.
 په هم دی لری کی محی الدین نوری دهرات دوالی ویاند د ایران له حمایته برخمن کسانو په دی تور کړ چی په څو رادیویی او تلویزیونی پروګرامونه کی داکترانو، دینی عالمانو، د پوهنتون استادانو او دهراتیانو ته یی سپکاوی کړ.
 او د مرکزی دولت او والی څخی غوښتنه کوله چی دی هم استفا ته اړ کړی خو څیړونو په داګه کړه چی ښآغلی نوری هیڅ کله چاته سپکاوی نوی کړی او ټولی رسنیو هم دا په داګه کړه.
 دا پیښی په داګه ښه یی چی که مرکزی دولت په هرات کی پښتانه بیا هم حمایت نکړی نو د ایران له حمایته برخمن کسان به یی د تل په شان یا د ددندو لری کړی او یا به هم په ناځوانه توګه ترور شی.
 په داګه باید ویل شی چی دهرات پښتانه د هیچ چا سره تعصب نلری خو خپل د حق د ترلاسو کوله لپاره چی هڅی وکړی نو د نور لخوا په تعصب تورن کیږی له هم دی کبله دیر لږ کسان شته چی خپل پر ځان دا ټاپه ولګوی او مبارزه وکړی.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery