مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو کې درې نوي شعري فورمونه

پوهندوی محمد اسمعيل يون

 

 

پښتو کې درې نوي شعري فورمونه

(ټپيزه، ټکوريزه او هايکو)

د يوې ژبې د ادبي دورې په ټاکنه کې يو مهم اصل شکلي او محتوايي بدلون دى. جوليز او مانيز بدلون هم په اسانۍ سره نه رامنځته کېږي، يا د اوږدو ټولنيزو بدلونونو زېږنده وي، يا هم د پخو ادبي تجربو د تکرار او اوج له پړاوونو څخه دا محتوايي او شکلي بدلون راټوکېږي.
پښتو ادب له محتوايي او شکلي، په تېره بيا له جوليز پلوه خورا غني دى. د پښتو ژبې سکښت، جوړښت او اهنګين ترتيب دا ځانګړې وړتيا لري، چې د نړۍ د هرې ژبې د ادبياتو جوليز جوړښت راخپل او د خپلو ادبي فورمونو په ليکه کې زيات کړي. د (١٤)  (عربي)  شعري فورمونو په ګډون چې پښتو يوازې له عربي څخه راخپل کړي دي، د (دري) (دوه بيتۍ) هم پښتو کې ځاى لري، له (انګليسي) او نورو نړيوالو ژبو څخه راغلى ازاد شعر او د هغه بېلابېل ډولونه هم پښتو کې دود دي. د پښتو د خپلو شعري فورمونو شمېر هم د نړۍ تر بلې هرې ژبې زيات دى. که د پښتو د ټولو شعري فورمونو شمېر او په واحد شعري فورم کې د هغو بېلابېلې بڼې په پام کې ونيسو، نو د ټولو پښتو شعري فورمونو شمېر نږدې (٥٥) بېلابېلو شعري فورمونو ته رسېږي. پښتو ژبه که څه هم د هغې د خپل جوړښت، د غږونو د تراکم، د جنس، حالت او نورو اوښتونو له نظره ناپښتنو ته د زده کړې له مخې سخته برېښي، خو د اهنګين جوړښت او موسيقيت له مخې بيا هغه شان ده، چې د نړۍ هر موسيقيوال او سندرغاړي ته تر هرې بلې ژبې خوږه، اهنګينه او اسانه ده.
خبره لا دوه نيمو لسيزو ته نه ده رسېدلې چې د پښتو ادب په لمن کې (درې نوي شعري فورمونه) په ټوکېدو او غوړېدو دي. دا شعري فورمونه که څه هم هر يو خپل جوړښت او سکښت لري، خو داسې هم نه ده چې په پښتو ادب کې پخوانۍ ريښه او مخينه نه لري. دا شعري جولې، (ټپيزه)، (ټکوريزه) او (هايکو) دي. دلته غواړو، د هرې يوې پر جوليز سکښت او جوړښت بحث وکړو. تر بحث دمخه يادونه کوو چې ددې جولو له ټوکېدو سره سم بيا تر دې دمه دا هر يو فورم خپل مخالفين او موافقين لري. موږ به دلته د هر يو فورم پر جوړښت بحث وکړو،   د موافقينو او مخالفينو پر احساساتو او د اختلافاتو پر انګېزو به هم يو څه وغږېږو.
١- ټپيزه:
ټپيزه د پښتو تر ټولو قوي او مشهور شعري فورم (لنډۍ يا ټپې) پر بنسټ رغول شوى فورم دى. سره له دې چې د پښتو مشهور شعري فورم (لنډۍ) نور نومونه ټيکۍ، ټپه، مصرۍ هم لري، خو د پوهاند زيار په نظر (ټپيزه) نومونه تر ټولو ځکه غوره برېښي چې له بلې نومونې يا اصطلاح سره مانيز ټکر نه پېښوي او يا هم ويون يا تلفظ يې اسانه دى. لکه څنګه چې څرګنده ده پښتو ټپه يا لنډۍ دوه ثابتې مسرې لري او يوه څپه يې هم تر ټاکلي حده زياتېدى يا کمېدى نه شي او که د فشار له امله يې کومه څپه زياته يا کمه شي، نو لنډۍ يا ټپه خپله دا ځانګړتيا له لاسه ورکوي او هېڅکله هغه خوند او اهنګ چې لري يې، نه شي ورکولاى.
ما ويل يوازې زما يار يې
د اختر ټال يې هر سړى دې زنګوينه
ستا به واده زما به مرګ وي
ستا به ډولۍ زما به کټ خاورو ته ځينه
خويندې چې کېني وروڼه ستايي
وروڼه چې کېني خويندې بل ته ورکوينه
لومړۍ مسره (٩) او دويمه (١٣) څپې ده، چې ټولې (٢٢) څپې کېږي. همدا (٩+١٣) څپې د لنډۍ رياضي ده، چې له دې جوړښت پرته لنډۍ يا ټپه هډو جوړېدى نه شي.
ټپيزه چې اساس يې همدا لنډۍ ده او په وروستۍ برخه کې يې همدا لنډۍ ورزياتېږي او ټپيزه سره تړي، د لنډۍ يا ټپې تر وروستني پيوستون وروسته ثابت شکل غوره کوي او د نور انکشاف امکان يې له منځه ځي.
هره ټپيزه په مجموعي ډول پينځه مسرې لري؛ درې مسرې په خپله د ټپيزې لومړۍ برخه وي او دوه مسرې د لنډۍ وي، چې له لومړيو درېو مسرو سره يوځاى کېږي يا د لومړۍ برخې درې مسرې له وروستيو دوو مسرو سره يوځاى کېږي. د ټپيزې لومړۍ مسره (٩) دويمه (٩) درېيمه هم (٩) څپې لري، د لنډۍ لومړۍ مسره خو هسې هم (٩) څپيزه وي، په دې ډول دا څلورې مسرې نه يوازې د څپو د شمېر له مخې سره مساوي دي، بلکې د قافيز جوړښت له پلوه هم په خپل منځ کې هم قافيه دي او څلور واړه مسرې يوه مشترکه قافيه تعقيبوي، که چېرې احياناً د لنډۍ لومړۍ مسره پر قافيې سربېره رديف هم ولري، د ټپيزې د لومړۍ برخې د لومړيو دريو مسرو رديفونه هم تر همغې قافيې وروسته هماغه رديف تعقيبوي. دلته پوښتنه پيداکېږي چې خپله لنډۍ خو اصلاً يو ناقفيوال نظم دى، نو دلته بيا قافيه له کومه شوه؟ دلته بايد واضح شي چې کله هم يو ټپيزوال ټپيزه جوړوي، نو لنډۍ يې د اساس په توګه غوره کوي؛ د لنډۍ د لومړۍ مسرې وروستۍ بڼه، اهنګ يا د کلمې سکښت په پام کې نيسي، خپلې لومړۍ درې مسرې هم پر همغه وزن او اهنګ برابروي، نو ځکه د لنډۍ لومړۍ مسره که څه هم له آره قافيه نه لري، خو چې د لومړۍ مسرۍ وروستۍ برخه يې د ټپيزې له دريو لومړيو مسرو سره غاړه غړۍ شي، نو قافيواله بڼه خپله کړي.
د لنډۍ ځانګړې هندسي بڼه داده:

خو کله چې د ټپيزې له لومړيو درېو مسرو سره يوځاى کېږي له ټپيزې سره دا شکل خپلوي.
او يا هم
دلته به يې څو بېلګې وړاندې کړو:
غليم يې ډاري له پرتمه
کړه يې ورپرې د ښکېلاک تمه
غازيان راټول پرې له هر چمه
د توريالي اکبر له برمه

ځـــوانــان د نــنګ تــورې وهــي، ســـر ورکـــويـــنه

څښتن دې مات هغه لښکر کړي
له ژوند وژواکه لاس پر سر کړي
چې پښتانه ته بد نظر کړي
ميرويسه خداى دې جنت درکړي

چې مــوږ دې خـــلاص کــړو د پــردو لـــه مـــنتونــه

شوم لاس پر سر له پردي خپله
څوک به يې نه کړي پر ما بله
څو دا ستا مينه نه کړم خپله
پاس پر کمره ولاړه ګله

يا بـــه دې پـــرې کــــړم يـــا بــه ځـــان وغـــورځـــومــه

ته به د چا پر کور مېلمه يې
ورسره ناست په څه پلمه يې
تياره ماښام ته بلينډه يې
ته به د کوم محفل ډيوه يې

زه د هــــجران تــــورو تـــــيارو تــــه نـــاسته يمه
( د پوهاند زيار له ليکنې څخه)
ګورئ د نورو ګوډاګى دى
پرې مه غولېږئ دا پردى دى
دى د ډالرو لېونى دى
سړى په رنګ کله سړى دى

سړى هغه دى چـــې يـــې خـــوى د ســـړي ويــنه
( د اخلاقي جرئت غوره سمبول، ٦٦مخ.)

هسې مې کلي کې زړه تنګ شو
چې يار روان رانه په څنګ شو
له خپل نصيب سره مې جنګ شو
زما د مينې يار ملنګ شو

اوس بـــــه دېـــــرې د مـــــــلنګانــــــو لـــــټومــــــــه.

هغه له زړه نه راته ګران دى
د ستمونو يې باران دى
زما ترې سر او مال قربان دى
په ما يې زر منه احسان دى

چې جــــانان ټـــــول کلــــــى پـــرېـــږدي مــــالــه راځينه

د ټپيزې څپيز خجيز جوړښت هم د لنډۍ د فورم تابع دى، د پښتو د ټولو شعرونو خجيز جوړښت داسې دى چې که د مسرې پر هره لومړۍ، دويمه، درېيمه او يا هم څلورمه څپه خج يا فشار راغى نو تر هغې وروسته به هره څلورمه څپه خجنه وي، همدا خج او څپه ده چې د پښتو شعر يا نظم اسکليټ جوړوي. دا قانون د پښتو پر ټول نظمي جوړښت؛ ازاد وي که قافيوال، يوشان د تطبيق وړ دى. په پښتو لنډيو کې په لومړۍ او دويمه مسره کې هره څلورمه څپه خجنه ده:
امانتي مې ګور کې کېږدئ
که يار خبر شي ما به خپل وطن ته وړينه
ددې لنډۍ څپيز جوړښت په دې ډول دى
U U U – U U U – U
   U U U - U U U - U U U - U
(د پښتو شعر هندسي جوړښت ١٣٩مخ)

په زړه مې ډېر ګلونه شنه دي
زړه کې مې پټ دي هغه ښه دي
زما او ستا ترمنځه څه دي
نور خو يې هېڅ ويلي نه دي

دا ستا پېغور يـــې راکــــاوه پــــه ژړا شــــومـــــه
ددې ټپيزې څپيز جوړښت په دې ډول دى:
U U U - U U U - U
U U U - U U U - U
U U U - U U U - U
U U U - U U U - U
U U U - U U U - U U U- U
زه به تر ګوره درته کېنم
چېرته بې کوره درته کېنم
د زړه له زوره درته کېنم
يو کال به نوره درته کېنم

زيارت خو نه يې چې جنډې بــــه دې ساتــــمــــه          ( د محبوب شاه محبوب له ليکنې)

د پورتنۍ ټپيزې څپيز خجيز جوړښت هم د پورتنۍ هغې په شان دى.
هندسي جوړښت يې:
د يادونې وړ ده چې د ټولو څپيز خجيز  جوړښت، لکه د رياضي د فورمول په شان دى، خو هندسي جوړښت يې لږ تر لږه په دوه ډوله دى. يو ډول همغه چې د لنډۍ د لومړۍ مسرې په ګډون په کې څلور واړه مسرې يو شان قافيه تعقيبوي او پينځمه مسره يې له قافيې څخه ازاده وي او دويم شکل يې همغه دى چې تر قافيې وروسته رديف هم لري:

لومړى شکل:
دويم شکل:
په پښتو کې ټپيزه ډېر اوږد تاريخ نه لري، البته په ژبه کې دېته ورته نظمونه شته. نږدې دوه لسيزې کېږي چې ټپيزه په پښتو ادب کې تر سترګو کېږي، ان تر دوو لسيزو کمه موده کېږي. ځينې ليکوال په دې نظر دي چې پوهاند مجاور احمدزيار د ټپيزې د مخکښانو له جملې څخه دى. البته په پښتو ازاد شعر کې د پښتو لنډۍ کارونه مخکې هم شوې؛ يو شمېر شاعرانو چې پښتو ازاد شعر يې ليکلى، په خپلو ځينو شعرونو کې پښتو لنډۍ  د خپل شعر د قوت، د منطق د پوخوالي او د استدلال د يوې ستنې په توګه کارولې ده. پوهاند زيار هم په خپلو ځينو ازادو شعرونو کې لنډۍ کارولي. سربېره پر دې زيار خپلواکې ټپيزې هم ليکلي دي. تراوسه د پوهاند زيار د ټپيزو کوم ځانګړى اثر نه دى چاپ شوى. خو د پښتو يو شمېر ځوانو ليکوالو ټپيزې ته خپل کار ويلى او په دې برخه کې يې دومره کار کړى چې خپل مستقل اثار يې چاپ کړي دي. ځوان ليکوال (حنيف حيران) او (رحيم الله ارماني) هغه ليکوال دي چې د ټپيزو مستقل اثار لري.
د حنيف حيران د ټپيزو ټولګه (يو ځلې بيا په دې لار راشه) نومېږي، يو شمېر نورو ليکوالو او شاعرانو هم ټپيزې ليکلي دي. ټپيزو هغه وخت خپل عام ګرانښت پيدا کړ چې د موسيقۍ تر څپو ورسېدلې؛ نامتو سندرغاړو د موسيقۍ له هنر سره يوځاى کړې، د پښتنو هر کلي  او بانډو ته يې ورسولې.
يو ادبي فورم څنګه رامنځته کېږي؟ يو ادبي فورم د وخت اړتيا، د زمانې د اوږدو تجربو او د شاعرانو د منظم تمرين په نتيجه کې رامنځته کېږي. يو ادبي فورم تر هغه پورې فورم نه دى چې واحده بڼه يې نه وي خپله کړې، واحد قانون پرې تطبيق نه شي. په پښتو کې چې موږ اوس کوم شعري فورمونه لرو، پر هغو اکثرو يو مشخص قانون او قاعده تطبيقېږي او يا لږ تر لږه تر يوې يا څو قاعدو لاندې راځي. کله چې موږ د ټپيزې فورم ته ګورو، نو عيناً لکه د لنډۍ په شان پرې  يو مشخص قانون د تطبيق وړ دى او د رياضي د يو قاعدې حيثيت لري، هر هغه څه چې د قاعدې خلاف وي او په دې قاعده کې زيات او يا کم شي، فورم خپل خصوصيت، کيفيت، ارزښت او ماهيت له لاسه ورکوي.
د ټپيزې موافقين او مخالفين: لکه د بلې هرې نوي ادبي، ټولنيزې او سياسي پديدې په شان له ټپيزې سره موافقت او مخالفت هم يوه طبيعي پروسه ده. هره نوې پديده چې رامنځته کېږي په ټولنه کې حاکم کلتور او دود پديده ورسره مخالفت کوي، تر هغه پورې چې نوې پديده د تجربې، ګټورتيا او اغېزمنتيا له يوه بهيره تېرېږي، دا مخالفت دوام مومي، خو د وخت په تېرېدو سره د مخالفت کچه راټيټېږي او د موافقت هغه زياتېږي. په پښتو کې په پيل کې د ازاد  شعر پر وړاندې هم يو لړ حساسيتونه موجود وو، خو ورو ورو ازاد شعر د پښتو ادب په ګلبڼ کې خپل ځانته ځاى پيدا کړ. د ازاد شعر د ودې شرايط ډېر سخت وو، ځکه د موسيقۍ قوت او ثابت وزن ورسره ملګري نه وو، خو د ټپيزې نېکمرغي په دې کې ده چې تر شا يې د موسيقۍ هنر ولاړ دى. د موسيقۍ هنر هم ټپيزې ته اړ دى، نو ځکه په وړيا ډول د ټپيزې عامولو ته تيار دى. د نامتو سندرغاړي کرن خان د خولې ټپيزې چې څومره مشهورې او خوندورې دي، کچه يې نه شي ټاکل کېدى. د ټپيزو د مخالفينو تشويش دادى چې دا د لنډۍ ټولمنلي فورم ته زيان رسوي، کمزوري شاعران د خپل ځان د شهرت په خاطر له خپلو درېو مسرو سره يوه لنډۍ ملګرې کوي او د ټپيزې نوم ورکوي. ددوى بل تشويش دادى چې ځينې شاعران يا ناظمان کېدلاى شي د خپلې ټپيزې د تکميل په خاطر تصنعي لنډۍ جوړې کړي؛ داسې لنډۍ چې نه په کې خوند وي، نه لذت او نه هم کوم شعري جوهر ولري، په دې ډول به لنډۍ له خپل اوسني موقف څخه، چې د ولس د مينې، تفکر او احساس اصلي هنداره ده، مبتذل حالت ته راکښته شي او له لنډيو به هم د خلکو زړه تور شي. دا حالت به ددې سبب شي چې د يو نوي فورم په رامنځته کېدو سره به موږ يو خپل پخوانى او اصلي فورم له لاسه ورکړو. د موافقينو او مخالفينو د دواړو تفکراتو په باب بايد وويل شي چې په دې برخه کې بايد تر هر څه لومړى د فورم او محتوا مغالطه له منځه لاړه شي. ځينې ټپيزوال چې کمزورې ټپيزې ليکي ايا دا د فورم مشکل دى که د شاعر يا ناظم د تفکر او هنري ظرفيت؟ موږ په پښتو کې د غزل فورم ډېر اوچت شاعران هم لرو، خو د ډېرې ټيټې کچې هم، دواړو د غزل فورم کارولى، يوې ډلې په لوړ کيفيت او مهارت او بلې په مبتذل او ډېر ټيټ کيفيت. ايا دې کار په پښتو کې د غزل فورم زيانمن کړ او يا يې له منځۀ يوړ؟ ښه خبره لا په دې کې دا ده چې ټپيزوال ددې صلاحيت نه لري چې په اصلي لنډۍ کې لاسوهنه وکړي، کله که د ټپيزې لومړۍ برخه چې خپله د ناظم يا شاعر د فکر زېږنده ده، کمزورې وي له اصلي لنډۍ سره يې اوچت توپير کېږي او که څوک تصنعي لنډۍ جوړې هم کړي، نو برخليک يې همغه شان دى چې ځينو نورو شاعرانو د تصنعي لنډيو د جوړولو هڅه کړې ده. نو که اوس ځينې کمزوري شاعران ټپيزې وليکي دا د ټپيزې يا لنډۍ اصلي فورم ته زيان رسوي؟ دا بله فرضيه به هم وړاندې کړو: که ډېر قوي شاعران د ټپيزو په فورم کې قوي محتوا وړاندې کړي بيا به څه ووايو؟ اصلي خبره دا ده چې په يوه ادبي فورم کې په زرګونو تجربې  وړاندې کېږي او تکرارېږي، له يوې نيمې يې غمى جوړېږي او عم مقبوليت ته رسېږي. د محتوا کمزوري تر ډېره حده د پنځوونکو په هنري کمال پورې اړه لري، نه په فورم پورې، البته ځينې فورمونه داسې دي چې د فکر د بيان لپاره خپلې خپلې اسانتياوې لري، دا هم په پنځوونکې پورې اړه لري، چې د خپل فکر او محتوا د بيان لپاره کوم فورم انتخاب کړي.

٢- ټکوريزه:
ټکوريزه په پښتو ادب کې بله جوله ده چې غالباً تر ټپيزې وروسته رامنځته شوې ده. له ټپيزې سره يې توپير دادى چې دا فورم په مجموعي ډول شپږ مسرې لري او ټپيزه پينځه. په ټکوريزه کې څلور مساوي الوزنه مسرې چې د يوې څلوريزې بڼه لري؛ د ټکوريزې لومړى اصلي برخه او دوه وروستۍ مسرې چې اصلي لنډۍ ده، د ټکوريزې دويمه برخه جوړوي.
که څه هم د (ټکوريزې) نومونه يوه محتوايي اصطلاح ده نه شکلي، خو بيا هم چې د يو شکل لپاره غوره شوې ده، پر ذهن بده نه لګي. ټکوريزې ته ځکه محتوايي اصطلاح وايو چې يوه محتوا بيانوي؛ يانې همغه شعر چې زړه ته تسکين او ټکور ورکوي. لکه مرثيه، ويرنه، وياړنه يا غندنه چې محتوايي فورمونه دي. يوه ويرنه يا مرثيه کېدى شي په غزل، قصيدې، مثنوي او يا هم کوم بل فورم کې وړاندې شي، دغسې په يو غزل، قصيده، يا بل شعري فورم کې کېدى شي، ټکوريزه محتوا هم وړاندې شي، نو دلته بايد د فورم بڼه يا محتوايي شکل په دقت سره وارزول شي، خو له دې سره سره ټکوريزه ډېره ښايسته او خوږه نومونه ده او راساً د سړي د زړه تل ته لاره کوي او د هغه شعري فورم، چې د يوې لنډۍ او څلورو لنډو محدالوزونه مسرو لرونکى وي، د هغه لپاره يې کارونه مناسبه برېښي.
ځينې ليکوال وايي چې ټکوريزه اصلاً له يوې قطعې او يوې لنډۍ څخه جوړېږي. دلته ځينې کسان د (قطعې) او (څلوريزې) ترمنځ توپير نه کوي. قطعه او څلوريزه دواړه هغه شعري فورمونه دي، چې له عربي څخه پښتو ته راغلي دي، د دواړو د مسرو شمېر سره مساوي وي، خو توپير يې يوازې په دې کې وي چې د قطعې دويمه او څلورمه مسره په خپل منځ کې مشترکه قافيه لري او د څلوريزې بيا لومړۍ، دويمه او څلورمه مسره خپل منځ کې مشترکه قافيه تعقيبوي.
قطعه:
بيا د ميو جام به مات کړم
چې ځواني شي زما تېره
په ځوانۍ کې ګناه خوند کړي
په پيرۍ کې تقوا ډېره

هندسي جوړښت:

 

څلوريزه:
د مار که نه وي په تن کې زهر
سردار که نه لري خنجر د قهر
دا دواړه توکه به زما په پوهه
نه ياد په کلي وي نه ياد په شهر

هندسي جوړښټ:


(د پښتو شعر هندسي جوړښت، ٤١ او ٤٦ مخونه)

البته رديف لرونکې قطعې او څلوريزې هم همدا شکل تعقيبوي، خو يوازې رديف يې زيات وي. کله چې موږ د ټکوريزې بڼې ته ګورو، نو لومړۍ برخه يې د څلوريزې تر فورمول لاندې راځي، نه د قطعې تر چتر لاندې.
هېڅ درنه نه وړي
غم به په زړه وړي
خوږو له در شي
همېش ترخه وړي

خويندې د ورور له کوره څــه وړي
خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځينه

دا نورې مه کړې
بې کورې مه کړې
پښتنې پېغلې
سرتورې مه کړې
خدايه ګورګورې تورې مه کړې
جينکۍ سرې شونډې وروړي تورې راوړينه.        (ګورګورې، محبوب شاه محبوب)

ټکوريزه هم لکه د ټپيزې په شان د لنډۍ تابع ده، يوازې د مسرو او څپو په شمېر کې توپير لري.
ددې ټکوريزې هندسي جوړښت په دې ډول دى:

سويه ګوګله!
مړ شې پاګله
زما جانانه
د ګلاب ګله
پاس په کمره ولاړه ګله
نصيب د چا يې اوبه زه درخېږومه

جانانه خاندې
سترګې دې لاندې
په ترڅ راګورې
هيلې دې تاندې
جانانه زېرى مې درباندې
زموږه کډه ستاسو کلي ته درځينه.       (ګورګورې، محبوب شاه محبوب)

ددې ټکوريزو هندسي جوړښت په دې ډول دى:

له ټپيزو سره د ټکوريزو بل توپير دادى چې ټکوريزه له لنډۍ پرته هم يوه مستقله مانا لرلاى شي. که لنډۍ ترې لرې هم شي، دا د يوې ځانګړې څلوريزې په شان خپله محتوا ښندي، خو په ټپيزه کې د ټپيزې لومړۍ مسرې د لنډۍ له مانا سره پيوستون لري. تراوسه پورې په پښتو ادب کې ډېرې ټکوريزې نه دي ويل شوي. يوازې محبوب شاه محبوب د (ګورګورې) په نامه د ټکوريزو يوه ټولګه چاپ کړې ده.
د ټکوريزو د اوسني څپيز جوړښت له مخې د هرې مسرې د څپو شمېر (٥) څپو ته رسېږي. دا فورم لا نوى دى، نورې تجربې ته هم اړتيا لري، وبه کتل شي چې شپږ څپيزې، اوه څپيزې او اته څپيزې ټکوريزې هم راټوکېږي او که نه يوازې پر همدې (٥) څپيزې ودرېږي او د ټپيزو په شان (٩) څپيز ثابت شکل غوره کوي.
د ټپيزو په شان د ټکوريزو هم يو شمېر مخالفين شته او پر دې فورم هم لکه د ټپيزو هغو په شان نيوکې کوي. خو له نيوکو سره سره دا فورم هم د خپلې بشپړتيا پړاوونه وهي، که چېرې ټکوريزې پر همدې پنځو څپو ولاړې پاتې شي، نو د څپيز جوړښت له مخې به يو ثابت شکل غوره کړي، خو د پيغام د لېږد لپاره به يې لمن پراخه نه وي، نو که شپږ څپيزې، اوه څپيزې او اته څپيزې ټکوريزې رامنځته شي، د پرمختګ چانس يې هم ډېر زياتېږي او د موسيقۍ لمن ته هم په اسانۍ سره لاره کولاى شي.

٣- هايکو:
هايکو يوه جاپاني کلمه او د يوه جاپاني شعري فورم نوم دى، چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کوچنى شعري فورم ګڼل کېږي. دا هغه ډول شعري فورم دى چې نه وزن لري، نه قافيه، نو ځکه يې ليکوال يا شاعر په پنځونه کې ازاد دى، څومره چې دا د وزن او قافيې له قيده ازاد دى، همدومره يې ليکل سخت دي، ډېرې باريکۍ او ژورتيا ته اړتيا لري.
ادبپوهان وايي چې دوه زره کاله پخوا (هايکو) د (تانکا) په نامه د (٣١) څپيز شعر لومړنۍ برخه وه، دا هغه ډول شعر و چې د پوښتنې او ځواب په بڼه ويل کېده، وروسته بيا په (١٦) ميلادي پېړۍ کې لومړى اولس (١٧) څپيزه برخه له دويمې (١٤) څپيزې برخې جلا او د يو خپلواک فورم بڼه يې خپله کړه. (د صديق الله بدر ليکنه).
په جاپاني ژبه کې هايکو له ډېرو باريکيو ډکه ده. په همدې خاطر يو الماني ژباړن (مانفرد هاوسمان) په دې نظر دى چې له جاپانۍ پرته د نړۍ هېڅ ژبه ددې توان نه لري، چې په (١٧) څپو کې همغه څه بيان کړي، چې يو جاپانى شاعر يې د هايکو په قالب کې بيانوي.
په جاپاني ژبه کې د هايکو هندسي جوړښت په دې ډول دى:
________ پينځه څپې
____________ اوه څپې
________ پينځه څپې

دا فورم ټولې درې مسرې لري چې لومړۍ او درېيمه يې سره مساوي يانې هره يې پينځه پينځه څپې لري، خو دويمه يې بيا لږ اوږده ده چې ټولې اوه څپې لري. جاپاني هايکو بيا د پښتو لنډۍ په شان هم نه ده، چې شاعر يې معلوم نه دى او هر څوک چې د زړه درد او غم ولري، احساس پرې غلبه وکړي، لوستى وي که نا لوستى، پېغله وي که ځوان ټول يې ويلاى شي. جاپاني هايکو ډېره باريکه او له خاصو نزاکتونو ډکه ده، يوازې ډېر مطرح شاعران يې ويلاى شي، هغه شاعران چې په هايکو کې مهارت لري هغه څرګند دي.
(ماتسويو باشوريا) (١٦٤٤-١٦٩٤م) (بوسون) (١٧١٦-١٧٨٣م) (ايسا) (١٧٦٤-١٨٢٧م) او (شيکي) د (١٨٦٧-١٩٠٢م) نامتو هايکو ويونکي دي. د دوى د هر يوه، يوه يوه هايکو به هم راوړو:
ماتسويوباشوريا:
زوړ ډنډ
د کانټار منډه
د اوبو غږ

بوسون:
د زاړه ډنډ غاړه
کانټار زړېږي
رژېدلې پاڼې


ايسا:
دا شبنمي نړۍ
بېشکه شبنمي ده
خو تراوسه...

شيکي:
فکر کوم
دا مې وروستى کال
دا امبلوک خورم
هر څومره او په هر ډول چې جاپاني هايکو د نړۍ نورو ژبو ته واړول شي، هغه خوند او هنر نه شي لېږدولاى لکه په خپله، چې په اصلي جاپاني ژبه کې خوندي دى. جاپاني او چيني ژبه د هجايي سيستم لرونکې دي. په دې ژبو کې څپه يا هجا خپله يوه مستقله مانا لري، خو په پښتو او ځينو نورو ژبو کې له ځينو استثنايي حالاتو پرته څپه خپله کومه مستقيمه مانا نه لري.
دا چې جاپاني هايکو څه وخت او څه ډول پښتو ته راغلې ده، تراوسه پورې دقيق معلومات نه شته او نه هم په پښتو کې کټ مټ جاپاني هايکو ته ورته شعرونه ډېره سابقه لري.
په پښتو کې ظفرخان ظفر (د ناوې لور) په نامه د (هايکوګانو) يوه ټولګه لري. په دې ټولګه کې (٣٠٢) هايکوګانې راغلي، لومړى ځل په (٢٠٠٤) او بيا په (٢٠٠٨) م کال کې چاپ شوې ده.
يه خدايه پاکه ما په دې مه نيسه!
زه خو دا خلک خندومه ځکه
چې څوک له غمه خودکشي ونه کړي.

ما چې وهل او ټکول وخوړل
ماته ارمان ددې خبرې راغى
زه د جانان کوڅې ته څله تلمه.


تر ظفرخان ظفر وورسته ځوان ليکوال محب الله سباوون هم د خپلو هايکوګانو يوه ټولګه چاپ کړې ده. (( په چنارونو دې لمبې پورې شي)) دا ټولګه (٤٢٩) هايکوګانې لري.
موږ چې کيسې د ماشومتوب کوو نو
سترګې يې ډکې شي له اوښکو وايي
ځه سباوونه اکوبکو وکړو.


ځه چې کړو ماته د ماحول خاموشي
محبوبې زه به هايکو ووايم
ته خو جينۍ يې ځه ټپه شه په کې

اوبه دې تېل شي نور ددغې چينې
ما او جانان چې ورله نه راځو نو
په چينارونو دې لمبې پورې شي.

پورتنۍ هايکوګانې چې موږ ګورو له جاپاني هغو سره يې درې غټ توپيرونه دي: لومړى دا چې د پښتو هايکو د درېواړو مسرو شمېر سره مساوي دى، دويم دا چې دا هايکو يو مقيد وزن تعقيبوي او درېيم دا چې د پښتو د ټولو هايکوګانو د څپو شمېر سره مساوي نه دى، يانې د څپيز جوړښت له مخې کېدى شي د يوې هايکو د څپو شمېر يو ډول او د بلې بل ډول وي.
خو د هرې هايکو د خپلو مسرو د خپلمنځي څپو شمېر سره مساوي دى.
پورتنۍ هايکوګانې ټولې (١١) څپيزې دي. درې واړه مسرې يو واحد وزن تعقيبوي.
خو نورې هايکوګانې هم شته چې د څپو د شمېر له مخې له دې توپير کوي.
د نجيب الله عامر يوه هايکو:
خدايه يو غټ زړه راکړې
لکه د غره په شانته
خو چې د کاڼي نه وي.

د څپو شمېر يې اووه اووه څپې دى.
خو د پښتو د ټولو هايکوګانو هندسي جوړښت يو شان دى.
____________
____________
____________
په دې ډول که موږ د شکل له پلوه وګورو پښتو هايکوګانې له جاپاني هغو سره پوره توپير لري، داسې نه دي لکه د غزل، قطعې، رباعي، قصيدې او نورو په شان چې په پښتو او عربي کې يو ډول شکل لري. د محتوا له مخې هم پښتو هايکو ګانې اکثره مزاحيه رنګ لري، خو جاپاني هايکو د طنزيه محتوا ترڅنګ د طبيعت د ښکلا انځورونې يوه ښه هنداره ده.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد محمداجان حقپال په وينا: ((ښاغلى سيال کاکړ هغه شاعر دى چې د هايکوګانو يوه ټولګه لري. د کاکړ صيب هايکوګانې د جاپاني هغو په شان ټولې (١٧) څپې لري، چې لومړۍ او درېيمه يې پينځه پينځه او دويمه يې اوه څپې لري.)) ما خپله تراوسه د سيال کاکړ صيب هايکوګانې نه دي ترلاسه کړي، کنه دلته مې ضرور د هغو بېلګې راوړلې. دا هم ماته څرګنده نه ده چې د سيال کاکړ هايکوګانې د جاپاني هغو په شان بې وزنه دي او که مقيد وزن لري؟
د پښتو څانګې بل استاد بريالي باجوړي راته وويل چې د پښتو بل نامتو ليکوال (محمدنواز طاير) هم د هايکوګانو يوه ټولګه لري، خو دا ټولګه هم تر دې ليکنې پورې ما ترلاسه نه شوه کړاى. په هر حال په پښتو کې د هايکوګانو سکښت او جوړښت د هغو د ټولو ټولګو ترلاسه کولو وروسته په هر اړخيز ډول څېړل کېدى او شنل کېدى شي.

اخځونه:
١- پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار، پښتو ټپيزه د جاپاني هايکو ترڅنګ، ١٣٩١ل کال.
٢- محبوب شاه محبوب، ټپيزه او ټکوريزه د ټپې معنويت ته ګټه رسوي که تاوان؟ ١٣٩١ل کال.
٣ – انورالحق، ټپه که د ولس مال دى نو ټپيزه د چا ده؟ ١٣٩١ل کال.
٤ – محمد حنيف حيران، د پښتو ټپيزې رامنځته کېدل، برياوې او پر وړاندې يې اندېښنې او چيلنجونه، ١٣٩١ل کال.
٥ – صديق الله بدر، هايکو، ١٣٩١ل کال.
٦ – عبدالله کمال، پښتو ادب ته هايکو له کوم لوري راغله؟ ١٣٩١ل کال.
٧ – محمدعزيز تحريک، د اخلاقي جرئت غوره سمبول، ١٣٩٠ ل کال.
٨ – محمد اسمعيل يون، د پښتو شعر هندسي جوړښت، ١٣٨٧ل کال.
٩ – محبوب شاه محبوب، ګورګورې، ١٣٩٠ل کال.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery