مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په خوست کې د في البدیهه مشاعرو د لړۍ یوه بله کړۍ

زاهد شاه انګار )
ازمون صیب خوست ته راغلی وه د پنجشنبې پر ورځ یې د سولې په یوه کاروان کې د ځاځي میدان ولسوالۍ ته هم سفر لره خدایه شته ما هم په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ولیده ځکه یوه ورځ مخکې له کابله راغلی وه شپه یې له ډاکټر سلام سره وه هغه تیره شپه د خوست له یو څو نورو فرهنګیانو سره د خوست والي په کور کې میلمه و ه پردې ورځ (شنبه) غرمه مهال ما ورته زنګ وکړ ورته ومې ویل چې بیګاه ته به په خوست روزنیز او فرهنګي مرکز کې بنډار جوړ کړو راسره ویې منله خو دا خبره یې ورباندې زیاته کړه چې په بنډار کې باید د خوست هنرمندان او سندرغاړي هم وي د ازمون صیب امر خو د ولسمشر د فرمانونو غوندې نه دی چې څوګ به یې ونه مني ورسره ومې منله ورځ تیره شوه ماښام مهال د خوست یو شمیر ځوان شاعران او یو شمیر فرهنګیان یو په بل پسې راپیدا کېدل د چا خبره چې حجره پوره ډکه شوه په استاذ لال پاچا ازمون سربیره فیض الله غمخور، محمدالیاس وحدت، نقیب الله متونوال، عبدالمجید عارف، سپین روان نورزی، لمرنیازی، کمال شهزاده، اکبراقبال، نوراجان بهیر، ډاکټرسلام، عبدالواسع تسل، اصغراکبري، رحیم سکندر، شهزادالله حمیدي، طیب بریال، لاهورعابد، نثارالله احسان، هلمند متونوال او نور یو شمیر ځوانان هم وو د هنر مندانو په ډله کې تاج محمد متونوال، رشید ، محمدي، او امجد کورمي وال ، وو تیر ماسخوتن بنډار پیل شو لومړۍ د بڼدار ګډونوالو شاعرانو شعرونه واورول ما ( انګار ) او استا‌ذ ازمون خو تر شعر اورولو مخکې څه خبرې مبرې هم وکړې د خوست ځوانو شاعرانو ښکلي غزلونه واورول د بنډار ارزونه سپین روان نورزي وکړه په خوست کې یې له دا ډول بنډارونو په خوښۍ یادونه وکړه تر مشاعرې وروسته د موسیقۍ محفل ګرم شو رباب چې د هارمونیې او طبلې سره سُر کېده تر هغې مو ټوکې ټکالې کولې ما د یو چا خبره ورته یاده کړه چې ویلي یې وو (رباب چې سُر کیږي زه به له غره نه یو بار لرګي هم راوړم) سندرغاړو ښکلي غزلونه په موسیقۍ کې تاو راتاو کړل خو ازمون صیب ته بیا خوستوالو سُروکو او سندرو خوند ورکاوه څومره چې شپه پخېده هومره موسیقي هم تودېده د شپې تر یوې ۱ بجې پورې دا سلسله روانه وه خو تر یوې بجې ۱ ټول راټول شوي نه وو پاتې وحدت صیب ، او متونوال صیب خو مخکې تللي وو او ځینو نورو باندې هم چې خوبونو زور کړی وه تر پایه نه وو پاتې یوه ۱ بجه ازمون صیب هم ویده شو مونږ سره پاتې شو. د خوستوالو په اصطلاح ایرې مو سره مړې کړې د تېر په څېر د في البدیهه مشاعرې لپاره سره راغونډ شوو پوره نیمه ګړۍ خو د کړۍ یا مطلع په اچولو سره بوخت وو سړی به څه دروغ ووايي زه خو چې مخامخ موسیقي واورم سر مې ګړی شي کمال شهزاده دا مطلع واچوله ( د سندرو له اسمانه راروان دي ) ( توري ستوري مو په زړونو کې روښان دي) ورپسې ما(انګار) حمیدي، بریال، اکبري، سکندر، څه کړۍ پسې ورزیاتې کړې دا مو الحاج اصغر اکبري ته وسپارلې هغه به یې تر کمپوز وروسته فیس بوک او ویب پاڼو ته ورولیږي ا نشالله خپاره به شي بختیار ساحل صیب چې د شوګېرې کتاب یې چاپ کړی او ښه کار یې کړی د دویم ټوک لپاره به یې څه نا څه مواد پیدا شي خو بختیار ساحل ورورجان ته دا سپارښتنه کوم که راتلونکي شوګېرې خپروي نو د في البدیهه مشاعرو په تړاو تر مشاعرې مخکې دا لنډې خبرې دې هم ورسره چاپ کړي ځکه دا د اوس او راتلونکي لپاره ډېر ګټور تمامېدای شي په ټوله مینه او ټول زړه زاهد شاه انګار خوست ( خوست روزنیز او فرهنګي مرکز ) یکشنبه : سهار : نهه بجې او پنځوس دقیقې في البدیهه مشاعره شهزاده د سندرو له اسمانه راروان دي توري ستوري مو په زړونو کې روښان دي ............................................................ انګار ترې ساته یې نجونې درغلې باغوانه غوړیدلي سره ګلونه د جانان دي ........................................................... اصغراکبري یوې پاکې سجدې ته مې وزګار کړه ښکلیه مات یې کړه په زړه کې مې بتان دي ......................................................... سکندر ځیرې سترګې له هر لوري نه راوځي چې په لاس کې مې سره زر دي که خوبان دي ......................................................... بریال ته هر ځلې راته وایې چې بې مینې لوی واړه دې په والله چې راته ګران دي ...................................................... حمیدي هسې ځان به د اورونو مینځ کې ګیر کړې د دوو زړونو بیلول کله اسان دي ................................................. انګار چې ډېر ډېر مې لمسوي سپینې خولګۍ ته سره غمي دې په پیزوان کې شیطانان دي ...................................................... شهزاده جوړ غاټول یې امامت ته ځان تیار کړ پسې شاته په صفو کې بلبلان دي ....................................................... اصغراکبري هر یو خیال مې ستا د حسن په والکه کې د غزل توري مې تا باندې ودان دي .................................................... حمیدي هره چاره کې وي لږه ډېره ګټه خو د ښکلو یارۍ ټولې په تاوان دي .................................................... سکندر د قسم وراچولو حاجت نه شته په محفل کې شاعران ټول میینان دي ................................................... بریال ته مې پیر زه دې مرید یمه جانانه تش په خوله خو دې بې شمیره مریدان دي ..................................................... انګار پر اوږه ټوپک ته لاس مه راوړه یاره ترې شرمیږمه تر څنګ مې تربوران دي ........................................................ شهزاده دحسرت چیغې یې ځي تر اسمانونو لیوني روان په لور د بیابان دي ................................................. اصغراکبري زهر زهر دي خوږې شکرې نه دي رقیبان دې په لستوڼي کې ماران دي ................................................... حمیدي ټوله شپه لکه اغزیو کې چې پروت وم د کټ واړه بازوګان مې ښاماران دي ................................................. بریال پرون چا راته ویل دلدار دې ژاړي سپینې اوښکې یې په ډول د باران دي ............................................... انګار ښه ډبله شکرانه ملا جان غواړي ورته وايي چې تعویذ کې ټول زعفران دي .................................................. شهزاده غبرګې اوښکې مې زړګي ته تسل راکړي دغه ستوري په ما څومره مهربان دي ................................................ اصغراکبري ستا باڼه او زما زړه دې خدای پخلا کړي ماشومان په نه خبره سره وران دي .................................................. انګار د خوست ژڼي شاعران نیغه شمله دي واړه ښکلي په ټپه په یا قزبان دي ................................................ شهزاده د خوږو سترګو دې زر وارې قربان شم د خواږه نظر دې څومره پیروان دي ............................................... اصغراکبري د وجود په هر یو رګ مې پاچاهي کړي عجیبه ده ستا په سترګو کې پیریان دي .................................................. انګار دا په نیمه شپه چې غاړه غاړۍ کیږي دا غنګي غنګي سیندونه د لغمان دي .............................................. شهزاده اخر لاس به مې ستا څڼو ته رسیږي په دعا راته د کلي ماشومان دي ........................................... اصغراکبري په بډایه ښکلا فرض دي زکاتونه په محل کې دې پراته څومره خواران دي ...................................................... انګار همیش وایو میړاني او ویشتندي یو غیرتونه په خوله نه دي په ایمان دي ................................................. شهزاده پاچا اسلام علیکم که قبول شي په دربار کې دې ولاړ څو ملنګان دي ............................................. انګار تاته لنډ ښکاري لاسونه مې اغیاره رسیدلي له پامیره تر بولان دي .................................................... شهزاده دا چې ګورم د پاچا پخوا کې اوسي خدایزده دغه خلک ولې پریشان دي ....................................................... انګار هر ښکاري مو د وطن په شنه اسمان کې رانیولي په دامونو کې بازان دي ................................................. شهزاده د ښکلا په سمندر کې په لامبو یم د خوند څاڅکي مې په زړه را اویزان دي ..................................................... انګار نور یې نه شې تیرویستلی اهریمنه واړه ښکلي اوس په خوا کې د یزدان دي ........................................................... شهزاده د زړګي په هر یو رګ کې مې روانې ازانګې خورې د کوم یوه اذان دي ....................................................... انګار ته وا کړي یې مزلونه دي د غرونو ټول خیالونه مې نن ډېر ستړي ستومان دي ....................................................... شهزاده ستا هر پل ته به لمنه پاڼې توی کړم په ګلونو مې بار کړي سره اوښان دي ............................................... اصغراکبري نن زما صبا به ستا غاړې ته درشي فکر مه کوه غمونه په دوران دي :::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery