مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2012-10-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتنو لپاره د مشرتوب د نشتوالي ستونزه

احمدجان تڼی
په ټوله پښتونخوا کې ( د اموڅخه نیولي تر اباسین او کراچی پورې) د پښتنو ټولوژنه د منظم پروګرام سره روانه ده. هره ورځ په سل ګونو بیګناه او بې دفاع پښتانه په دی لویه سیمه کې وژل کیږي او د ورځې زیات د پښتنو کورونه او کلي ورانیږي. په دې ورځو کې په سوات کې په ملالی یوسفزی باندې چې د ښوونځي خوا ته روانه وه د وسله والو کسانو له خوا برید وشو . ملالی یوسفزی او د هغې د ټولګي ملګري ژوبلی شوې. په همدې ورځ او همدې شیبه کې یو شمیر وسله والو کسانو یو دولس کلن شپونکي د غوربند په ولسوالی کې وواژه او میږې یې ترې بوتلی. دا چې په دې کسانو باندې چا برید وکړ ، هغه مهمه نه ده . مهمه دا ده چې د دوی موخه یوازی او یوازې ددی تنکیو پښتنو ماشومانو وژل و. په همدې ورځ په لس ګونو پښتانه په کندهار، هلمند، کنړ، خوست ، وزیریستان او خیبر دره کې ووزل شول. دا ټولې وژنی په ناڅاپی توګه نه دي تر سره شوي بلکې دا د حکومتونو او پټو سرویسونو د پروګرامونه د تطبيق نتیجه ده . دا دیرش کاله کیږی چې په پښتنو باندې دا ناورین روان دی. د میلیونو پښتنو هډونه خاورې شول، په زرګونو د دوی کلي وران شول. او دا لړۍ روانه ده. بلې په وزیریستان باندې بې پيلوټه الوتکې ګرځي په پنجاپ پورې تړلی پټې سرچینې دې الوتکو ته هغه کورونه په ورښيي چې باید ددې الوتکو له خوا وویشتل شي . د سوات څخه تر باجوړ ، کراچی او بادغیس پوری يوه د پښتنو کورنی هم ارامه شپه خوب نه شي کولی . په ټول افغانستان کې يو داسې ځای نه پيدا کيږي چې کوچیان پکې واړوي او کیږدۍ پکې ودروي. ټول افغانستان د دوی له پاره د اوسنې ادارې له خوا په سور اور اړول شوی دی. نه د دوی څخه د اساسی قانون په بنسټ یوه کورنی میشت کړل شوه او نه دوې مرکزی افغانستان چې زرګونه کاله راپدې خوا د دوی د مېنو ځای و او هلته خپل شخصي ملکیتونه لری نه پریښودل کیږي . هو ، دا دیرش کاله کیږي چې د پښتنو د تباهي له پاره په ژوره توګه سنجول شوی پلان تر لاس لاندې دی چې په هغه کې تهران ، پنجاپ ، په افغانستان کې متعصبې کړۍ پراخه برخه لری او په دې پلان کې امریکا او نور لویدیز هیوادونه هم را ګډ کړل شوي دي. په دې سلسله کې نه یوازې په خپله عادي پښتانه د ډيرې خطرناکی توطيې قربانی شوي دی بلکې هڅه شوي ده چې په پښتون توکم پورې علما ، پوهان ، مشران او ملي سوداګر په نښه شي. د لوی عالم او ملی شخصیت پوهاند سید بهاوالدین مجروح په شهادت رسولو څخه نیولي تر پوهاند استاد محمد حکیم تڼيوال پورې په زر ګونو ښوونکي او استادان د نړیوالو توطيو ښکار شول. په دې ډول د پوهاند ډاکټر شجاعي او استاد خانباز سپلګين هډونه په جیل کې خاورې شول. دا منظم پروګرام دی چې پښتون اولس باید د علم او پوهې څخه بې برخې شي په پښتني سیمو کې په ټوله پښتونخوا کې د ښوونځيو د تړلو هڅې کیږي. او تر اوسه په دې سیمو کې په سل ګونو سیمو کې ښوونځي تړلي دي. ددې په اړخ کې د پښتنو د مشرانو وژلو پروګرام په تیرو لسو کلونو د پښتون دښمنه کړیو له خوا روان دی په دې وروستیو کې دا لړۍ د وروستي ځل له پاره د شهید عبدالاحد کرزي څخه پیل شوه چې د هغو په لړ کې د حاجی عبدالقدیر، عبدالمجیدبابی ، ملک زرین ، انجینر محمدعمر ، اکرم خاکریزوال، کوماندان امان الله، مولوی ارسلا رحمانی په ګډون یوازې د لوی کندهار څخه د پنځو سوو څخه زیات ، د ازادو قبایلو څخه د یو نیم زرو څخه زیات او په دې ډول د لویې پښتونخوا په سیمو کې په سل ګونو پښتانه مشران وژل شوي دي. په دې ډول په څوڅو ځلو د پښتنو په پيژندل شویو کسانو باندې لکه افضل خان لاله، افتاب احمد شیرپاو ، ګل اغا شیرزي او نورو په لس ګونو پښتني مشرانو باندې بریدونه شوي دي. د پښتنو د وژلو په سلسله کې یوازې د دوی په مشرانو او علماو باندې بسنه نه ده شوي بلکې د پلان سره سم په پښتنو هنرمندانو لکه غزاله جاوید ، ایمن اوداس ، یاسمین ګل او نورو باندې بریدونه شوي او وژل شوي دي . دا لړې د خان قرباغي او بخت زمینې څخه پیل او تر غزاله جاوید پورې یې دوام وموند . دې بریدونو ته شخصي جنبه ورکول کیږي خو که ورته ځير شو دا بریدونه د یوه پلان له مخې د پټو سرویسونو له خوا تر سره شوي دي تر څو د پښتانه د فرهنګ او کلتور په ساحه کې وروسته پاتي کړي. د پښتنو دښمنانو نه یوازې د پښتنو په ټولوژنه ، د هغوی د مشرانو، پوهانو او هنرمندانو په له منځه وړلو کې هڅه کړي ده بلکې دوی د پښتنو تاریخي ویاړنې هم له منځه وړي دي. دوی د پښتنو د شخصیتونو په مزارونو بریدونه کړي او هغې ته یې سپکاوی کړي دی. چې د هغې له جملې څخه موږ د ستر صوفي شاعر رحمن بابا، د پښتو غزل پلار حمزه شینواري، د لوی شاعر او سیاستوال اجمل خټک او په نورو په لس ګونو د پښتنو نیکه ګانو په مزارونو بریدونه کړي او هغه یې وران کړي دي. د پورتنیو پیښو د څيړلو څخه برسیره کیږي چې د پښتنو د مشرانو، روڼ اندو ، سیاستوالو او هنرمندانو د وژلو د پاره درې شبکې چې په پنجاپ، تهران او په افغانستان کې په متعصبو کړيو پورې تړلي دي کار کوی چې په دې درې شبکو کې تر ټولو زیاته هغه شبکه چې په پنجاپ پورې تړلي ده ډیره فعاله ده. ددې شبکی وروستی لاسته راوړنه په ملاله یوسفزی باندې وژونکی برید و. د رسنیو د رپورټ سره سم په ملاله یوسفزی باندې د پوځ د پوستې په اړخ کې برید وشو. دا په دې مانا چې د برید کونکو سره د پنجاپي پوځ ملاتړ موجود و. په تیره پیړی کې هڅه وشوه چې پښتانه خپل هویت د( پښتون ) په توګه هیر کړی او ځانته نوی مصنوعي هویتونه پیدا کړی. دا هویتونه عبارت دی له: په افغانستان کې د افغان په نوم، د پنجاپ په استعماري هیواد کې د ( پاکستاني ) په نوم ، او په ایران کې د ( د ایراني ) په نوم . په دې کې هیڅ شک نه شته چې افغان د پښتون مانا نه افاده کوی. پښتنو د زرګونو کلونو راپدې خوا د ( پښتون) په نوم چې د ( بخدی یا پختي او پښتي ،پکتی) د سیمې اوسیدونکي و، او هلته یې لوی تمدن تشکیل کړی او وروسته د پخت، پښت او پکتویس په نومونو سره نورو سیمو ته خپاره شول. ګنداهار، اراکوزیا، اریوا ، پښتيخا او په نورو نومونو سیمې د پښتنو د اوسیدو سيمې وې. په دې ډول لوی احمدشاه په خپل کتاب کې د پښتنو هیواد چې د امو او اباسین تر منځ پروت دی د پښتونخوا په نوم بللی دی. ده په خپلو فتوحاتو کې د پښتونخوا يووالی تامین او د هغه دښمنان یې وځپل .پښتونخوا ته دا نوم لوی احمدشاه بابا ورته ایښې نه دی، بلکې دده په واکمنی په مهال او یا د هغې څخه مخکې د پښتونخوا په نوم یادیده او ده يوازې دا نوم په خپل کتاب کې را اخیستی دی. د پښتنو ضد پلان نه یوازې د دوې په ټوټی کولو ، د دوې په ټولوژنه، د دوی د مشرانو په فزیکي توګه په له منځه وړلو، د دوی فرهنګي ویاړونو په محوه کولو کې خلاصه کيږی بلکې د پښتنو په وړاندې بل مهم پلان ایدیولوژیکه جګړه ده. پنجاب او روس ددې له پاره چې په پښتنو کې د پښتونوالی او یووالی روحیه له منځه یووسي نو یې دا ډول ایدیولوژی رامنځته کړې. یو ټکي تا باید اشاره وشي چې پښتون اولس ، تر ټولو اولسونو زیات مسلمان و او دې . همدې اولس د اسلام سپیڅلی دین تر اندونیزیا او مالیزیا رسولی دی او په دې لاره کې یې تر ټولو توکمونو زیاته سرښندنه کړي ده. د پنجاپ او روس له خوا رالیږل شوي دواړه ایدیولوژی ددې سبب شوې چې پښتانه روڼ اندی او مبارزین سره وویشل شي او ددې توطیې په نتیجه کي په سل ګونو او یا حتې په میلیونو پښتانه ووژل او یا ټپيان شول. پنجاپ په زر ګونو پښتانه تحصیل کړي کسان د ( کمونستانو ) په تور ووژل. او لړۍ تر ننه روانه ده. خو په دې نوم د بل توکم څخه په بل چا باندې ډز ونکړ. همدارنګه په زرګونو کسان د مقابل اړخ له خوا د ( مجاهد او طالب ) په نوم ووژل شول. دې توطیې په تیرو دیرشو کلونوکې د پښتنو تر منځ درز راپیدا کړ. او ددې درز د له منځه وړلو د پاره اوس نوي ځوانان کارکوي . اوس په افغانستان کې زیاتره پښتانه لوستي کسان په دې باور شوي دی چې په خپلو منځوکې د ( طالب، مجاهد او یا کمونست ) نومونه ونه کاروي. دا یوه ښکاره خبره ده چې په سیمه او نړی کې زیاتره قومونه ملي مشرتوبونه لري او دا مشرتوبونه ددې اړوندو قومو د حقوقو په ساتلوکې د خپل قوم مبارزو لارښوونه کوي. په سیمه او د هغې له جملې څخه په افغانستان کې ډیر قومونه او توکمونه د خپلوسیاسي تنظیمونو لرونکي دي چې دا تنظيمونه د دوی ګټې د سیاسی فعالیتونو له لارې خوندي کوي . په افغانستان کې د هزاره ، ازبک او تاجکانو د توکمونو په اصطلاح په استازيتوب سره ، ټاکلي ډلې او کسان د کابل په اداره کې ټاکلي ونډي او امتیازات اخلي او د کابل واک یې په خپلو لاسونو کې ټینګ کړی دی. د تاریخ په اوږدو کې که څه هم د کابل د حکومتونو مشرانو په خپله په سیمه او افغانستان کې د پښتنو په وړاندې ډیره جفا کړي ده خو په ظاهري توګه دوی په سیمه کې د ټولو پښتنو مشران بلل کیدل. او د سیمې ټولو پښتنو ورته د درنښت په سترګو کتل. د طالبانو د رژیم د نسکوریدو څخه وروسته دا امکانات رامنځته شول چې ښاغلی حامد کرزی نه یوازې د افغانستان ملي مشر شي بلکې په سیمه کې ټول پښتون اولس هغه په خپل مشرتوب ومني . د څو دوکه ورکونکو کسانو په منګولو کې ولوید . هغه په تیرو يوولسو کلونو کې ددې په ځای چې په رښتينی توګه ملی مشر شي او په سیمه کې د ټولو پښتنو مشرتوب په غاړه واخلی . مګر ده د پورتنیو کړیو د اجندا سره سم کار وکړ او هم یې د پنجاپ د استعماري ادارې په وړاندې د تسلیم طلبی سیاست غوره کړ .چې په دې توګه یې ټول پښتون اولس د ځانه پرادی کړ او د نورو له خوا هم خپل نه شو. هغه کولی شول چې نه یوازې افغانان بلکې په سیمه کې ټول پښتانه په ځان راټول کړی او په دې ډول په سیمه او افغانستان کې د پښتنو د ټولوژنې مخه ونیسي او حتې دا امکانات رامنځته شوي و ، چې د افغانستان د لاسه وتلی خاوره بیرته تر لاسه کړل شي . ده نه یوازې دا چانس د لاسه ورکړ ، د ده د متعصبو کړیو سره د همکاری او د پنجاپ ته د تسلیمي سیاست نه یوازې د افغان اولس له پاره زیانمن تمام شو، بلکې دده نوم یې د افغانستان په تاریخ کې تت کړ. په تیرو یوولسو کلونو کې د جګړی د دواړو افغانی خواو څخه چې مشران یې پښتو ژبي دی، په افغانستان کې د پښتنوسره هغه ظلمونه او جنایتونه تر سره شول چې د هیواد په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کيږي. په شمال کې په لس ګونو زرو د پښتنو کډی تر اوسه خپلو کورونو او ځمکو ته نشی راګرځیدای. د هیواد په مرکزی سیمو کې کوچیان خپلو قواله ایي ، شخصي شتمنیو ته نشي ور تللی. په لس ګونو زرو بې ګناه پښتانه په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شول. په راتلونکی کې به ټول هغه کسان چې ظلم او تیری ورسره شوی دی دا حق لری چې د جګړی ټولو اړخونو مشرانو او د دوی شریکانو ګریوانونو ته لاس ورواچوي او د دوې څخه په شرعی محکمو کې پوښتنه وکړي. ښاغلی حامد کرزی د طالبانو د نسکوریدو څخه وروسته په عادی اولس باندې ډډه و نه لګوله بلکې د یو څو کسانو په لومه کې بند پاتی شو ، هغوی چې په هیڅ صورت سره ملي فکر نه لری او په عمومي ډول د پښتنو په وړاندې خپله دښمنی نه پټوي . د کابل د ادارې مشر هم په حکومت کې ټولې مهمې څوکی په نوموړو کسانو پورې د تړلو ډلو په واک کې ورکړې. ده افغانستان د پارسي ژبو په کتار کې ودراوه په دې ډول یې د تاجکانو او هزاره ګانو په غیر ټول توکمونه د ځانه بیګانه کړل. اوس دی حتی( په کابل کې د واکمنو کړیو او پنجاپ له وېری ) دا زړه نه شی کولی چې د پښتنو نوم او د پښتنو په وړاندې د روانې تراژیدی څخه پرده پورته کړي. اوس افغانستان کې پښتانه ، بلوڅ، نورستانیان، پشه ییان، شغنیان، ګوجر، هندوان، اورمړ او نور د واک څخه ځانونه بهر بولی او یوازې د دوی په نظر اوسنی واک د هغو کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو استازي بولی. که په دې اداره کې د نورو میلیتونو څخه څوک په لوړو پوستونو کې کار کوي هغوی هم په پورتنیو ملیتونو پورې د تړلو ډلو د اجندا سره سم حرکت کوي. په واقعي مانا سره په ټوله لویه پښتونخوا کې پښتون اولس محکوم او د هرډول سیاسی او مدني ازادیو څخه بې برخې دی. د کابل څخه نیولي د پښتونخوا تر نورو سیمو پورې تر اوسه داسې ډله او يا وګړی نه دي پيدا شوي چې په واقعي مانا سره ددې محکوم اولس د روا حقوقو ( په یوه هیواد کې د ټولو پښتنو ژوند، خپلواکي ، سوله او دموکراسي) له پاره مبارزه وکړي. د کابل په اداره کې پښتو ژبي چارواکي د متعصبو کړیو د ډاره حتی دا زړونه نه شي کولی چې په پښتو ژبه باندې خبرې وکړي دوی په پارسي باندې شخوندونه وهي. او یا د پښتنو میشتو سیمو د انکشاف له پاره لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي. ددې اساسي سبب دا دی چې مخکې له دې چې په دې څوکیو مقرر شي دوی ته د واکمنو متعصبو کړیو د مشرانو له خوا لوړه ورکړل شوي ده او یا لوړه ورکول کیږی چې د یادو کړیو د اجندا سره به سم کار کوي. په کویټه او پیښور کې د پښتنو په نوم مشرتوبونه تراوسه د پنجاپ تر مستقيمې اغیزې لاندې دي دوی د ټول پښتون او د پښتنو د خاوری د یوکولو د پاره کومه ځانګړي اجندا نلری بلکې د ورځو د پیښو سره سم د پنجاپ په مدار راڅرخې. د پښتنو د واحد مشرتوب په لاره کې پراته خنډونه په لاندې توګه یادولی شو: • په څلورو ټوټو د پښتنو د سیمو ویش( ازاد قبایل، خیبر پښتونخوا، د کویټې پښتانه او د افغانستان پښتانه.) د ځينومعلوماتو سره سم د پښتنو یوه اندازه خاوره د ایران له خوا غصب شوی ده . په دې هکله افغانی جغرافیا پوهان او تاریخ پوهان او سیاستوال چوپ دي. یوازې دکتور رمضان بشردوست د په اولسي جرګه کې استازی په خپلو مرکواو ویناو کې دې ټکی ته اشاره کوي او د مشهد ښار د افغانستان خاوره ګڼي. • د پښتنو سره د پارس او پنجاپ د استعماري حکومتونو دښمنی • په ټوله پښتونخوا کې د يوه ملی سراسري فکر نه شتون د نامعلومو پښتنو ضد کړیو له خوا د پښتنو د مشرانو وژلو دا اولس د یو شمیر ستونزو سره مخامخ کړی دی. او دا ددې سبب شوي دي چې په پښتنو کې د یوه مرکزي مشرتوب د رامنځته کیدو په لازه کې یو شمیر خنډونه راپیدا کړي. د لويې پښتونخوا په سویه په عمومي ډول سره د پښتنو مشرتوبونه په وروستیو پيړیو کې په هرات، کندهار، کابل، پيښور، کویټه ، وزیریستان، ملتان ، لویه پکتیا او نورو سیمو کې راپیدا شوي دي. دې مشرتوبونو د پښتنو اولس د یووالی خواته رهبري کړي او ددوي د ازادي بښوونکي غورځنګ لارښوونه يې کړي ده. اوس هم په کابل ،کویټه ، پیښور او وزیریستان کې د پښتنو سیمه ایز مشرتوبونه رامنځته شوي دي خو دې مشرتوبونو تر اوسه پورې په ملی ایدیولوژي باندې سمبال شوي نه دي بلکې د دوی مبارزې په انحرافي شکل د پنجاپ او په کابل کې د واکمنو پاشیستي کړیو څخه د خیرات غوښتلو په بڼه مخ ته ځي. دپښتنو په وړاندې جګړه مختلف اړخونه لري : • اوس مهال پښتون دښمنه قوتونو د پښتنو د سیمې د جګړو په ډګر اړولي دی چې موخه یې د پښتنو ټول وژنه او ددې اولس کمزوري کول دي. • دویم اړخ د پښتنو په وړاندې اقتصادي جګړه ده ددې جګړې څخه موخه په پښتني سیمو کې د اقتصادي فعالیتونو ودرول او ددې سیمو خلک د اقتصادي پرمختګ څخه بې برخې کول دی. • ددې جګړې دریم اړخ په پښتني سیمو کې د علم او معارف مخنیوی دی پورتنې یاد شوي پښتون دښمنه ځواکونه زیار باسی چې پښتانه د زده کړې او پوهې څخه بې برخې کړي. دوی دلته ښوونځی سوځوی او په مختلفو لا رو سره د لوړو زده کړو موسسو ته د پښتنو زده کونکو مخنیوی کوی. • ددې جګړې څلرم اړخ د پښتنو مشرانو په مختلفو سویو سره وژل دي چې ددې وژلو څخه د پښتنو د مشرتوب او یووالی څخه بې برخې کول دي. اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې څرنګه کیدای شي اغیزمن پښتون مشرتوب را منځته شي؟ په پښتني ټولنه کې د مشرتوب د رامنځته کولو د پاره تر ټولو ښه میکانیزم شته دی. دا میکانیزم جرګه ده په جرګه کې په ستونزو خبرې کيږی، د ستونزو د اوارولو د پاره لاره پيدا کیږي او د دې له پاره مشران غوره کیږي. اوس د پښتنو په وړاندې د جګړې اور د دوی هرې کوڅې ته رسیدلی او هر پښتون وګړی تر ګواښ لاندې دی.په یوه ورځ او یوه شیبه کې دوه ماشومان ( ملاله یوسفزی او د غوربند په سیمه کې پښتون شپون ماشوم ) وژل کيږي. د دوی وژنی د یوې پراخې توطیې برخه دی . ښاغلی حامد کرزی په ملاله یوسفزی خپله خواشينې ښکاره کوی خو د هغه کوچې ماشوم چې دده په اداره پورې د تړلو ملیشاو له خوا وژل شوی ده پټه خوله پاتې کيږي. د دې له پاره باید هره پښتانه کورنی د خپلو غړو د امنیت په هکله فکر وکړي او د هرې کوڅې خلک باید د سیمه ایزو مشرتوبونو په رامنځته کولو سره ددې توطیو د شنډولو د پاره لازم اقدامات وکړي. پښتون مشرتوب باید کوڅې څخه پيل ، تر ولسوالی ، ولایت او تر ټولې پښتونخوا پورې ورسیږي. او دا کومه ناممکنه خبره نه دی. تر ټولو دا مهمه ده چې د پښتنو په ضد د ګومارل شویو سړي وژونکو شبکو ، فعالیتونه افشا شي او د هغوی د پلانونو د شنډولو د پاره لازم اقدامات تر سره شي. اوس ټول پښتانه د بیا یو کیدو په اړتیا پوه شوي دی او وایی ( یا به یو کیږو او ګني ورکیږو) . پښتنو د بابا خان عبدالغفارخان ددې وصیت د عملي کولو د پاره لازمه ده چې یو شمیر عملي ګامونه پورته شي. په تیرو میاشتو کې د پښتنو پیژندل شوي شخصیت ښاغلی افضل خان لاله په پيښور ښار کې په پښتنې سیمو کې د جګړې د اور وژلو تر نوم لاندې یوه لویه جرګه راوغوښتل شوه . په لومړیو کې د زیاتو پښتنو سره دا هیله پیدا شوه چې دا جرګه به په دې بریالی شی چې د ټولو پښتني سیمو له پاره یو سیاسي او ملی مشرتوب رامنځته کړي. خو له بده مرغه د پښتنو دښمنان کرار نه و ناست . دوی دا جرګه تر خپلې اغیزې لاندې راوستله او دا جرګه په دې بریالی نه شوه هغه څه تر سره کړي چې د هغې له پاره جوړه شوي وه. خو پيل سم و. اړینه وه چې دې جرګې ته په خپله ښاغلی حامد کرزی ورغلی وای او له دې لارې یې ځان د یوه ملی مشر په توګه مطرح کړی وای. په دې ډول به د هغې جرګې وزن هم زیات شوي و . خو ده دا ونکړل. خو دی که چیرې د پارسي ژبو کنفرانس وي او یا په تاجکستان کې د سمنک میله وی بیا تر ټولو لومړی دی چپڼه په اوږه ، قره قلی په سر په دې کنفرانس کې ناست وي. حتې دی کولی شول او یا اوس هم کولی شي چې په سیمه او نړی کې د ټولو پښتنو يوه پراخه رښتيني جرګه په کابل ، بلخ، کندهار، هرات ، ننګرهار اویا د افغانستان په کوم بل ځای کې راوغواړي. په هغه جرګه کې د پښتنو د ټولو ستونزوپه هکله خبرې وشي او ورته د اوارې لارې او چارې پیدا کړل شي. دا دده له پاره وروستۍ چانس دی . که چیرې دی په رښتیا د کابل د اداری مشر غواړی چې د پښتنو د اوسنی نسل او راتلونکو نسلونو په زړونو کې ځای پیدا کړی نو باید د پښتنو له پاره د یوه رښټینی مشرتوب په رامنځته کیدو کې مرسته وکړی . چې یوه لار یې یاده شوی دپښتنو پراخه جرګه ده . دی باید د افغان تر پردې لاندی په دې جرګه کې پښتون دښمنه کړیو ته ځای ورنکړي . په هغه صورت کې ډیر امکان شته چې دا جرګه په سیمه او نړۍ کې د سترو مثبتو بدلونو پیل شي. اوس پښتانه مشران په دې پوه شوي دي چې دوی باید یووالی لومړی د خپلو کلیو، ولسوالیو او ولایتونه څخه پیل او د هیواد تر سطحې پورې یې ورسوي او وروسته دې یووالي ته د سیمې په سطحه کار وشي. ددې له پاره چې پښتانه د یوه ځواک په توګه په سیمه کې را څرګند شی اړینه ده چې پښتانه هر چیرې چې وي د یو د بل د روا حقوقو څخه په جوته او په میړانه دفاع وکړي د پښتنو حقوق په دې ډول سره خلاصه کولی شو: • په مورنی ژبه د خپلو ماشومانو له پاره د لوست د زمینې برابرول • د پښتني سیمو ترمنځ ، د تګ او راتګ په لاره کې د خلکو په وړاندې د هر ډول خنډونو( ویزه ، پاسپورټ) لېرې کول • د ټولې نړی له خوا پښتانه د یوه ملت په توګه چې یوه خاوره، ژبه ، دین ، تاریخ او د وينې شریکي لري پيژندل • د ټولې لویې پښتونخوا څخه د استعماري ځواکونو او د پټو سازمانو وتل • په ټوله لویه پښتونخوا ( د امو څخه تر اباسین پورې ) د سراسري ریفرنډم تر سره کول او د یوه متحد دولت اعلانول • د اموسیند څخه تر اباسین پورې په دې سیمه کې د ټولو لږکیو قومونو ( په سیاسی ، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې ) د برابرو حقوقو تامین پښتنو ته د یوه ملي ذهنیت په ورکولو کې رسنۍ ډیر رول ادا کولی شي. په پښتو ژبه د ملي رسنیو رامنځته کول ډيره اړینه خبره ده باید داسې رسنۍ رامنځته شي چې ټوله پښتونخوا تر پوښښ لاندې راولی. دا رسنۍ باید په پښتونخوا کې د هر ډول پیښې په هکله سم تصویر ټولنې ته وړاندې کړي. هغه مهال به په درواغو د مسوولیتونو منل او یا په درواغو په نورو د مسوولیتونو وراچول پای ته ورسیږی. د ساري په توګه په ملاله یوسفزی باندی وژونکی برید د پوځ د پوستې په اړخ کې په خپله په څه مانا دی؟ ملاله یوسفزی یوه پښتنه اتله ده دې د پښتنو میرمنو او ماشومانو د حقوقو له پاره کار کاوه چې د پنجاپی پټو پوځي سرویسونو د برید موخه وګرځیده د ملالې په ژوبلولو سره د ټول پښتون قوم زړونه ژول شول. ددې په ځای چې د کابل د ادارې مشر پښتون اولس ته د خواخوږې پیغام ورکړی ، د پنجاپ ادارې مشر ته یې د خواخوږې پيغام ورکړ. هغه په دې ډول يو ځل بیا پښتون اولس له سترګو وغورځوه. پښتني ملی رسنۍ باید هڅه وکړي چې پښتانه پوه کړي چې د نورو د لاس اله نه شي او ددوی له پاره د پښتانه وینې تويې نه کړي. تیره ورځ مې په فیس بوک کې یو تصویر چې د یوې میرمنې له خوا اچول شوی و لیکل شوي و: ورته وګوری هغه چې حلالیږی پښتون دی، او څوک یې چې حلالوی هم پښتون دی. دا ډیره د افسوس خبره ده. د پښتنو په منځ کې ملي فکر پيدا کول او د ورورولی د فضا رامنځته کول یوازې او یوازې ملی پښتني رسنی کولی همدا رسنۍ دې ته زمینه برابروي چې د پښتونخوا د مختلفو سیمو خلک سره نږدې شي او د یوه واحد سیاسي مشرتوب په رامنځته کولو باندې فکر وکړي کله چې یو واحد سیاسي مشرتوب رامنځته شو او دا مشرتوب یو هوښیار، زړور، زړه سواندې او ټولوته د باور وړ مشرتوب و اوسي. په هغه صورت کې د پښتنو د دښمنانو ټولې توطیې شنډې کیږی اوبیا داسې وخت نه راځي چې استعماري ځواکونو په هدایت به يو پښتون د بل پښتون اویا افغان په ستوني چاړه کیږدي. کله چې پښتانه ( یوازې د پښتون تر نوم لاندې) یو ملي مشرتوب ولري په هغه صورت کې به دوی د پنجاپ ، تهران او په افغانستان کې د معتصبو کړیو د ګټو له پاره ونه جنګيږي بلکې که دوی کار کوي او یا جنګيږي موخه یې باید لویه پښتونخوا او یا طبعي افغانستان( د امو او اباسین تر منځ ) واوسي. دوی به د خپلې مبارزې تیره څوکه استعماري ځواکونو او د هغوی د نوکرانوپه لوري واړوي. یا باید ټول پښتانه په غوربند کې د کوچي شپونکي او په سوات کې د ماشومې ملاله یوسفزی د مظلومانه غږ د اوچتولو د پاره راپورته شي. او دې کار ته یوازې ملي مشرتوب سازمان ورکولی شي. داسې هم نه ده چې په پښتنو کې به ملي مشرتوب رامنځته نه شي . اوس په پښتنو کې د ملي مشرتوب د رامنځته کیدو بهیر پیل شوی دی. اولسونه ویښیږی او سره راغونډیږی او په دې فکر کوي چې څنګه کیدای شی ددې مصیبت څخه ځانونه وژغوري. په دې لاره کې نوي ځوانان ډیر فعال دی او د پاخه عمر څښتنان هم په خپلو تیروکړنو د سره فکر کوي او ځوانان دې ته هڅوي چې د خپلو اولس لومړنې موخې چې هغه: • په سیمه کې د پښتنو د یووالی تامین • په ټوله لویه پښتونخوا کې د استعماري دولتونو دمداخلی او لاسوهنو شنډول • د پښتنو له پاره د متحد هیواد ( د اموسین او اباسین تر منځ ) بیرته رامنځته کول او نړیوالو اوبو ته د لارې پیدا کول • د سیمې د ټولو اولسونو سره په سوله او وروری کې ژوند کول دي د تر لاسه کولو د پاره نه ستړی کیدونکی مبارزه وکړي. پورتني هغه واقعیتونه او موخې دي چې پښتون اولس اړ دې چې باید تر لاسه یې کړي خو اوسنی پښتانه سیاستوال دا زړونه نه شي ښه کولی چې په ډګر سره دا غوښتنی مطرح کړي. دا ځکه چې دوی په افغانستان کې د متعصبو کړیو اوپه سیمه کې د پنجاپ او تهران د استعماري حکومتونو څخه ویريږي. ښکاره ده چې د پښتنو کلیوالي ، ولسوالی ، ولایتي مشرتوبونه باید په ملي مشرتوب واوړي دا په دې مانا چې د ټولو پښتنو یو مرکزي مشرتوب رامنځته شي تر څو په سیمه کې ټول پښتانه د بادغیس څخه تر کراچۍ پورې د هغوی د لارښوونو سره سم عمل وکړي او د یوه ځواک په توګه د نورو قومونو او ملیتونو سره د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي. د پښتنو د يووالی څخه موخه د نورو قومونو او توکمونو سره دښمني نه ده بلکې د ټولو روا حقوقو په تر لاسه کولو سره د نورو سره د وروری په فضا کې ګډ ژوند دی.
spozmai radio ipower mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery