مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتوليکل سوي برېښناليک د راکړي ورکړي ستونزه

عبدالله احسان - هالنډ

عبدالله احسان - هالنډ ۱ جنوري ۲۰۰۶

د ۲۰۰۵ کال په اګست کي چي کله مايکروسافټ د (د انګريزي ژبي) وينډوز ايکس پي په دننه کي د پښتو کاروني د اړتيا وړ  توکي  ( Update )وړاندي کړل ، دې کار د انګريزي ايکس پي کاروونکو ته د پښتو ژبي په ليکلو کي يوه داسي اسانتيا رامنځته کړه چي تر هغه وخت مخکي يې بېلګه نه وه . مګر ډېر هغه کسان چي د کمپيوټر د وينډوز ژبه يې انګريزي نه وي دمايکروسافټ له دې پروګرام څخه کار نه شي اخستلای  هغوی د ټول افغان له کيبورډ څخه کار اخلي .

يو شمېر هغه کسان چي غواړي په پښتوژبه برېښناليکونه وليږي يا يې ترلاسه کړي مګر وخت ناوخته په دې کار کي له ستونزو سره مخامخ کيږي لاندني معلومات وړاندي کوم :

د پښتوبرېښناليک لوستل يا لېږل :

که تاسو د hotmail ،yahoo  يا دې ته ورته برېښناليک څخه کار اخلی دغه لارښود عملي کړﺉ :

يوشمېر هغه کمپيوټرونه چي پرخپل سردپرانستونکو اعلانونو ضد پروګرام يې انسټال کړی وي دپښتوليک په ښکاره کولو کي ستونزي پېښوي . هغه کسان بايدپښتوبرېښناليک داوټلوک له لاري ترلاسه او وليږي .

 که تاسو Outlook Express کاروﺉ لاندنۍ لارښود وګورﺉ .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery