مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانان خپل وطن کى غلامان!!!

پاچا
سرچینه : Stars and Stripes

 

پاچا ­ کليفورنيا ­ امريکا
١٥ جولائى ٢٠١٣
د "افغانانو" د کار څخه شړل د ترهګرو سره د يوځاى کيدو ويره راولاړه کړيده.
, Monday, July 8, 2013 by Heath Druzin
دا د سټار اينډ سټرپس د ورځپاڼى ليکنه ده چى ما ورڅخه ځينى اړوند ټکي ژباړلي دي، تاسو درنو لوستونکو ته وړاندى کيږى.
"بګرام، افغانستان: د بګرام پوځى اډه چى د ناټو ځواکونو لويه لوجستيکى اډه ده  يوه ډيره لويه خطرناکه اوازه د بګرام په ټوله سيمه کى خپره ده چى ګويا د کار څخه د افغان کاريګرانو شړل به د ترهګرانو سره د هغوي يوځاى کيدل حتمى کړى.
کله چى د ناټو پوځيان پس له دولسو کلونو جګړى څخه د افغانستان نه ووځي د افغان محلى کاريګرانو کمول يو حتمى کار دى خو داسى پوښتني کيږى چى د دى دومره کاريګرانود ايستلو معامله به څنګه شى او ايا ددى کار نتيجه به څنګه وى؟ په داسى حال کى چى په راتلونکى کال کى بهرني جګړيز ځواکونه دا هيواد پريږدى نو کيدى شى چى د طالبانو په جګړيزو عملياتو کى به ددى د کار څخه د برطرفه شويو خلکو له امله نور هم زياتوالى راشى.
د بيکارۍ دا ناڅاپى لوړتيا د بګرام په هوائى ډګر او شاوخوا سيمه کى د غربت، جنايتونو او مخدره موادو زياتيدل ددى لامل ګرځى چى طالبان دغه ځوانه طبقه په خپلو ليکو کى د ترهګرۍ لپاره جذب کړى چى دا کار به د طالبانو لپاره د لا ډيرى خوشحالۍ سبب وګرځى. ددى کار باالقوه تآثير د جون د مياشتى په اتلسمه نيټه وښودله چى د بګرام په هوائى ډګر باندى د راکټونو ګولۍ ولګيدى چى په نتيجه کى يى څلور امريکايى پوڅيان ووژل شول. دغه راکټونه د کابل په څلويښت کيلومترۍ کى چيرى  چى ددى هوائى ډګر کاريګران اوسيږى هميشه د دغه ځايونو څخه ورول کيږى.
ښاغلى شمس الحق چى د بګرام د پرمختيا او همبستګۍ سلاکار رئيس دى وويل: " دا اډه ددى محلى کاريګرانو لپاره ډيره مهمه ده او کله چى دا خلک بيکاره شي د سيمى په اقتصاد او بيا رغونه به ډيره لويه اغيزه وکړى چى د بيکارۍ په صورت کى به دا ځوانان ناوړه کارونو ته مخه وکړى".

١


د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه په ټول افغانستان کى اته (٨٠٠) پوځى اډي لرى چى په دى اخرومياشتو کى يى د بندولو کار ډير په چټکتيا روان دى، دا کار به د هغه افغانانو په اقتصاد باندى چى دلته کار کوى ناوړه اغيزه وکړى. يو پوځى وياند وويل چى اوس دلته په (افغانستان) کى يواځى سل (١٠٠) پوځى اډي پاتى دي چى دى کار ټول افغانستان په ځانګړى ډول هغه خلک چي د پوځى اډو سره نږدى اوسيږى اغيزمن کړيدي.
شمس الحق وويل چى د بګرام په ګاونډ کى د دى ورستيو قتلونو او غلاګانو له امله د سيمى خلک د شپى په تياره کى د خپلو کورونو څخه بهر نشى وتلى او ترهګرپه ازادانه ډول په کوڅو کى ګرځي راګرځي. پخوا دلته په بګرام کى چا هيروين هيڅ نه پيژندل خو دا اوس يوه عامه خبره ده. د دوه زرو (٢٠٠٠) په اندازه کاريګرانو  د بګرام او شاوخوا سيمى خلکو په دي اډه کى کار کوو او د هيچا دا باور نه کيده چى دوي به د کار څخه وايستل شى.
يوه ورځ يو څارونکى يعنى سوپروايزر دا کاريګر مخکى له دى چى دوي خبر کړى ددى پوځى اډى تر دروازى پورى بدرګه کړل د هغوي د کار او دروازى د ننوتلو اجازه نامى يى ور څخه واخستلى او ټول يى رخصت کړل. يو ځوان چى شير على نوميږى وويل: "زه ډير خفه يم چى د کار څخه يى وايستلم، ما تقريبآ شپږ نيم کاله کار وکړ، ما به په دي اډه کى د لوجستيکى ټرکونو لپاره کريټونه جوړول اوس د خپل پلار سره په کراچۍ باندى ترکارى خرڅوم. هلته زما د کار څخه ټول راضى وو، ماته خو به يي دومره ويلى واى چى ولى دى د کار څخه اوباسو." همدا ډول يو بل تن چى جان باز نوميږى د بګرام په پوځى اډه کى يى شپږ کاله د اوبو ټانکرونه چلول خو په تير مارچ کى د کار څخه رخصت کړى شو.
هم ديته ورته معامله په کندهار ولايت کى چيرته چى د طالبانو لوى مرکز وو روانه ده. حاجى مختار چى د کندهار ولايت د سولى د شورا غړى دى وويل چى په تير کال کى تقريبآ اويا (٧٠) په سلو کى د کندهار په پوځى اډه کى خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل. کندهار د افغانستان دوهم لوى ښار دى چيرته چى د ايساف د ځواکونو لويه اډه، هوائى ډګراو همدا ډول نوري وړي اډي موجودي دي. مختار دا ويره څرګنده کړه چى د بګرام څخه د کاريګرانو ايستل به د بيکارۍ له امله جرمونه زيات  او همدا را به دغه بيکاران د ترهګرو په ليکو کي جذب شى. ځينى کليوال خلک مونږ ته وائى چى مونږ ددى څخه بله چاره نلرو غير له دى نه چى د طالبانو سره يوځاى شو. ده وويل چى حکومت په دي برخه کى هيڅ کار نه دى کړى".


٢


براين لوبو چى د مرکزى اسيا د پرمختيايى ګروپ لوى رئيس او په افغانستان کى د پوځ لوى قراردادى دى وويل: " په افغان کاريګرانو باندى ډير سخت امنيتى شرايط لګول شويدي، دوي بايد د کار څخه مخکى د ډيرو سختو امنيتى تالاشيو څخه تيرشى چى ددى لپاره بايد دوي په ساعتونو،ساعتونو په کتارونو کى منتظر  ولاړ وي. براين لوبو وويل چى زمونږ لپاره دا ښه ده چى ددوى په ځاى نيپاليان، فليپينان او هنديان په کار وګومارو." ښاغلى لوبو دا هم وويل کله چى زمونږ قرارداد پاى ته ورسيږى نو افغان کاريګر به لومړنى خلک وي چى خپل کارونه به له لاسه ورکړى.
على افتخارى چى د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينوچارو وزارت وياند دى وويل:  حکومت کوشش کوى چى دي خلکو ته په کرهڼه او معدن کى د کار اسانتياوي برابرى کړي خو ځينى نور ځانګړي معلومات يى ورنکړل. همداراز افتخارى وويل چى زمونږ ډيره لويه ستونزه داده چى ځينى خارجى کمپنۍ افغانستان ته قانونى او غير قانونى کاريګران راولى.
د امريکا په مشرۍ د ناټو يو وياند وويل چى ائتلافى ځواکونه په افغانستان کى ددغه بيکاره شويوخلکو لپاره په راتلونکى وخت کي هيڅ کومه بديله لار نلرى او نه ورته بيا په نړيوالو پوځى اډو کي کار ورکولى شى.
په رسمي ډول په افغانستان کى د بيکارۍ کچه (اندازه) پنځه ديرش (٣٥٪) په سلو کي ښودل شويده خو پوهاند حميدالله فاروقى چى د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځى استاد دى وويل چى ددى بيکارى له امله به دا اندازه تقريبآ پنځوس په سلو کى لوړه شى او دا به هغه وخت وى کله چى د افغانستان څخه ټولى نړيوالى مرستندويه مؤسسي او نړيوال پوځونه پر يو مخيز ډول ووځي. پوهاند فاروقى زياته کړه چي زياتره دغه کاريګر چى په خارجى مؤسسو کى به يى کار کولو د منځنۍ درجي ځوانان وو چى ددي بيکارۍ په صورت کى به د ډيرو سختو ستونزو سره مخامخ اود ټولى سيمي خلک به له ډيرو بدو عواقبو سره لاس او ګريوان شى. دغه کاريګرانوته به ښايسته ښه تنخواه ورکول کيده چى دغسى تنخواه دلته په محلى کار ځايونو کى ناشونى ده.
ښاغلى فاروقى همدا راز وويل چى دغه بيکارانو ته ډيره مشکله ده چى په دى فساد او جناياتو ککړ دولت کي ورته کار پيدا شى. افغان چارواکي په اقتصادى مسايلو هيڅ خبر نه دي، دوى يواځى سياست کوى چى څنګه سياسى فضا رامنځته کړى او خپل سياسى ژوند ته بقا ورکړى او بس.
په دى اړه ښاغلى شمس الحق او د بګرام د سيمى نورو مشرانو وويل چى دي کار مونږ ته د ١٩٩٠ کال خاطري راپه يادى کړي. کله چى د افغانستان څخه د پخوانى شوروى اتحاد پوځيان ووتل په هيواد کى اقصادى ګډودۍ رامنځته شوي چى لامل يى خونړۍ کورنۍ جګړي وي. مونږ د جګړو له امله سخت ځپل شوى يو او زمونږ راتلونکى به هم هغسى وي لکه چى پخوا وه."
٣

 

تبصره:  که تاسو د ښاغلى براين لوبو چى د مرکزى اسيا د پرمختيايى ګروپ لوى رئيس دى پام وکړۍ هغه پخپله وينا کى دا په ښکاره ويلى دي چى زمونږ لپاره د افغان کاريګرانو څخه هنديان، فليپينيان او نيپاليان غوره دي چى زمونږ سره کار وکړي.
دلته يو مهم ټکى دادى چى هغه قيودات چى په افغان کاريګرانو لګول شويدي هغه د نور هيوادونو په کاريګرانون باندى نشته، دا ځکه چى د هغوي څخه د ترهګرۍ کوم خطر نه احساسيږى. زما"ژباړن" په دى يوه کلنه تجربه کى چى دلته هر يو شى ته ښه په ځير او دقت ګورم هغه ددغه افغان کاريګرانو بده ورځ ده. هره ورځ افغان کاريګران چى تشنابونه پاکوى، په ټانکرونو کى اوبه راوړي، پخلنځيو کى کار کوى او يا نور د ابادۍ سخت کارونه کوى د هغوي ټولو په سر باندى هندى، نيپالى، فليپينى، بوزنيايى، کاسوويى، مکسيکوى او يا نور د سرګروپ په ډول مقرر شويدي او دا غريب او بيچاره افغان  کاريګر حتى يو قدم هم ددوي د اجازى څخه بل چيرته نشى تللى. افغان کاريګرو ته د نور هيوادونو د کاريګرانو په نسبت ډير کمه تنخواه ورکول کيږى په داسى حال کى چى سخت کارونه همدا افغان کاريګر تره سره کوى. يعنى سړى بايد ووايى چى دا افغان کاريګر د غلامانو غلامان دي.
يو متل راياد شو: وايي يوه ورځ د اوښ مالک د خپل اوښ څخه پوښتنه وکړه چى زما څخه کله خفه او کله خوشحاله يى، اوښ په ځواب کى ورته وويل: زما د ولږى، تندى، درند بار وړل، په خټو کى تلل،په وهلو او ټکولو او نورو... هيڅ پرواه نشته خو دا مى ډير ځوروى چى زما پړى د خره په لکۍ پسى وټړى.
باور وکړۍ چى دا کار يواځى په دي کاريګرانو نه دي شوى بلکه دا په ټول افغان ملت باندى شويدي. که تاسو چيرى ځينى وزارتونو ته سر ورښکاره کړۍ نو د هر وزير په څنګ کى د ناټو او يا امريکا يو ټيټ رتبه مامورد مشاور په صفت ناست وى اوافغان وزير ته مشوري ورکوي. د کورنيو چارووزير، دفاع وزير، ملى امنيت وزير او نورو تر څنګ د امريکا او يا نورو اروپايي هيوادونو د خورد ضابط په رتبه يو پوځى ناست وي او دغو اويا نور وزيرانو ته ددوي په ورځنيو اموراتو کى مشوري ورکوى، ديته وايى "پهلوان زنده خوش است". دا کار يواځى په دغه وزارتونو کى نه دى بلکه دا د افغانستان په ټولو اداروکى که هغه وزارت دى او يا ولايت په ښکاره ليدل کيږى.


٤

 


که تاسو د مرحوم غبار تاريخ "افعانستان در مسير تاريخ" وګورۍ چى هغه پخله ليکلى دى يو ځاى کى يى ليکلى دى: کله چى هندوستان د انګريزانو د ښکيلاک "مستعميرى" لاندي وو، انګريزانو به ډير ټيت رتبه مامورين چى هغوي ته به هلته په برتانيا کى هيڅ کار نه پيدا کيده او يا به د بنديخانى څخه د ځينو جنايى جرمونو له امله ازاد شوي وو بيا به يى دغه ارزاله طبقه هندوستان ته د کار لپاره ليږله، چى دغه بد اخلاقو ته به بيا هندوستانيانو "سر" وايى. له بده مرغه د غبار تاريخ دلته ما سره په افغانستان کى نشته چى هغه پاڼه مى تاسو ته په نخښه کړى وى او بيا هغه تاسو پخپله کتلى وى نو باور به مو راغلى وو خو که پيدا مو کړ هغه ضرور وګورۍ. نور به څه ووايم تاسو درنو لوستونکوته هرڅه پخپله ښه معلوم او روښانه دي چى زمونږ په هيواد ددي بد بختيو او کړاوونو عاملين په عمومى ډول زمونږ ګاونډي هيوادونه او په ځانګړي ډول د افغانستان ځينى وطن پلورونکى رهبران دي چى ددى هيواد وګړي يى پرى اخته کړيدي، قضاوت تاسو ته سپارم او دا ليکنه د ښکته پښتونخواه د لوى شاعر اشرف مفتون چى د خان عبدالغنى خان د ترور زوى دى پاى ته رسوم.
"د غماز د لاسه وتښتم صحرا ته، که ويده شم په شپيلۍ د اسرافيل
                                   داسى چاري چى په ما يى خلک کاندى، نه دي کړي ابراهيم په اسمعيل"

په ډير درنښت:

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery