مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ايران به تر راتلونکي يوکال پورې وتوانيږي ،چې اټم بم جوړ کړي .

ژباړه/ساحل منګل
سرچینه : وال سټريټ ژورنال

دامريکا يوې مشهورې ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال  دتيرې ورځې (سه شنبې )په ګڼه کې داروپايي ا و امريکايي چارواکي له قوله ليکلي ايران به تر راتلونکي ژمي پورې دآب سنګين دبټيو او دپلوتونيمو په توليد سره وتوانيږي ،چې دآټوم بم جوړ کړي .
ددې راپور په بنيا امر يکايي او اروپايي چارواکو ويلي امکان شته ،چې په دې موضع سره په ايران باندې داسرايلو دبر يدنو دکيدلوامکان  هم ز يات شي .
غرب ايران داټومي وسلو په جوړو تورنوي مګر ايران دسوليزې وسلې په جوړيدو ټينګار کوي .
دايران نوي ولسمشر حس روحاني په خپله لومړنۍ وينا کې کمياوې وسلې دخلکوحق وبللې او همدارنګه ېې په دې برخه کې دنړ يولو دانديښنو په لرې کولو ټينګار وکړ.
غرب په جدي توګه دايران دآب سنګين دبتيو ،د پولوتونيمو په توليد او داټمې وسلې په جوړولو انديښمن دی دآب سنګين اټومي بټۍ په ايران کې ديورانيمو دغني کولو او دبهرنيو نظامي بريدونو په وړاندې دخوندي بټيو څخه ګڼل کيږي ،چې دځمکې لاندې دي.
دامريکا او اروپا چارواکو په دې ورستیو مياشتو کې ويلي وو،چې ايران دآب سنګين په بټيو کې داټوم بم په جوړولو کې لوی پرمختګ کړی دی .
دملګرو ملتونو سازمان او امريکا ويلي وو ،چې که چيرې دايران داب سنګين بټۍ کار بشپړشي نو کولای شي د دوو اټمي بمونو له پاره په کافي اندازه  پلوتونيم توليد کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery