مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان ملي لوبډلي باید سیاسي، سمتي او قومي نه سي

ډاکټر نجیب الله بارکزی

 

 

د هغو خلکو په ځواب کی چی عمدآ یا سهوآ غواړی چی سپورت ته هم سیاسی، سمتی او قومی رنګ ورکړی.
 
یو ګروپ د افغانستان د فوتبال په ملی تیم باندی د شیران خراسان نوم په ایښودلو سره او بل ګروپ د کریکیټ ملی لوبدله د فوټبال د ملی لوبډلی سره د رقابت په اچولو غواړی دا شوم عمل ته لمنه ووهی.
 

ټولی سیالی او مسابقی چی د افغانستان تر نامه لاندی او د افغان بیرغ تر پوښښ لاندی ترسره کیږی د افغان ټول ملت ته تعلق لری، سپورت باید سیاسی، سمتی او قومی نشی. زموږ د کرکیټ تیم په رښتیا هم په نړی کی معجزه آسا لاس ته راوړنی لرلی او هم په خپل وخت یی د حکومت او خلکو لخوا ګرم استقبال او حمایت وشو.
 فوتبال په افغانستان کښی څه کم سل کاله اوږده تاریخچه لری او په هیواد کښی د کریکیټ په پرتله په مراتبو ډیر لیوال او علاقمندان لری. د سهیلی آسیا دفوټبال د جام د ګټلو په ویاړ تاریخی او بی سابقه استقبال تر ډیره بریده خود جوشه وو او د افغان ټول ملت لخوا یوشان په غرب، شرق، جنوب او شمال کی د یو اتاق،د کارد دفتر، کور، کوڅّه، سړک او د ښارونو په سطح باندی ولمانځل شو.
 آریانا، خراسان او باختر زموږ د ملت او افغانی هویت او تارخ ښکارندوی دی او هیڅ یو ځانګړی قوم ته تعلق نلری، دا نومونه د دغی جغرافیایی خطی پوری اړه لری او اوس تر لسو ډیر هیوادونه او اداری واحدونه باندی ویشل شوی دی او د دوی ګډ میراث دی.
 په دی ورستیو کی د تفرقی او نفاق اچولو لپاره بعضی تش په نامه رهبران غواړی چی د بعضو اصطلاحاتو څخه په ناوړی کارولو سره په ملت کی د بیلوالی په موخه د افغان وروڼو ملیتونو په منځ کی حساسیتونه را منځ ته کړی. افغانان باید د ملی وحدت د ساتنی یه خاطر د حساسیت پارونکو اصطالاحاتو د کارولو څخه په کلکه دډه وکړی.
 
د شیران خراسان نوم د افغان د فوټبال ملی لوبډلی لپاره د لاندنی ټکو ته په پاملرنی سره په اوسنی شرایطو کی یو مناسب نوم ندی.
 
1- یو خو د شیران خراسان نوم که څه هم زموږ خپل دی مګر لکه څرنګه چی تاسو ټول پوهیږی اوس اوس په یو حساسیت پارونکی اصطلاح بدل شوی دی چی باید موږ د کارولو څخه یی ممانعت وکړو.
 2- دویم دا چی په ایران کی اوس عملا یو ولایت د خراسان په نامه موجود دی او د فوټبال څو لوبډلی د خراسان به نامه ثبت دی چی دا کار کولای شی د نړی یه سطح غلط فهمی رامنځ کړی. زه مطمېن یم چی ټول افغانان ترجیح ورکوی چی خپل د فوټبال ملی لوبدله د افغانستان ملی لوبډلی په نامه ونوموی، ځکه د دغه ټیم د هویت ډیر ښه معرفی کونکی دی، زه نه پوهیږم چی د افغانستان د فوټبال ملی لوبډلی ته د بل نوم ورکولو ټنیګار څه معنی ورکوی؟؟؟
 3- د شیران خراسان نوم په نړی کی هیڅکله هم د افغان ملی لوبډلی پیږند ګلوی نشی کولای، په ټوله نړی کی ملی لوبډلی صرف د هغو هیوادونو به رسمی نومونو یادیږی، هو به ملی سطح باندی موږ کولای شو د یو ټیم او یا د یو کلپ نوم شیران خراسان کړو.
 

زه خپله د کریکيټ د لوبی لیوال او علاقمند نه یم، مګر هغی غټی او جادویی لاس ته راوړنی چی زموږ د کریکیټ ملی لوبډلی اتلان د نړی په سطح لری د هغه تقدیر کوم ځکه په نړیوال میدانونو کی زما په نامه سیالی کوی او بری یی هم زما ده. زه خپل د کریکیت د ملی لوبډلی اتلان او زمریانو څخه هیله کوم چی دوی هم خپل د فوټبال د اتلانو ستاینه او استقبال وکړی، پری نږدی چی فرصت غوښتونکی دی د دی لاری خپلو شومو سیاسی موخو ته ورسیږی او په دی پوه شی چی هر یوه لوبه چی د افغانستان په نامه او زموږ د ملی بیرغ لاندی بری مومی هغه زما او ستاسو ده. نیکپا زما د تاریخ د المپیک سیالیو د مډال ګټونکی دی، نثار احمد بهاوی زه ای د نړی د تیکوانو نایب قهرمان کړم، دا زما او ستا بیرغ دی چی په هر میدان کی رپیږی، دا زما نوم دی چی د نړی د ورزشی خبرونو سرټکی جوړوی.
 وزلوبه یا بزکشی زما ملی لوبه ده که څه هم په جنوب کی نه لوبیږی، نیزه بازی زما ملی لوبه ده که څه په شمال کی نه لوبیږی.
 
په پای کی د ټولو افغانانو څخه هیله کوم چی د یو واحد او نه بیلیدونکی ملت په حیثیت سره عمل وکړی، د حساسیت پارونکو اعمالو څخه چی ټول ملت ته ناوړی پایلی درلودلای شی، ډډه وکړی. موږ د یو واحد ملت په شان سره ګډ شوی یو، غلیمان کولای شوی موږ تباه کړی مګر هیڅکله هم افغانان سره بیلولی نشی، له نیکه مرغه.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery