مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سياسی اسلام.. يو ګام پر شا د مخ پروړاندې ټوپ لپاره

ژباړه : عبدالرحمن فرقانی
سرچینه : الجزیره نت

 د محسن محمد صالح لیکنه
په ټول کې سیاسي او استراتیژیکې  صحنې  ته کتنه او ارزونه او دسيمې او ولسونو پر طبیعت پوهېدنه، پر دې ټینګار کوي، چې "سیاسي اسلام" به په ډېره پياوړتیا، ځواک او شهرت سره د سیمې د سیاسي چارو د سمبالښت او قیادت لپاره راوګرځي.
هغه کسان چې په مصر که د نظامی انقلاب څخه وروسته د سیاسي اسلام د راپرزېدو له کبله د خوشحالۍ نه ونڅېدل، په حقیقت کې واهمې اخیستي دي، هغه ډولچیانو اواټنچیانو ته چې د مطبوعاتو بېلابېل وسایل پرې ډک شوي وو، پکار نه وه، چې د خښولو او په مرګ د خوښۍ په مراسمو کې یې دومره تلوار کړی وی، ځکه دوی ښایی په دې هستۍ کې  د الله تعالی په سنتونو او د تاریخ په حرکت  نه پوهېږي .
تر دې وړاندې چې تفصیل ته ولاړ شم ، غواړم دوې ملاحظې څرګندې کړم:
لومړی ملاحظه : د "سیاسی اسلام "اصطلاح غربی اصطلاح ده، د پراخه انتشار او رواج  له کبله  او د دې لپاره چې دا هغه وسیله ده، چې زموږ مطلب په ښه ډول رسولی شي کارول شوې ده.
موږ ایمان لرو، چې اسلام، یو واحداسلام دی، تصنیف ته اړتیا نه لري، په دې معنی چې سیاسی اسلام او نه سیاسی اسلام وجود نه لري، په ساده ډول اسلام یو هر اړخیز دین دی، چې سیاسی، ټولنیز، اقتصادی، دینی، روزنیز او د ژوندانه ټول اړخونه  رانغاړي.
نوسیاسی اړخ هم د دې دین یوه بنسټیزه او نه بېلېدونکې برخه ده، او زموږ خبره په دې لړ کې د معتدلو اسلامپالو یوه پراخ  اکثریت ته متوجه ده، نوموړی معتدل حرکت هغه حرکت دی، چې یوه متمدنه پروسه لري، په  ټول ګډون باندې باور لري، او په خپلو کړنو، هېواد او د هېوادوالو سره په اړیکو کې د سختدریځۍ څخه ډډه کوي.
دوهمه ملاحظه: نظامی انقلاب په مصر کې د بېرته راګرځېدلو څپو سر تشکیلوي ، کوم چې غواړي عربي پسرلی یې په نښه کړي او د پخوانی حکومت او نظام بنسټونه او مؤسسې راژوندې کړي، خو په نویو جامو سره. او دې هغو سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو سره  اتحاد  کوي، کوم چې د پاڅونو او انقلابونو څخه وېره لري.
دوی په دې باور دي، چې "سیاسي اسلام :د بدلون لپاره اساسي بنسټ دی، او په رڼو او پاکو ټاکنو کې د عامو خلکو اعتماد خپلوي، په دې موخه د دغه بهیر په نښه کول چې په زړه کې یې د "اخوان المسلمین " خوځښت دی، په مصر کې د نظامي انقلاب له اساسي برنامو څخه یوه برنامه ده.
او د وضعیت څارونکی کولای شي، د نوموړي انقلاب سره همغږي تبلیغات په څرګنده توګه وګوري، چې د اسلامپالو د راپرزیدو په موخه په تونس، لیبا، یمن، مغرب  او په سوریه کې د مخالفینو د رانغاړلو لپاره  او همدا راز پر ترکیه باندې د لا زیات فشار او د حماس د اسلامي حرکت پر خلاف د پراخې تبلیغاتی حملې په لاره اچول، د تونلونو ورانول او د مصر سره د غزه دسرحدي پولې  تړل، په پرګرام شوی ډول په لاره اچول شوي.
نوموړې نښې او هڅې په ډاګه کوي، چې په مصر کې سیاسی اسلام کلک ګذار وليد، په داسې حال کې چې د ګڼ شمېر ستونزو سره  مخ دي او په نورو هېوادونو کې د داسې عملیاتوسره مخ دي،چې کيداي شي د ناکامۍ او سقوط سبب یې وګرځي.
خوسره د دې  په عام ډول سیاسی او استراتیژیکې  صحنې  ته کتنه او ارزونه او دسيمې او ولسونو پر طبیعت پوهېدنه، پر دې ټینګار کوي، چې "سیاسي اسلام" به په ډېره پياوړتیا، ځواک او شهرت سره د سیمې د سیاسي چارو د سمبالښت او قیادت لپاره راوګرځي، او دلایل یې په لاندې ډول دي:
• هغه بهیر چې اسلام یې په فکري او د کردار په ډول او د خپل  ژوندانه د برنامې په ډول منلي، هغه په اسلامی او عربی نړۍ کې یو سپیڅلی، پیاوړي او ژور بهیر دی. او د نوښت او اصلاح هغه اسلامي حرکتونه، چې سیاسي او انقلابي ونډه یې درلودله، جرړې یې لومړۍ هجري پیړۍ ته ورګرځي، چې د حسین به علي، عبدالله ابن زبیر او عبدالرحمن بن الاشعث په پاڅونونو کې څرګندېږي او د زمانو په ترېدو تر نن پورې ندی درېدلی.
او په معاصر تاریخ کې هغه بنسټيز ځواک چې زموږ په امت کې د وروسته پاتېکېدو او زموږ په هېوادونو کې د استعمار سره مقابله وکړه، اساسی جوړښت یې اسلام او دخوځښت ځواک یې اسلام او اسلامي حرکتونه دي، لکه  وهابیت په عربی جزیره کې، مهدیت په سودان کې، سنوسیت په لیبیاکې، د شهید احمد خان حرکت په هند کې، بن بادیس په الجزایرکې، د اخوان المسلمین حرکتونه په اسلامی هېوادنو او په هندي براعظم کې او داسې نور اصلاحی اسلامی حرکتونه په ټوله نړۍ کې دي.
شونې نه ده چې نوموړی اسلامی بهیر ګوښه او له منځه یوړل شي، ځکه چې نوموړی بهیر په سیمه کې د شته انسان د ټولنیز، سیاسی، فکري، دیني، رواني ، فرهنګي او پرمختیایی ترکیب او جوړښت سره ښه سمون لري، او کوم ارزښتونه او بنسټونه چې نوموړي بهیر یې خپلوي د عربی او اسلامي سیمي انسان هم په طبیعي ډول همدا ارزښتونه او بنسټونه خوښوي.
او نوموړی استدلال پدې تفسیرېدای شي، چې کوم مهال استبدادي نظامونه  را وپرزيږي او د خپلواکۍ څپې خورې شي، نو نوموړی بهیر په تیره بیا د وسطیت او اعتدال بهیر په ګړندۍ ټوګه راوړندې او د خلکو اعتماد او باور تر لاسه کوي.
•  دکال ۱۹۶۷جګړې نه راپدیخواکوم چې یهودانو پکې د فلسطین پاتې خاوره، سینا او جولان اشغال کړل، او دنظامي، استبدادی، کین لاسو او قومي نظامونو ناکامي په کې څرګنده شوه د هغه مهاله راپدیخوا د اسلامي بهیر بیانی رسم ښیي، چې مخ پر پورته روان دی.
هوکې!  د اسلامي حرکتونو د نا سم  او ضعیف چلند او یا د ځینو استبدادی نظامونو د استبدادی چلند په پایله کې په ځینې برخو کې ستونزې شته دي، او په ځینې ځایونو کې په شا تګ شته دی، خو په ټول کې حرکت مخ پر وړاندې دی. پرته تر دې چې څوک په واک کې دي، خو په ډېرو عربي او اسلامي هېوادنو کې اسلامي بهیر په ټول کې  لا تر اوسه لومړنی ولسي حرکت دی.
• د کوم مهاله چې نومړی امت د پرمختګ اوتمدن په ډګر کې د وروسته پاتې کېدو، استعمار ، اشغال ، تجزیې او انقسام په ناروغیو آخته شوی دی، بېلابېلې ایدیالوژۍ او بهیرونه پکې کشمکش لري. دا امت د خپل  هغه هویت او لوری په  پلټنه کې دي تر څو ورته خپل فعالیت، ویښتابه  او پاڅون او په ملتونو کې مخکښ مقام او منزلت بېرته را وګرځوي.
په اساس کې اقتصادي ستونزه زموږ بنسټیزه ستونزه نه ده، که څه هم چې اقتصادي ستونزه یوه ستونزه ده، خو زموږ په ټولو اسلامي او عربی هېوادنو کې او په تېره بیا د عربي پسرلي په هېوادنو کې څو له لوږې نه  مري، که مري بیا د چاغۍ او شکر د ناروغۍ له امله مري، خو ډېر خلک د ظلم، وحشت ، استبداد او سپکاوي له امله هر ورځ په زرهاو واره مري.
د تیرو کالونو په اوږدو کې، نظامی، استبدادی او هغه حکومتونو چې د قومیت شعار پورته کوي، لکه، (بعثی او ناصری حکومتونه)، او لا دینه حکومتونه که هغه کین لاسي او یا اشتراکي حکومتونه دي، د هویت، وحدت، پراختیا او د یهودي پروسې سره د مقابلې د پوښتنو ته په ځواب ويلو کې پاتې راغلي دي، څرنګه چې وراثتي حکومتونه پاتې راغلي، او یوازې اسلامي بهیر پاتې دي، چې لا تر اوسه یې خپل ریښتنی فرصت د حکومت کولو لپاره نه دی اخیستی. 
• بیا اسلامي بهیر هغه بهیر دی، چې په ځوان نسل او دځوانانو په صلاحیتونو او کفایتونو باندې بډای دی، چیرته چې د ډېریو کین لاسو، اشتراکي او قومي بهیرونه مشران خپل عمر پای ته رسولی او د خپل نوښت او اصلاح فرصت په وړاندې نه لري.
  لاتر اوسه د اسلامي بهیر منسوبین  د ځوان نسل، پوهنتونو او اتحادیو په منځ کې  ډېر قوت او شهرت لري، په دې معنی چې نوموړي بهیر د هغه بهیر ځای نیسي چې څو لسیزې یې په سیاسي، ټولنیز، اقتصادی ډګرونو کې د دوی ځای نیولي ؤ، لنډه دا چې موږ د راتلونکی او تلونکی نسل پر وړاندې یوو.
• کیدای شي په مصر کې نظامی انقلاب د اسلامپالو لپاره د الله تعالی لطف او احسان وي،  د ناوړه خونړیو کړنو سره سره پاڅون په مصر کې لکه په تونس او یمن کې بشپړ شوی نه ؤو او دځانه سره یې د انقلابی بدلون وسایل لکه انتقالی عدالت،د انقلاب ملاتړي مؤسسات، او د مخالف رسنیو سره د تعامل وسایل او د پاخه او ژور حکومت د بنیان د منځه وړلو او ځنډولو د بېلابېلو ډولونو سره د راکړې ورکړې لارې چارې، نه  وو راوړي.
اسلامپالانو ځانونه د بحران سره مخ ولیدل، او د ریښتنی بدلون ځواک یې نه درلود، د کال  ۲۰۱۱ په انقلاب باندې د نظامیانو ورګډیدل، او دا هڅه چې بل لوری ته یې سم کړي، پر انقلاب او پاڅون باندې یې دا لاره پرې کړه، تر څو خپل عناصر بشپړ کړي.
اسلامپالو هڅه وکړه تر څو خپله برنامه د هغو مؤسساتو له لارې اجرا کړي، چې د دوی د راپزولو او له منځه وړلو لپاره یې کار  کاوه، د مسالمت آمیزه او کرار تحول د ایمان له مخې یې د نوموړو مؤسساتو سره دجوړښت  او اصلاح په موخه هڅه کوله، خو دوی په هغه چاپېریال کې چې د انقلابی کړنو غوښتنه یې کوله د خپلو متمدنو او سوله ییزو کړنو او کردار بیه ډېره لوړه او جګه ورګړه.
هوکې! دوی دا بیه د خپل شهرت د کمښت او له لاسه ورکولو او د خپولو پرګرامونو د نه پلی کېدو په صورت کې ورکړه، نو د الله تعالی لطف او احسان ؤ، چې نوی انقلاب او هغه اړیکی او د دولت په مؤسساتو کې یې نفوذ خلکو ته څرګڼد، او دا چې دنظامی انقلاب پروړاندې  د پاڅون نویو څپو ته اړتیا ده.
اسلامپالانو د ډیموکراسۍ لوری ته ، د واک د سوله ییزه انتقال او د ټاکنو د صندقانو د پایلو ته په احترام سره یوه بې ساره متمدنه او متفاوته نمونه وړاندې کړه، او په مصر کې په پنځو ټاکنیزو استحقاقونوکې ( ولسمشریزې ټاکنې، پارلماني ټاکنې، د ولسي جرګې ټاکنې، ولایتی ټاکنې د اساسی قانون  تعدیل او تصویب او  )په رڼو او شفافو ټاکنو کې بریاليتوب تر لاسه کړ  او د مصری اولس د ارادې څخه یې په ټوله وړتیا استازیتوب وکړ.
د ولسمشر مرسي په دوران کې یو سیاسی زندانی نه ؤ، رسنۍ او مطبوعاتو آن تر دې چې حکومتي رسنیو پردوی باندې نیوکې کولې د دوی کړنې یې غندلې او د دوی په ناوړه توګه معرفی کول ، په داسې حال کې چې یوه له یادو رسنیو څخه و نه تړل شوه، د اخوان المسلمین بنسټونه وسوزول شول، سره لدې چې دوی په واک ګې وو.
اسلامپالو تر انقلاب وروسته هم خپله متمدنه برنامه تعقیب کړه، او خپل ولسي پراخ شهرت او شتون یې اثبات کړ، او بل لوری ته د دیموکراسۍ په اړه د انقلابپالو او ملګرو درواغ برملا شول، د نیولو، زندانی کولو او زورولو حملې یې پیل او د بل نظریې نه شو زغملی، مخالفې رسنۍ یې وتړلې، او د اسلامي بهیر او مخالفین پر ضد یې پراخه وحشتناکه حمله په لاره واچوله، د زرهاو او سلهاو وینې یې وبیولې، د مسلمانانو د اعتصاب او سوله ییز تظاهر پر وړاندې یې وحشتناکې کړنې تر سره کړې، په زرهاو یې زندانیان کړل، او په بې ځایه تهمتونه او تورونه یې تورن کړل،  او دا هغه څه دي، چې د دوی ریښتنې څیره یې د متمدن تصرف، د آزادیو په سلبولو او خلکو ته د حقایقو په رسېدلو کې بربنډه کړه.
دانقلابپالو د ناوړه کړنو په پایله کې د اسلامپالو شهرت نور هم زیات شو، کم نه شو، د خلکو زړه سوی ورسره زیات شو،  نور حرکتونه او ځوانان ورسره یو ځای شول، او ثابته یې کړه چې دوی د دیموکراسی او قانونی بهیر مدافعین و ساتنوکي دي.
• نظامي او انقلابي کړنې پخپله په ضمني توګه په رڼو او پاکو ټاکنو کې د اسلامپالوسره د مقابلې د قدرت په نشتوالي دلالت کوي، او دانقلاب د مخالفینو سره او په تېره بیا اخوان المسلمین د وژنې او له منځه وړنې کردار په دې دلالت کوي، چې انقلابپال د ټاکنو د صندوق پر ځای  ټانګ او توپ غوره کړی.
انقلابپال په دې لټه کې دې تر څو د خپلو معیارونو سره سم ټاکنې تر سره کړي او ورته لاره هواره کړي، که نه نو ولې یې دوې یا درې میاشتې صبر ونه شو کولای تر څو په پارلماني رڼو او شفافو ټاکنو کې برخه واخلي، او د کامیابۍ په صورت کې خپل ټاکنیز ه برنامه پلې کړي، او په دیموکرات ډول د مصر دسیاسی ژوندانه لوری  وټاکي.
• ښایی د انقلابپالو پر وړاندې د دیموکراسۍ او اسلامپالو په ضد ډېر انتخابونه  شتون و نه لري، یو د دغو انتخابونو څخه په نوې جامه کې زاړه فاسد او استبدادي نظام ته ورګرځېدل دي، او د اسلامپالو له منځه وړل او ګوښه کول دي، او دا هغه څه دي، چې زر تر زره به په ډاګه شي، خو کومه خاصه پایله به و نه لري ، پرته له دې چې یو داسې نوي پراخ پاڅون ته لاره هواره کړي، چې پخوانی حکومت او مؤسسات یې له بیخه ړنګ او یو نوی پیاوړی حکومت را منځ ته کړي.
• بل انتخاب تجزیه شوې دیموکراسي ده، چې جامه د انقلابپالو په کچه سنکړي، او کیدای شي په نمایشي ډول ځیني هغه مسلمانان ورسره یو ځای کړي، چې دوی یې وزر د خپل طبیعت سره سم  غوڅ کړي وي، او دا انتخاب چې یو څه دېر هوښیار انتخاب دی، هم په ډاګه کیږي، ځکه چې د دوی په اند دي،چې دیموکراسي هغه څه دي، چې څو نظامي او فاسد خلک، چې ولس او ارادې ته سپکاوی کوي، پر خلکو حکومت وکړي.
او په نوموړي نظام کې به داسې عناصر شتون  ولري، چې د بېلابېلو بحرانونو له کبله، چې په سر کې یې د هویت، فساد، استبداد او پاڅون بحرانونه دي، په خوځښت راشي .
او بل انتخاب دا دي، چې دیموکراسي په بشپړه توګه پلې شي، او رڼه او شفاف انتخابات تر سره شي، څرنګه چې انقلابیان او ملګري یې وعده کوي، او دا داسې انتخاب دی، چې د اسلامپالو پر وړاندې واک ته د راګرځېدلو په اړه پراخه دروازه پرانیزي، آیا دوی به د ټاکنو پایلو ته احترام وکړي او واک به ریښتنی ډول اسلامپالو ته وسپاري، او هغوی ته به ریښتنې موکه ورکړي، او که  نوی انقلاب به  په لاره واچوي، په دې اعتبار سره چې دول تر قانون، دیموکراسۍ ، خلکو او مؤسساتو پورته دي؟.
• یقیناٌ اوس په نوموړې سیمه کې انسان د وېرې او ډار دیوار مات کړی دی، او دا استبدادی او زورونکي نظامونه نه شي توانېدیلی، چې د ګړۍ عقربونه شاته وګرځوي، نوموړي نظامونه  د ځمکې پر مخ په ننني عصر کې یوازنۍ استثنا ده، او هغه پیچکارۍ چې خپلوځړېدليو جسمونو ته یې ورکوي، نه شي کولای د نننۍ زمانې د انسان هيلې اوتلوار خپلواکۍ ته وځنډوي. او نوموړې هيلې په پای کې په دې معنی دي، چې ولسونه خپل سرنوشت په خپله اراده او هوډ ټاکي،او په عملي توګه دا په دې معنی دي، چې اسلامپالان پر خپل وړاندې  دا پیاوړې موکه لري، چې که زر وی یا وروسته صحنې ته به راشي.
• اسلامپالان ملایئکې نه دي، دوی هم د نورو انسانانو په څیر تیر وځی او یا توفیق مومي، د ستونزو سره مخ کیږي او زده کوي، اسلامپالان د حکومت او مؤسساتو څخه د څو لسیزو لپاره لري شوی وو، او د ګوښه کولو د هڅو سره مخ شوي وو، د دې لپاره کیدای شي یوې مودې ته اړتیا ولري، تر څو پکې د حکومت د مؤسساتو سره د سم چلند پر کړنو پوه شي، او خپل ځینې حقونه بېرته تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې دوی په نوموړو مؤسساتو کې د خپل وړتیاوو او صلاحیتونو له مخې کار کوي. 
کیدای شي پخوانۍ تجربې اسلامپالو ته ثابته کړې وي، چې پکار ده دوي:
  د ټولنې د بېلابېلو ډلو پر وړاندې ډېر خلاص ډګر ولري، او د خپلو پرګرامونو او پروسو په شرح او تفسیر کې ډېر روښانه وي.
  او دیني اقلیات د خپلې متمدنې تګلارې په اړه ډاډمن کړي، او د هېواد د خدمت په هکله ورته پراخه ډګر پرانیزي.
  او د شته ټولو ځواکونو او وړتیاوو څخه سالمه ګټه پورته کړي.
  او د خپل اتحاد کړۍ پراخه کړي، تر څو د هېواد په کچه ډاډمنه شبکه ایجاد کړي، چې وکولای شي په هېواد کې  پاڅون او د دیموکراسۍ بهیر خوندي وساتي.
  او د دولت د پیاوړیو مؤسساتو سره د سمې راکړې ورکړې کړنې را منځه ته کړي.
  او د سیمه ییز او نړیوال چاپېریال سره د ښې راکړې ورکړي وړتیا ولری.
یقیتاٌ چې انقلاب د اسلامپالو لپاره ستونزمن درس ؤ، خو بیا داسې درس دي، چې ډېر ارزښتمن درس دی، په روښانه ډول یې خپل دوستان او دښمنان وپیژندل، او د خپل ضعف او قوت ټکي وپیژندل، کیدای شي الله تعالی دا امر د دې لپاره مقدر کړی وي، تر څو د اسلامپالو څخه تر ښو نه ښه را وباسي، او ناوړه یې له منځه ولاړشي او د ټولنې او حکومت د ادارې سویې ته ارتقاء وکړي، او په سیمه کې د یهودي او غربي اشغالګرې پروسې سره د مقابلې وړتیا پیدا کړي، او د دې لپاره کیدای شي د الله تعالی دا قول پر دوی صدق کوي: (لا تحسبوه شراً لكم بل هو خير لكم" ) ژباړه : ځان ته یې شر مه ګڼئ ، بلکه  هغه دې تاسې لپاره خیر دی.)
په دې موخه دا راګرځیدلې څپه چې په مصر کې یې اسلامپالان راوپرزول، د دوی لپاره پرته لدې چې یو ګام شا ته د پرمخ وړاندې ټوپ لپاره بل څه نه دي.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery