مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

الجزیره نت:آیا په واک کې د اسلامپالو تجربه ناکامه شوه؟

 

لیکوال: عبدالرحمن فرحانه
ژباړن : عبدالرحمن فرقانی

دانقلاب (بدلون) د ګټې او راتلونکې لپاره، ټولو هغو سیاسی او ټولنیزو قوتونو ته پکار ده، چې له پیله یې د نوموړي بدلون ملاتړ کړی دی، تر څو د عربي پسرلي د نجات په موخه خپلې فرعي ګټې یوه اړخ ته پرېږدي.
ولې د سیمې ولسونو اسلامپالان غوره کړل؟
آیا اسلامپالان په واک کې ناکام شول او که ناکام کړی شول؟
داسلامپالو راتلونکې
یو څرک  د آسمان په څپوکې


په واک کې د اسلامپالو د ناکامۍ په اړه په عربي رسنیو کې یوه مقوله رواج شوې، او ځینې خو یې بیا د یو داسې مسلم حقیقت او پای ټکي په ډول چې د بحث کړلو ځای پکې نه وي، مطرحوي، او د نوموړې پای ټکي بنسټ پر دې ولاړ دی، چې ګواکې  عربي  ولسونو د واکمنۍ لپاره د انتخاباتو له لارې اسلامپالان  غوره کړل، خو دوی پخپله تجربه کې ناکام شول، نو پکار ده_ سره له دې چې د واکمنۍ دوره یې لنډه او تجربه یې له اساس بشپړه نه شوه_  تر څو له واکه ګوښه او لاره نوروته پرانیزي، او د دې لیدلوري لپاره یې یوه نوې نظریه، "چې دسړک مشروعیت، نه د صندق مشروعیت دی"، راپیدا کړه.
خوکېدای شي دا خبره تر ډېره بریده کره وي، چې په واک کې د اسلامپالو تجربه لا تر اوسه په ریښتنې توګه نه ده پیل شوې، که چېرې د اسلامپالو د واک موده تر یو څو میاشتو نه ده، اوښتې، خونورو لکه  ملت پالانو او چپیانو بیا څو څو لسیزې وړاندې له لدې چې د دوی د تجربې په اړه قضاوت وشي، په واک کې پاتې وو، او ځینې له دوی څخه خو لاتر اوسه د دې لپاره خپل اولسونه په وژونکو وسلو باندې وژني، تر څو په واک کې پاتې شي.
او دا په هیڅ ډول پر دې معنی هم نه ده، چې ګواکې اسلامپالان د خپل لنډ مهاله واک په لړ کې نه دي تیروتي، د نورو سیاسی او ټولنیزو ځواکونو په څیر هم تیروتي او هم بریالي شوي، خو هغه څه چې د پام وړ دي، هغه په لاسي توګه د اسلامپالو د تیروتنو پړسول  او په دې وروستیو کې په پرګرام شوي ډول  لویو تیروتنو ته یې اړول دي، او ځینې مطبوعاتي لادسپیکرونه چې شیطانت یې پراخ اغیز لري  د دوی  له منځه وړلو لپاره د دعوت  لوی زیار باسي.
ولې د سیمې ولسونو اسلامپالان غوره کړل؟
له پیله په کورنۍ او بهرنۍ کچه د اسلامي ښکارندې مخنیوی په بېلابېلو وسایلو تر سره کېږي، او د په نښه کېدو لړۍ تر دې وروسته ډېره تنده شوه، کله چې نوموړې ښکارنده د مخکینیو سیاسي قوتونو وارثه او په فرهنګي او ټولنیز ډګر کې د ټولې سیمې په چاپیریال کې مخکښه شوه.
او د نوموړې ښکارندې سره د مقابلې په موخه لوېديځ د "سياسي اسلام " اصطلاح را پیدا کړه، تر څو یې څرګندې نښې او غوراوی د فرهنګي او ټولنیز ډګر څخه ګوښه کړي. او د بېلتون دا تکتیک یې په ډېره ځیرکتیا او پوره مهارت سره  استعمال کړ، تر څو نوموړې ښکارنده د منځپالو، تندروانو او مقلدینو تر منځ و ویشي.
په نمایشي ډول دټاکل شوې کچه د ګډون له لارې عربی سیاسي نظامونو ته د مشروعیت د ورکولو له کبله منځپالان په واک کې ورګډ کړی شول، او د سختدریځانو د ځپلو لپاره دسیمه ییزې او نړیوالې حملې نقشې جوړې شوې، په داسې حال کې چې مقلدین (دودیز مسلمانان)  په سیمه کې د کومکي ستنو په څېر په استبدادي نظامونو پسې روان شول.
او عربي واکمنو نظامونو اسلامي ښکارنده  په موازي کرښه کې له اسلامپالو څخه  د لوېدیځ د وېرې لپاره هم استعمال کړه، په همدې موازي کرښه کې د نوموړو نظامونو مطبوعاتو خپل شیطانت وګماره، تر څو له پراخه ولسي بنست څخه د ګوښه کېدو په موخه د اسلامپالو فرهنګي او ټولنیزه  پروسه بدرنګه کړي.
د هغو ټولو سیاستونو سره سره چې د اسلامي ښکارندې د انتشار د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې و نیول شول، اسلامپالو وکولای شول تر څو مخ پروړاندې ولاړ شي او په پای کې یې په سیمه کې  فرهنګي او ټولنیز چاپیریال اشغال کړ، تر عربي پسرلي وروسته د سیمې ولسونو د واک پر ګډۍ د کیناستو لپاره په ډېرو هېوادونو کې غوره کړل.
او سره لدې چې  تر عربي پسرلي وړاندې له سختو حملو سره مخ شول، کېدای شي  د پاتېکېدو او د ولسونو له خوا یې د غوراوي د لامل تفسیر په دې کې نغښتی وي:
 لومړی: چې اسلامپالان په ټوله عربي او همدا راز په فلسطیني  ساحه کې د اشغال پر وړاندې د مقاومت لپاره لارښوده ډله وه او ده.
دوهم: دوی تل د هغو ځواکونو په سر کې وو، چې د عربي استبداد پر وړاندې یې دمقاومت بهیر ژوندی ساتلی ؤ، د استبداد د حاکمانو زندانو نه  د دوی پر مشرانو او لارویانو باندې ډک وو، او لا تر اوسه ډک دي.
درېیم: د دې لپاره چې د دوی فرهنګي پروسه د سیمې د خلکو له هویت او پېژندنې او د مقدساتو سره همغږې وه، نو د سیمې خلک پر دوی ور ټول او د دوی له فرهنګي او سیاسي پروسې څخه یې  ملاتړ وکړ.
آیا اسلامپالان په واک کې ناکام شول او که ناکام کړی شول؟
سره له دې چې په واک کې د اسلامپالو د ناکامۍ مقولې پراخ رواج موندلی دی، خو د نوموړې مقولې اوپای ټکي ستونزه دا ده، چې په څو اړخونو کې  یې ریښتینولي ضعیفه ده:
لومړی: هغه څوک یې چې تکراروي، هغه د اسلامپالو دښمنان یا غلیمان دي، او نوموړې مقوله د هغې سیاسي کړکیچ په چوکاټ کې استعمالېږي، کوم چې د اسلامپالو او د هغوی سره  د دښمن قوتونو تر منځ د لېږدیزې مرحلې په چاپیریال کې تر عربي پسرلي وروسته  را منځ ته شوی دی.
او همدا راز په کومه لهجه کې چې نوموړې مقوله یا پای ټکی استعماېږي، داسې ترې انګېرل کېږي، چې ګواکې د اسلامپالو پروسه ناکامه شوه، او دا د دې پیل دی، چې دوی  په بشپړه توګه  د تل لپاره راوپرزېدل، او د سیاسی صحنې څخه لېرې شول.
دوهم: په واک کې داسلامپالو د تجربې لپاره ټول هغه عیني شرطونه چې اساسا د کامیابۍ لپاره ورته اړتیا وي، نو وو موجود شوي، سربېره په دې د هغه ژور او زاړه نظام  د پاتشونو دیوې پېچلې شبکې سره مخ شول، چې د کورنیو او بهرنیو اسلام ضد کړیو په همغږۍ سره  د اسلامپالو د تجربې د ناکامولو  لپاره یې فعالیت کاوه.
درېیم: لوېديځ چې په سیمه ییز چاپیریال باندې بې سرحده اغیز لري، په واک کې د اسلامپالو په منلو کې ریښتنی نه ؤ، خو په موقت ډول یې د یوه واقع شوې پیښې په څېر منلي وو، او پخوانۍ مرحله یوازې د دوی د درک کول یوه شیبه وه، او د دوی د ناکامۍ لپاره هغه دام ؤ، تر څو دوی د واک له ګډۍ څخه  د ناکامۍ په تور او پلمه لېري کړي.
خو هغه څه چې د اسلامپالو ضد انقلاب یې قادر کړ، چې د چارو واک په لاس کې واخلي، او په تېره بیا په مصري ساحه کې یوازې د اسلامپالو تیروتنې نه وې، بلکې د مسؤولیت لویه برخه ټولو هغو د اسلامپالو ضد قوتونو ته متوجه کېږي، او دا به ظلم وي، چې د ناکامۍ مسؤولیت یوازې د اسلامپالو پر غاړه واچول شي.
او که چېرې اسلامپالان تیروتي وي، نو تیروتنه یې د وسیلې او اجتهاد په خانه کې قید کېږي، په داسې حال کې چې د نورو تیروتنې په موخه او لرليد کې نغښتې دي، ځکه چې د اسلامپالو ضد دېرو ډلو پرګرام شوې حملې د دوی د تجربې د ناکامۍ لپاره په لاره اچولې دي،  او په دې موخه یې د زاړه نظام د پاتشونو او نورو سره یې اتحاد کړی.
 پخوا ویل شوي:" برابر نه دي، هغه څوک چې حق غواړي او په لاس یې  را نه وړلی، د هغه چا سره چې باطل غواړي او مومی یې."  او د اجتهاد د تېروتنې او د هوس او عناد دتېروتنې تر منځ لوی توپیر دی.
د اسلامپالو څرګندې تېروتنې :
• د نورو قوتونو سره د ګډون پر ځای د ځانګړې ډلې د جوړولو دود، چې د قطب جوړولو حالت یې نور هم لوی کړ، او ټولو اړخونو ته یې د ګډ کار کولو موکه له منځه یوړه، او د یوې ملي وینا د درلودلو څخه عاجزېدل.
• د اسلامپالو په سیاسی  وینا کې سیاسی مداخلت ته رسېدنه، چې د مخالفو قوتونو او دعربي صحنې څخه د غربي څارونکو قوتونو وېره یې راوپاروله ، او په پای کې کور او بهر د دوی د تجربې په ضد سره اتحاد وکړ.
• د انقلاب (بدلون) د غوښتنو او د دولت د غوښتنو تر منځ د توپیر د وړتیا نه شتون، او د دولت د وسایلو په وسیله د انقلاب د مرحلې اداره کول.
خو د نورو قوتونو مهمې تېروتنې دا دي:
• په واک کې د اسلامپالو سره د ګډون د روحیې نه شتوالی، د ناکامۍ او مجادلې پر دود اعتمادکول، بلکې د نورو بهرنیوقوتونو سره په واک کې د اسلامپالانو د تجربې د  ناکامۍ په موخه اتحادکول.
• د اسلامپالو په مخالفه سیاسي جبهه  کې د ګډون له لارې د پخوانی زاړه رژیم لویو ډلو ته چې د مخالف انقلاب  لارښونه کوي د شرعي پوښښ ورکول، چې په پای کې وتوانېدل له سره د واک پر ګډۍ کښیني.
• او څرنګه چې نوموړي قوتونه  مخکې هم په حکومت کولو ناکام شوي وو، همدارنګه په مخالفت کې هم ناکامېږي، ځکه چې دوی ډېره ناوړه بېلګه  وړاندې کړه، آن تر دې چې نوموړو قوتونو د اردو او لښکرحکومت پر اسلامپالو غوره کړ، او داسلامپالو نویو واکمنو ته یې د واک د بشپړې  تجربې موکه او  وخت ورنه کړ.
او په پایله کې، څوک چې د اسلامپالو تیروتنو او د نورو تیروتنو ته ځیر شي، پوهېدای شي، چې اسلامپالان نه دي ناکام شوي، خو دوی دیوه منظم پروګرام او پلان پر بنسټ ناکام کړی شول،  هو! شک نه شته، چې دوی د نورو په څېر تیروتي، خو څوک چې مسؤولیت یې پر غاړه دی، هغه څوک دي، چې تیروتنې یې د ګناه درجې ته رسېدلې دي.
داسلامپالو راتلونکې
د اسلامپالو تجربه په واک کې لا تر اوسه نه ده بشپړه شوې، هغه په مصر کې د عسکري انقلاب په زور و ځپل شوه،  لا تر اوسه د اسلامپالو ضد قوتونه په تونس او نورو هېوادنو کې برلاسي دي، او د تاریخ تجربه په دې ټینګار کوي، چې هر هغه سیاسي ځواک چې د لښکر او ټوپکو په زور له واکه ګوښه شوی وي او  په داسې حال کې چې ښه سیاسي او پراختیایی پروسه هم ولري، په ډېر قوت سره بېرته راګرځي، ځکه چې په سیاسي ډګر کې  یوازې نظامي ځواک پرته له کومې فکري پروسې څخه نه شي توانېدلی، تر څو د اوږده مهال لپاره په واک کې د پاتې کېدو مشروعیت پیدا کړي.
او اسلامپالان به  ځکه  په سیاسي صحنه کې د لوی ځواک په څېر د تل لپاره په سیمه کې پاتې وي_  سره له دې چې ځینې له دوی څخه په مصر کې د واک نه لېرې شول، او سره د دې چې په نورو هېوادونو کې هم دښمنان یې  په واک کې د دوی د تجربې پر راپزولو ټینګار کوي_ چې:
• هغه لاملونه چې خلک یې دې ته  اړ کړل تر څو اسلامپالان غوره کړي، لاتراوسه شته دي، او لاتراوسه اسلامپالان د هغوخلکو سره د پراخ ارتباط او اړیکو څیښتن دي، چې په اوسنیو شرایطو کې پر دوی باندې د ناروا حملو او د دوی د مظلومیت له کبله  به پر دوی نورو هم راټول شي.
• او د دې کبله چې لا تر اوسه د اسلامپالو فکري پروسه پر عربي فرهنګي  چاپیریال باندې واکمنه ده، او په مصرۍ بیلګه کې یې د لښکر په زور د واک ګوښه کېدل پر دې دلالت کوي، چې د لښکر پرته بل بدیل نه شته، او نور سیاسي مخالف ځواکونه یوازې د نظامي انقلاب د بشپړتیا لپاره د داسې دیکوریشن په توګه استعمال شول، تر څو انقلاب ته  مدني مخ ورکړ.
• او د دې لپاره چې د بېلګې په توګه په مصري بهیر کې دواک پرمهال دوی د حکومت کولو او مخالفینو په برخه کې مخکښه بېلګه وړاندې کړه، د مرسي د واکمنۍ په لړ کې د انسان پر حقونو تېری ترسره نه شو، د رسنیو آزادي تر پښو لاندې نه شوه، او د مالي حسابدهۍ په برخه کې یې د روړنتیا څخه ډکه تجربه وړاندې شوه، آن تر دې چې ولسمشر په خپله  له دولت څخه تنخوا نه اخیستله، او همدا راز اسلامپالان د مخالفینو په ډول د ټولو هغو تندو او ناروا حملو سره چې د دوی د له منځه وړلو لپاره په لاره اچول کېږي، پر خپل سوله ییز خوځښت باندې ټینګار کوي او کلک پرې ولاړ دي.
• که چېرې د ولس د ټولیزو ډلو عقل اوس د هغو ناروا تبلیغاتو چې د نظامي انقلاب مطبوعات یې په لاره اچوي، تر اغیز لاندې بې سده شوی دی،  خو ټول اولس به وروسته حتما را ویښ شي،  د تاریخ د حرکت سره سم دا د انقلاب دوره ده، او په نویو څپو کې به د خلکو نوی پاڅون  ډېر پیاوړی او پاک وي، ځکه انقلاب (بدلون)به په راتلونکې مرحله کې هیڅ ډول ناپاکي و نه زغمي.
یو څرک  د آسمان په څپوکې:
دانقلاب (بدلون) د ګټې او راتلونکې لپاره، ټولو هغو سیاسی او ټولنیزو قوتونو ته پکار ده، چې له پیله یې د نوموړي بدلون ملاتړ کړی دی، تر څو د عربي پسرلي د نجات په موخه خپلې فرعي ګټې یوه اړخ ته پرېږدي.او د ټینګې ارادې پر بنسټ سره یو شي، تر څو عربي پسرلي د نظامي انقلاب د خونړیو کړیو له لاسه وژغوري، کوم چې د ځپلو لپاره یې اوس زیار باسي، او په نوې بڼه کې یې د زړو نظامونو د بېرته را ګرځولو لپاره پلانونه  په لاره اچولي دي.
او دهغو کسانو په غوږونو کې غږ کوو، چې د اسلامپالو سره یې د کرکې له امله دښمني کړې، چې راوګرځئ او له دوی  سره  د ګډون او ښه نیت پر بنسټ د انقلاب(بدلون) د ژغورتیا لپاره یو ځای شي، ځکه تراسلامپالو پرته دلښکر او په نوې بڼه کې د استبدادي نظامونو پرته بل  انتخاب  نشته، او مصري صحنه پر دې شاهده ده، او تر دې پرته به اسلامپالان په بله مرحله کې په یوازې ډول په ډېر قوت سره راوګرځي او هغه مهال به ډګر پر لوبغاړو تنګ وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery