مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

الشرق الاوسط ورځپاڼه: عربانو ته څه پېښېږي؟!


دا هغه مهمه پوښتنه ده، چې نه یوازې  عربان بلکې ټوله نړۍ یې مشغوله کړې.
 
لنډون او وړاندې کول: ممدوح المهینی
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
درنو او محترمو لوستونکو!..  (عربانو ته څه پیښېږي) تر سرلیک لاندې مقاله چې د یو ځانګړي کتاب لنډون دی، مې په دې موخه راژباړلې ده، چې ډېرڅه پکې د ټولې اسلامي نړۍ د  محرومو ملتونو او استبدادي حکومتونو د حالت سره سمون لري، نه یوازې د عربانو له حالت سره، که څه هم چې ځینې داسې مادي مفاهیم او نظریات پکې شته چې زه  ورسره متفق نه یم، خو اکثریت موارد او په تېره دا آندوینه یې( چې خپل ځان ملامت کوو تر دې وړاندې چې نور ملامت وو) د فکر کولو او ځیرتیا وړ دي. دا تاسو او دا هم لیکنه.
ولسمشران يې په کندو او د بدرفت  ابو په  کانالونو کې تعقيبېږي، کوچنيان  یې په داسې حال کې چې بیده وي، په زهرجنو ګازونو له منځه وړل کېږي، لارښود متفکرین یې ناپیژندل شوي او یا تر تعقیب لاندې دي، د تعصبکوونکو تعصب یې ورځ تر بلې زیاتېږي او په هر ځای کې نور ځوانان د مرګ ډګر ته هڅوي، بې روزګاران یې د کار په لټه کې د اوروپا پر غاړه په سمندرونو کې ډوبېږي. بې بندو باري هر لور ته خوره، د فقر (نیستۍ) کچه ورځ تر بلې لوړېږي، د نیکمرغۍ او هيلۍ کچه ورځ تر بلې ټیټېږي. په ټول کې ښوونه او روزنه مړه، او هغه پوهنتونونه چې پخوا په اختراعي او پراختیایی روحیه باندې مشهور وو، په دماغي توګه مړه شوي، هنرمندان هماغه زړې بدلې په نویو نغمو کې تکراروي، ټول د قانون، همکارۍ او ګډون د  ارزښتونو د نشتوالي له امله نلېږي، د خلکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، سړکونو خپل ظرفیت له لاسه ورکړی، پلازمینې او ښارونه وران شوی، او په ټول کې تور طبیعت او خوی پر خلکو واکمن دی.
عربانو ته څه پېښېږي؟! دا هغه مهمه پوښتنه ده، چې نه یوازې عربان بلکې ټوله نړۍ یې مشغوله کړې.
له شکه پرته هلته یوه لویه نیمګړتیا او نه توازن  را منځته شوې، چې دغه ټولوپرلپسې راپرزېدو ته یې لاره هواره کړې ده، نوموړې نیمګړتیا او نه توازن د ناسمې او غلطې پوښتنې څخه پیل کېږي، څرنګه چې مشهور او لوی مفکر برناردلویس وایی: "  کوم مهال چې  کوم ولس په لوی تمدني بحران کې لوېږي، نو هرو مرو د خپل ځانه د دغه دو پوښتنو څخه یوه، چې د فکر کولو څرنګوالی یې په روښانه توګه څرګندوي او ټاکي،پوښتي: لومړۍ پوښتنه: کومه تېروتنه مو کړې؟ نوموړې پوښتنه ناقدانه ځوابونو ته لاره هواروي، مسؤولیت پخپله د ولس پرغاړه اچوي، تر څو خپل لوری سم کړي. دوهمه پوښتنه  دا ده: چا پر موږ داسې وکړل؟ نوموړې پوښتنه د وهم اوګمان داسې لړۍ ته لاره هواروي، چې پای نه لري، ولس د وهم او دسیسې په کړۍ کې راګېر وي او مسؤولیت د وهمي او ګماني دښمن او ښکارچیانو پر غاړه اچوي."
د «الحقيقة الليبرالية المركزية» د کتاب مؤلف د تافتس پوهنتون پروفیسور لورانس هارسون وایي: " جاپان پرخپل ځان باندې لومړۍ پوښتنه مطرح کړه او وروسته یې بیا د تمدن په ډګر کې پرمختګ وکړ، او ډېرو نورو هېوادنو او عربي هېوادونو دوهمه پوښتنه پر خپل ځان باندې مطرح کړه، او لا تر اوسه د وروسته پاتې کېدو او بېلتون څخه نلېږٍي، او هره ورځ په دې اند له خوبه راویښېږي، ترڅو د وهمي او خیالي دښمنانو سره کوم چې د دوی دې  ذلیلولو او او د هوایي شان او شوکت د راپرزولو اراده لري، وجنګېږي.
لیکوال لورانس هارسون په خپلو ټولو تالیفاتو کې دلومړۍ پوښتنه  د مطرحولو لپاره بلنه کوي نه دې دوهمې پوښتنې لپاره، د لومړۍ پوښتنې اهمیت په دې کې نغښتی بولي، چې د فرهنګ او دود ژور نقد او نیوکې ته لاره هواروي او په بشپړه توګه پر نورو باندې د پړتیا اچول له منځه وړي، او فرهنګ د خپلو ژورو ارزښتونو او بنسټونو پر بنسټ هغه هنداره ګڼي، چې د ناروغۍ ریښتنی انځور منعکسوي، نه جوړ شوی انځور. فرهنګ هغه اساسي لامل ګڼي، چې ځینې ولسونه پرمختګ ته اړ باسي او ځینې نورو شاتګ ته.. فرهنګ، دې ټولو افرادو ، ټولنو او مؤسساتو مور بولي. څرنګه چې  توکوفیل وایی: "فرهنګ د زړه  هغه خویونه او برداشتونه دي، چې  انسان یې څیښتن وي او نوموړي  اندونه او فکرونه  د انسان د تفکیر عادتونه تشکیلوي، لیکوال وایي: "پوهانو ته ساده او آسانه ده، تر څو د نیمګړتیا او نه توازن  را منځ ته کېدل پر جغرافیایی ستونزو، نا سمو سیاستونو او ضعیفو مؤسساتو واچوي، حال دا چې په حقیقت کې دوی د بریا او ناکامۍ او د شتمنۍ او نیستۍ لپاره هغه فرهنګي ژور لاملونه او علتونه نه څېړي، چې په دې لړ کې ډېر مؤثر او اغیزمن دي، ځکه چې نوموړي لاملونه او علتونه احساسات غندي او حساسیتونه راپاروي".
هارسون وایي: "زه پوه شوې يم، چې فرهنګ  او کلتور اساسي ستونزه ده، نه یوازې د لوستلو له  مخې، بلکې د تجربې له لارې. ما په خپله د څو کلونو لپاره په یوې نړیوالې پراختیایي پروژې کې چې د امریکا د حکومت له اړخه د جنوبي امریکا د هېوادونو لپاره ځانګړې شوې وه کار کړي، خو زه په دې باور یم: چې بریا ګرانه ده، ځکه چې پرمختګ فرهنګ ته اړتیا لري، ترڅو یې ملاتړ وکړي.  خو هارسون په خپل کتاب کې د ډېرو هغو فرهنګي عناصر څخه، چې ځينې ملتونه پرمختګ ته او ځینې نور شاتګ ته هڅوي؟ په لاندې ډول یادونه کوي:
دیني لارښونې: څرنګه چې مؤلف وايي: " تر ټولو پیاوړي عنصر چې پرمختګ  ته لاره هواروي، که چېرې پرعقلانیت ولاړ او عملي بڼه ولري او د زیار او کار کولو او د ثروت تولو ارزښتونو ته بلنه وکړي، له همدې ځایه ده، چې په اوروپا کې پروسستانت هېوادونو تر کالولیک هېوادونو  څخه د اقتصاد او صنعت په ډګرونو کې ډېر پرمختګ کړی، کاتولیکي فرهنګ د شخصي بریاوو د ليدلورو مخنیوی کوي او اخروی دنیا ته ډېره پام لرنه کوي، او  ژوندانه او مال  ته ارزښت نه ورکوي. او نور داسې ځینې دیني لارښونې چې په ډاګه خرافاتو او بې منطقۍ ته بلنه کوي، او د خپلو لارویانو په  عقلونو کې داسې بې منطقه باورونه ځایوي، چې په پای کې یې د دغه نړۍ له منطق او پکې د پراختیا او پرمختګ له بهیر څخه  وباسي.
هر کله چې د ولس ځواک زیات شي، د نړۍ سره یې مینه هم زیاته او په پرلپسې توګه د خپل ځان د نوښت او د نړۍ دپرمختګ لپاره زیار باسي، او دا د ځينې نورو ولسونو برعکس چې خپله استعفا ترې اعلانوي، ځکه چې دوی پکې خپله دبریا او لوړتیا احساس نه شي موندلی.
 راتلونکې  ته کتنه: د مهمو فرهنګي عنصرونو څخه یو عنصر دی، چې د ځینو ملتونو د بډایۍ او د ځینې نورو د نیستۍ لامل ګرځي، پرمختللي او متجدد فرهنګونه  په بنسټیزه توګه پر راتلونکې باندې تکیه او اعتماد کوي، ځکه چې دوی په پرلپسې توګه د پرمختګ، بدلون  او د خپل وړتیا، پیاوړتیا او ارزښت د اثبات  لپاره زیار باسي. یوه محوري مفکوره یې د فکر کولو څرنګوالی تشکیلوي او هغه دا ده: د انسان لپاره طلايي عصر په راتلونکې کې نغښتی دي، نه په تېر کې. دا دهغو فرهنګونو برعکس چې د ( تېر تر اوس څخه ښه، او تر ناوړه راتلونکې څخه خو یې خامخا ښه ګڼي) مفکوره پکې ژوند کوي. نوموړې  اساسي مفکوره، هغه مهار شوې مفکوره په خوځښت راولي، کومه چې وګړی د داسې پریکړې څخه اړوي، چې د خپل ځان لپاره په هر صورت کې یوه روښانه راتلونکې ایجاد کړي، ځکه چې هغه د ځایه  پر خپل ځان باور له لاسه ورکړې وي او په بزګرو ټولنو کې د هر لور څخه په بې اعتمادۍ کې راګیر وي.
لیکوال وايي:  " له کومه ځایه چې په دې دنیا کې د محدودې ښیګڼې عقلیت هم شته دی،  نو هر هغه راکښونکې موارد لکه ،شتمني، روغتیا، مینه، منصب او قدرت هم ډېر محدود پاتې وي، او د لاسته راوړنې لپاره  پیاوړې هڅونه شتون نه لري."
 علمي حقایقو: ته نه درناوی هم یو له هغو فرهنګي لاملونو څخه دی، چې د ټولنو لور کږولی شي، اود پرمختګ او سیالۍ مخنیوی کوي او همدا راز ولسونه او ملتونه د ګمانونو او وهمونو په لړۍ کې ننباسي. او همدا رنګه د هغه نوښت او پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ ګرځي، چې د علمی حقایقو او لاسته راوړنو پر بنسټ ولاړ وي. اخلاقي ارزښتونه لکه، اعتماد،ریښتينولي او همکاري هغه لاملونه دي، چې ځینې هېوادونه لکه، سویډن،  ناروی او ډینمارک یې هڅولي، تر څو د نړۍ د پرمختلیو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای ولري، بر عکس د هغو هېوادونو چې د نه اعتماد او نه همکارۍ فرهنګ پرې واکمن دی، څرنګه چې لیکوال وایي: " د ډیموکراسۍ بریا پر عادلانه سیالۍ او قانون ته په درناوي ولاړه ده".
ښونه او روزنه :هم له هغو بنسټیزو عناصر څخه یو عنصر دی، چې فرهنګ تشکیلوي، نوښت او عکس ته یې لاره هواروي، هغه هېوادونه چې د دواړو جنسونو (نارینه او ښځینه) ښونې او روزنې ته پام لرنه کوي، د پرمختګ ډېره وړتیا لري. په ۱۹۰۵م کال کوم مهال چې د نالوستو کسانو شمېره په ګڼو هېوادنو کې ډېره لوړه وه، په جاپان کې ۹۰ کسه نرینه او ښځینه کوچنیان ښوونځیو ته تلل. سويډن په تاریخ کې لومړی هېواد ؤ، چې د بې سوادۍ سره یې مبارزه وکړه.
کار او زیار: په فرهنګي لحاظ د ښه ژوندانه د حاصلولو لپاره د کار او زیار ایستلو ارزښت هم یو له هغو مهمو او ښو عنصرونه څخه دی. په ډېرو فرهنګونو کې داسې ژور اعتقادونه شته، چې د ښه ژوندانه حاصلول په کار او زیار پورې نه، بلکې په روحاني مسایلو پورې یې تړي، کار کول په ټولنه کې د ټیټو طبقو لپاره بولي، نه دې لویو او لوړو طبقو لپاره.
لیکوال وایي: " کنفوسیوس هېوادونه، په دې باور وو، چې فکر کول تر کار کولو ښه دي،  نوموړي باورونه او لارښونې په نولسمه پیړۍ کې په چاپان، جنوبي کوریا، سینګافور  او هونګ کونګ کې بدلون وموند، او په فرهنګ کې د کار کولو او زیار ایستلو ارزښت زیات شو،د نورو لاملونو سره نوموړې ښکارنده په اقتصادي ډګر کې د دغو هېوادنو د پرمختګ او بریا لامل شو.
ابتکار او نوښت : د پرمختګ او ترقۍ ماشین دی، د ابتکار او اختراع تر عقلیت پرته هر ملت او ولس ته ستونزمنه ده، چې پرمختګ او ترقي وکړي، او خپلې مفکورې نوې کړي.  د نوښت او پرمختګ مفکوره هم د زړورتیا په مفکوره پورې تړاو لري،  زړور او همت لرونکې خلک کولای شي، د خپل ځان لپاره نوې  راتلونکې، پیدا کړي،او په دې موخه پر خپله پوهه او وړتیا اعتماد وکړي. خو په هغو فرهنګونو کې چې خپل برخلیک له وړاندې ټاکلی ګڼي، بیا دپرمختګ او ابتکارمفکوره ورته ضعیفه ښکاري، او لدې امله د ځواکمنې سیالۍ ارزښت ضعفیېږي ، کوم چې د پرمختګ او ترقۍ اساسي لامل کڼل کېږي. لیکوال وایی: " په بېلابېلو برخو کې د بریا او ترقۍ لپاره د سیاستمدار، کارګر سوداګر او فرهنګپال.. لپاره سیالي بنسټیزه مساله ده، اوپه مقابل لوری کې  په جامدو ټولنو کې چې د نوښت او سیالۍ سره جنګېژي حسد او کینه خوره ده، او همدا راز بې منطقه بلنې واکمنې دي.  
په نوموړو ټولنو کې واکمنه مفکوره دا ده: چې ټول زیانمن دي! په دغه راز فرهنګونو کې د سیالۍ روحیه غندل کېږي، او د همکارۍ او مرستې روحیه ستایل کېږي. خو تجربې ثابته کړې ده، چې دلته په ریښتنې ډول د همکارۍ او مرستې روحیه نه ده واکمنه، بلکې سیالي څرنګه چې لیکوال وایی:  "سیالي د همکارۍ یو ډول دی، ځکه چې سیالي کوونکې د همکارۍ له لارې کولای شي خپل ښه مهارتونه په بریالي ډول نندارې ته کېږدي، څرنګه چې د سپورت په ډګر کې دا ښکارنده ليدلی شوو".
 بل مننه : هم یو له مهمو عنصرونو څخه دی، چې د ټولنو په بریا او موفقیت کې  بنسټیزه ونډه لري، څرنګه چې په اسلامي تمدن کې مو ولیدل، چې بې شمېره  فرهنګونه یې  و منل،  همدا راز  په جاپان کې د میجي په زمانه کې، چې د اوروپا او لوېديځ د ښونې او روزنې، صنعت .. او نورو ډګرونو  کې یې د هغو له تجربو څخه ګټه پورته کړه. همدا راز کار اهل ته سپارل هم د بریا او پرمختګ لپاره په حکومتي او خصوصي سکتورونو کې یو له مهمو عنصرونو څخه دی، او قانون ته درناوی هم د مروجو بداخلاقیو او ناوړه خویونو په مهارولو کې بنسټیز اغیز لري.
د دې لپاره چې ځینې ملتونه پرمختګ کوی او ځینې نورو وروسته پاتې کېږي لیکوال بېلابېل لاملونه په ګوته کوي، د وګړو او ټولنو تر منځ تضاد، د اعتماد کړۍ تر کورنۍ او ملګرو پورې محدودول، په بیګانه ګانو باندې شک کول، د تسلط او  هرمي مفکورې واکمني او د فکري آزادۍ نشتوالی .. 
اساساًفرهنګ او کلتور جینيټک  ډول نه لري، بلکې اصلاح او سمون پکې رامنځ ته کېدای شي، خو ورته نه پام لرنه او هغه یوه جانبي مساله ګڼل هغه تېروتنه ده، چې ډېر ملتونه او ولسونه یې کال  ورپسې بل کال او  پیړۍ ورپسې بله پیړۍ  په پرلپسې توګه تر سره کوي. دا اعتقاد او باور چې وایی: " هلته داسې مشخص کسان او دښمنان شته چې د پرمختګ او ترقۍ مخنیوی کوي، هسې بې منطقه عذر او په حقیقت کې د فرهنګ د هندارې څخه د مقابلې نه تېښته ده". ليكوال وايي: "بدلون باید د فرهنګ د داخل او منځ څخه راشي، ځکه چې د بهر څخه څه شي نه شي ورباندې  تپېدلی، که چېرې د داخل او کور څخه د بدلون لپاره اراده او هوډ نه وي، نو د بهر ډېر پیاوړي او ځواکمن هېوادنه  نه  شي  کولای د کوم هېواد فرهنګ او دود بدل کړي، که څه هم چې نوموړی هېواد هر څومره کوچنی هم وي.
که عربان غواړي، پوه شي، چې څه ورته پېښ شوي دي، نو پکار ده، چې پر خپل ځان باندې لومړۍ پوښتنه مطرح کړي، او یوازې خپل کور او ځان ته ځیر شي.   
                                                  پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery