مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-14   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د تریاکو کښت ریکارډ مات کړ

مارګریتا ستن کېټی
سرچینه : وال سټریټ ژورنال

راپورتره : مارګریتا ستن کېټي
منبع : وال سټریټ ژورنال ( امریکا )
نېټه : ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۳
ژباړن : نثار احمد صمد

 

دغه ډېرښت د مخدره موادو د کاروبار پر ضد نړیواله مبارزه په لغته ووهل
کابل ـ د ملګرو ملتونو تازه سروې ښیًی چی په افغانستان کی د تریاکو کښت نن تر بل هر وخت ډیر سوی دی او پخوانیً ریکارډ یې مات کړ . راپور وایی چی دا هغه لغته ده چی د څه باندی یوې لسیزي راهیسی یې هغو نړیوالو هڅو ته ورکړه چی غواړي د مخدره موادو د تجارت پر ضد وجنګیږی او بزګران وهڅوی چی پر ځای یې مشروع او جایز مواد وکري .
د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې څانګه او هم د افغانستان « د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت » وایی چی د تریاکو د کښت مځکی په ۲۰۱۳ کی ۳۶٪ یعنی ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ( ۵۱۶۰۰۰ ایکړه ) ته ورسېدې . د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې د څانګی مشر ( ژان لوک لیماهو ) وویل چی « دا بېله شکه د افغانستان لپاره یو تاریخی ریکارډ دی . »
د دې راپور ارقامو امریکایی او نور نړیوال مامورین ځکه پریشانه کړي دي چی افغانستان پر داسی یو مهال د مخدره موادو د کاروبار او منظمو جرمونو اړونده اقتصاد ته داخلیږی چی هلته د امریکې تر مشرۍ لاندی اکثریت بهرني پوځونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه وتونکي دي .
د افغانستان کوکنار نن د ټولی نړۍ د غیر قانونی خوب ګولیو او نشه اي موادو ستره منبع جوړوی . د روان کال د تریاکو حاصلات ۵۵۰۰ ټنه اټکل سوی دی چی ښایی دا تر نړیوالی تقاضا او اړتیا هم زیات سی . د دې مطالعې او راپور له مخی د مخدره موادو کاروبار د دې هیواد د عمده اقتصادی فعالیتونو څخه ګڼل کیږی .
ښاغلي لیماهو وویل چی ښایی د افغانستان د کوکنارو کښت ځکه نور هم ډیر سی چی بزګران ظاهرأ دا بېره څرګندوی چی امریکایی پوځونه د جنګ ځپلي هیواد څخه وتونکي او بهرنۍ مرستی لږېدونکي دي : « موږ د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته خورا ناوړه حالات پیش بینی کوو .»
افغان حکومت او د هغه لویدیځ ملګري د کوکنارو د کښتونو په یرغلیزه محوه کولو کی ځکه غیر جدي او سُست دي چی بیریږی مبادا د کروندګرو خوږَوَل به کلیوالي ټولنی د عاید او روزي څخه محروم کړی او هم به د طالبانو ګرانښت او ننګه زیاته سی . د سږ کال دغسی محوه کول د تیر کال په نسبت ۲۴ سلنه لږ سوه یعنی ټول ټال ۷۳۵۰ هکتاره ( ۱۸۱۶۲ ایکړه ) مځکی د کوکنارو څخه پاکی سوي دي .
دا لا څه ، هغو کوښښونو هم خورا لږ لاسته راوړنه لرلې ده چی له مخی یې بزګران د کوکنارو پر ځای مشروع او جایز مواد وکري . د میوند ولسوالۍ څخه ، چی هلته د کوکنارو کښت خورا زیات دی ، یو قومی مشر عبدالله وویل چی « موږ د غنمو یا جوارو د کرلو لپاره کافی اوبه نه لرو . »
د تریاکو د کرنی تر ټولو ستره ګټه دا ده چی هغه په خورا ګرانه بیه خرڅیږی . د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د څانګي او هم د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخی په مامته ( کښت ) کی یو کیلو وچ تریاک په ۱۴۳ ډالره خرڅیږی چی دا د تیر کال څخه ۳۳٪ لږ دی چی بد موسم او بادونو هغه حاصلات لږ کړل او قیمتونه یې آسمان ته ورسول . بل دا چی تریاک آسانه او ښه ترا ساتل کېدای هم سی : د کوکنارو د پوستکی شیره چی راټوله او وچه سی ، نو هغه حتی لس کاله هم ساتل کېدای سی .
طالبان هم ، چی د تریاکو د پیداوارو څخه مالیه اخلی ، د هیواد د مخدره موادو د تجارت څخه ښه ګټمن کیږی . د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځی اییتلاف یو لوړ مقام وویل چی : « دا د هغوی مهمه او عمده هڅه ده . » څنګه چی د خلیج په هیوادو کی د طالبانو همیشنيو مالی ملاتړو اوس د نورو هیوادو مثلأ سوریې او یمن ځینو ډلو ته مالی کومک ورپیل کړی دی ، نو دغه مقام وایی چی : « افغان طالبان مجبور دي چی ډیره مالی تکیه پر خپلو سیمو باندی وکړی او مخدره مواد د دغسی مالی منبع په رأس کی ځای لری . »
په هغو سیمو کی چی طالبان ډیر پیاوړی دي ، هلته د تریاکو کښت یو عادی کار دی . تریاک زیاتره د افغانستان په جنوب او لویدیځ کی کرل کیږی ، چی نیمایی یې یوازی د هلمند په ښورښي ولایت کی دی . سږ کال ، که څه هم په ټول هیواد کی د تریاکو کرل ډیر سوي دي ، خو د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو څانګه په خپله څیړنه کی وایی چی « د شمال دوو ولایتونو بلخ او فاریاب هم خپل هغه دریځ له لاسه ورکړ چی تریاک هیڅ نه پکښی کرل کېدل . په کابل او ورپورو سیمو کی خو د کوکنارو کښتونه تر دوه چنده هم زیات سوي دي ، پای.  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery